که چیرې دغه (۶) کړنې ترسره کړئ، نو خلکو ته به پیاوړی او پر ځان ډاډه کس ښکاره شئ

*که چیرې دغه (۶) کړنې ترسره کړئ، نو خلکو ته به پیاوړی او پر ځان ډاډه کس ښکاره شئ:*

۱. په دې کیسه کې مه اوسه چې ټوله نړۍ یا خلک دې باید تشویق کړي، ممکن یو څه کسان ستا په ارزښت او اهمیت پوه شوي وي. او هر کله مو چې په ژوند کې د ناهېلهۍ احساس کول، نو د همدې څو کسانو تشویق او هڅونه ځانته رایاده کړئ.

۲. حوصله ناک، صبرناک، زړور او روښان فکره اوسئ؛ ځکه هغوی چې داسې ژوند یې خپل کړی؛ تل یې ډیر ملګري موندلي، له ژونده یې خوند اخیستی او په ټولنه کې یې مهم ځای نیولی دی.

۳. له هغو خلکو سره کینئ او پاڅئ چې هغوی هڅوونکي وي. داسې خلک چې تل ستاسې هڅوونه او لارښوونه کوي؛ لکه د ښې مشورې او مثبت فکر لرونکي خلک.

۴. په ملګرتیا کې ډیر دقیق او ځیر اوسئ؛ ځکه که له غلطو خلکو سره مو ملګرتیا شوه، ستاسې احساس، فکر او د ژوند پلان در وژني.

۵. خپل ځانته مو ډالۍ ورکړئ. ښه ډالۍ دا ده چې له منفي فکرونو ځان وژغورئ. ښه عادتونه خپل کړئ او د تل لپاره مثبت ګرا او خوښمنده څیره ولرئ.

۶. تل خوشبین او خوښ اوسئ. کارونه او چارې مو په خوشبینۍ ترسره کوئ. د کار پیل هم په خوشبینۍ وکړئ او پای یې هم، ځکه هغوی چې خوشبین او هیله من نه وي، تل وروسته پاتې او له کړاوونو سره مخ وي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب