شمالي منجمد سمندر

شمالي منجمد سمندر

دا ډیره ستونزمنه ده چې د شمالي‌ منجمد بحر نقشه انځور کړو. ځکه چې دا سمندر له شمالي قطب څخه را چاپير دی. نقشې دوه بعده دي خو شمالي منجمد بحر د ځمکې پاسه خوا د یوه منځ تشې دايروي کاسې په ډول په درې بعدي توګه پټه کړې ده. دا اسانه ده چې له کاناډا او دالاسکا د شمالي خوا څخه شمالي‌ منجمد بحر د اوبو د يوې کوچنۍ تړانګې په ډول ووينئ. خو دا منظره هغه لویه منطقه له نظره غورځوي چې د شمالي قطب په نورو نقطو کې پرته ده. که څه هم دا د نړۍ د سمندرونو تر ټولو کوچنی او خورا ورګ سمندر دی خو ۵ ميلیونه ميل مربع ساحه يې نیولې ده؛ په داسې حال کې چې د متحده ايالاتو ټوله ساحه ۳.۵ ميل مربع ته رسیږي.

arctic ocean map

شمالي منجمد سمندر موقيعيت

د شمالي منجمد بحر شمالي سیمې د شمالي امريکا،‌اروپا، آسيا او ګرينلند سره چې د نړۍ تر ټولو لوی ټاپو دی سرحد لري. شمالي منجمد بحر د ګرينلند دوه پر درې برخه چاپيره کوي. د بافن Baffinکوچنی خلیج چې د ګرينلند د لويديځې غاړې او کاناډا د شمالي‌ سيمو تر منځ پروت دی، شمالي منجمد بحر او آټلانټيک سمندر سره نښلوي او د کال په اوږدو کې د يخ د ګڼو غرونو ځای وي. د ګرينلند ختيځ خوا سمندر برخه د شمالي‌ اټلانټيک هغه برخه ده چې د ګرينلند بحر په نامه يادیږي. جنوبي ګرينلند په شمالي اټلانټيک کې موقيعيت لري او په لويديځه خوا کې له کاناډا څخه د لبراډور Labrador بحر له خوا جلا شوی دی. خو د موقيعيت له کبله په کاناډا کې د هوډسن Hudson ساحل د شمالي منجمد بحر يوه برخه بلل کیږي.

شمالي منجمد بحر له آرام سمندر سره د بيرينګ Bering تنګې له لارې وصل شوی دی چې ۵۳ ميله ارته ده. د بيرينګ تنګه د آسیا، ديژنيف پوزې، روسيې او د شمالي امریکې تر ټولو لرې نقطې، او د ويلز د شهزادګۍ پوزې او الاسکا د ختيځ خوا تر ټولو لرې نقطې کې پروت دی. د بيرينګ تنګه د آرام سمندر یوه برخه بلل کیږي. وګړپوهان او نور ساينسپوهان په دې نظر دي چې د بيرينګ تنګه يو وخت د سمندر له سطحې څخه لوړه وه او د ننیو لویو وچو تر منځ يې پول جوړوله. تر ټولو مشهوره تيوري همدا ده چې پخواني انسانان له دې ځمکني پل څخه تیريدل او شمالي امریکا ته تلل، هلته يې مهاجرت کاوه او په دې لويه وچه کې هستوګن وو.

کنګل او شمالي‌ منجمد بحر

کنګل د شمالي منجمد بحر تر ټولو لويه ځانګړنه ده. د شمالي منجمد سمندر حوضه د کاناډا په شمالي برخه کې ده چې هلته د شمالي منجمد بحر ټول کال کنګل وي. د مالګې د غلظت له کبله د سمندر اوبه د عادي اوبو په پرتله د انجماد ټيټه نقطه لري چې د ۳۲ درجې فارنهايټ پر ځای ۲۸.۸ فارنهايټ ټيټه درجه لري.

سمندریز کنګل منجمدو شویو اوبو لپاره کارول شوې اصطلاح ده. مهمه ده يادونه وکړو چې د يخ غرونه د بحري يخ څخه نه دې جوړ شوي. د یخ غرونه هغه پنډې ټوټې دي چې د وچې او غره له یخ څخه جلا کيږي او بحر ته رسیږي. د بحر يخ د سمند د اوبو د انجماد د يوې مغلقې پروسې له کبله د سمندر هومره مالګين نه دی. د سمندر د مالګينو اوبو زیات مقدار د انجماد پر مهال له یخ څخه وځي. د نوي يخ New Iceاصطلاح د نوي جوړ شوي سمندريز يخ په معنی دی او نوی يخ ډير مالګین هم دی چې انسانانو ته د څښلو وړ نه وي. خو په هغه يخ چې څو کلونه وتلي وي او يو يا څو دوبي پر تير شي، نږدې ټوله مالګه له لاسه ورکوي.

دا چې د سمندر یخ د سمندر له هغو اوبو کمه مالګه لري چې ورڅخه جوړ شوی دی، د سمندر د اوبو پر حرکاتو لويه اغیز لري. د سمندر د یخ لاندې اوبه د مالګې لوړ غلظت لري په دې معنی چې دا اوبه له هغو اوبو ډيرې مالګينې دي چې يخ يې جوړ کړی دی. د اضافي مالګې وزن د دې لامل ګرځي چې د سمندر د يخ لاندې اوبه د شمالي منجمد بحر تل ته کيوځي. د شمالي قطب دغه يخې درندې اوبه په طبيعي ډول د استوا کرښې پر لور او له استوايي سيمو څخه تودې اوبه د شمالي قطب پر لور بهيږي. دا هغه طبيعي لار ده چې د سمندر اوبه سره مخلوطيږي.

که څه هم ساينسپوهان او جفرافيه پوهان پر ځمکه د سمندرونو شمير پنځه ښيي خو دا ټول د اوبو د يوې لویې برخې حيثيت لري. شمالي منجمد بحر ساينسپوهانو له خوا د نړۍ د ژورو سمندرونو په منځ کې د هغه سږي حيثيت لري چې سمندرونه ژوندي ساتي. د ځمکې د کورې پر مخ هر ډول تودوخه چې اوس د نړیوالې تودوخې په نامه يادیږي، کولی شي چې د شمالي منجمد بحر د کنګل په اندازه کې تغير راولي. دا بيا پخپل نوبت سره په سمندر کې د اوبو نورمال دوران اغيزمن کوي. قطبي سیمې د اقليم پر وړاندې لوړ حساسيت لري.

قطبي کنګل سرپوښ

شمالي قطب چې پر ځمکه د شمال تر ټولو لرې پروت ځای دی، په شمالي منجمد بحر کې يوه نقطه جوړوي؛ شمالي قطب ته څیرمه وچه ځمکه نشته. هغه پلټونکي چې شمالي قطب ته تللي وو د هغه سمندریز کنګل په سور کې يې سفر کړی وو چې قطبي سرپوښ Polar ice cap يې بللی دی. په حقيقت کې شمالي قطب کنګل د شمالي منجمد بحر ٪۷۰ برخه جوړوي چې د ځمکې د سطحې له ٪۱ سره برابر دی. د دې کنګل پنډوالی ښايي ۱۵۰ فوټه ته ورسیږي. د شمالي قطب کنګل په شمالي منجمد بحر کې لامبو وهي او د سمندر د بهير او باد له کبله له شمالي قطب چاپیره تاويږي. د قطبي کنګل سرپوښ په څلورو کلونو کې د شمالي قطب چاپیره يوه دوره بشپړوي.

فعالیت:

له تحليل وروسته د لاندې بيانيو له منځه صحيح او یا غلط حلقه کړئ.

  1. صحیح غلط    شمالي منجمد بحر د شمالي امریکا، اروپا او هندوستان له شمالي برخو سره سرحد لري.
  2. صحیح غلط    شمالي منجمد بحر د امريکا د متحده آیالاتو په پرتله د ځمکې زياته سطحه نيولې ده
  3. صحیح غلط    شمالي منجمد بحر په مسقيمه توګه له اټلانټيک او آرام سمندر سره نښتلی دی.
  4. صحیح غلط    د شمالي منجمد بحر حوضه د کاناډا په شمالي ساحلونو کې هغه سمندريز چاپیريال ښودل شوی دی چې هلته په شمالي منجمد بحر کې سر او کال سمندريز کنګل موجود وي.
  5. صحیح غلط    دا چې د سمندر يخ د هغو اوبو هومره مالګه نه لري چې ورڅخه جوړ شوی دی، د سمندر د اوبو پر حرکاتو لوی اغيز کوي.
  6. صحیح غلط    د سمندر د يخ لاندې اوبو اضافي مالګه د دې لامل ګرځي چې دا اوبه د شمالي منجمد بحر تل ته کيوځي او هلته پاتې شي چې قطبي سيمه سړه ساتي.
  7. صحیح غلطکه څه هم ساينسپوهان او جغرافيه پوهان پر ځمکه د پنځو سمندرونو پر شتون توافق لري خو په حقيقت کې يوازې يو سمندر موجود دی، ځکه چې دا پنځه سمندرونه ټول سره نښتلي دي.
  8. صحیح غلطشمالي منجمد بحر د ساينسپوهانو له خوا د نړۍ د ژورو سمندرونو يو بازو ګڼل شوی دی.
  9. صحیح غلطنړيواله تودوخه به سمندر د يخ اندازه په شمالي منجمد بحر کې راټيټه کړي.
  10. صحیح غلطد شمالي قطب د ځمکې کتله په ټول کال کې کنګل پوښلې وي.

ځوابونه

  1. غلط
  2. صحيح
  3. صحیح
  4. صحیح
  5. صحيح
  6. غلط
  7. صحیح
  8. غلط
  9. صحیح
  10. غلط

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب