Chengdu J-20 جیټ الوتکه

ساده شوی چینایي نوم یې (歼-20) او دودیز چینایي نوم یې (殲-20) ده. د یو پیلوټ لپاره د دوه ماشینو لرونکې جېټ ده، په هر ډول هوا کې د عملیاتو تر سره کوونکې ده، د پنځم نسل د غلا تګ کوونکې یا غلچکۍ جنګ کوونکې الوتکه ګڼل کیږي. د چین (Chengdu Aerospace Corporation) شرکت د چین ( People’s Liberation Army Air Force) هوایي ځواک لپاره جوړه کړې. چینګدو الوتکې کولای شي د مخالف لوري هوا ته داخلې شي او مخالف لور کې د هوا بشپړ کنټرول ترلاسه کړي، د مخالف پوځ پوستې په ډېر دقت سره په نښه کړي.
د ۱۹۹۰ لسیزې د ( J-XX program) پروګرام برخه ګڼل کیږي. لمړۍ الوتنه یې د ۲۰۱۱ کال د جنورۍ په ۱۱ نېټه کړې خو چین په ۲۰۱۶ کې افشاء کړې او د ۲۰۱۷ کال په مارچ کې یې نظامي فعالیت ته وسپارلې، د جګړیزې روزنې لپاره د ۲۰۱۷ کال په سپټمبر کې وکارېدې او د ۲۰۱۸ کال فېبرورۍ کې یې د یادې الوتکې لپاره د روزلو کسانو لمړۍ ډله چمتو کړې وه. په اسیا کې لمړۍ او په نړۍ کې درېمه د پنځم نسل د غلا تګ کوونکې جنګ کوونکې الوتکه (fifth-generation stealth fighter aircraft) ګڼل کیږي.
جوړونکی شرکت یې (Chengdu Aerospace Corporation) ده، لمړۍ الوتنه یې د ۲۰۱۱ کال د جنورۍ میاشتې په ۱۱ نېټه کړې، کارونه یې د ۲۰۱۱ کال د مارچ په ۱۰ نېټه پیل شوې، اساسي کارونکي یې (People’s Liberation Army Air Force) دي، تر اوسه ۸ لمړنۍ الوتکې او ۲۰ جنګ کوونکې تولید شوي، د ټول پروګرام مصرف ۴.۴ بیلیونه ډالر ده او د یوې الوتکې ارزښت په ۲۰۱۶ کال کې له ۳۰ تر ۵۰ میلیونه ډالر پورې وو.
ځانګړنې:
پیلوټان : یو
اوږدوالی : ۲۰.۴ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۳.۵ متره
د وزرو سطحه : ۷۸ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۱۹۳۹۱ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۳۲۰۹۲ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۳۶۲۸۷ کیلو ګرامه
پاور پلنټ : دوه ماشینونه او هر یو Saturn AL-31F
د وزرو د بار کچه : په متر مربع کې ۳۴۰ کیلو ګرامه
وسله : د مهماتو نښلونې لپاره د وزرو لاندې څلور ځایونه لري
په داخل کې ځاېدونکې وسلې
PL-10 short range AAM
PL-12 Medium Range AAM
PL-21 Long Range AAM
LS-6 Precision-guided bomb
برېښنایي سیستم
Type 1475 (KLJ-5) active electronically scanned array
EOTS-86 electro-optical targeting system (ETOS)
EORD-31 infrared search and track
Distributed aperture system
Chengdu J20 Schematic
Chengdu J20 Schematic
By NotLessOrEqual

زکریا رحیمي
 

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب