کانکرېټي درزونه (جاينټونه)

جاینټونه په څلور ډوله دي:

لمړی: CONTRACTION JOINT

دا ډول جاینټونه په لویه، همواره، او اوږده کانکریټي سطحه کی ورکول کیږي. دا هغه جاینټونه دی چی د درز یا کریک د منظم واقع کیدو لپاره کانکرېټ ته ورکول کیږي. په همدې جاینټ کې د کانکر مقاومت کمیږي او درز همدلته په منظم ډول منځته راځي. دا جاینټونه د کانکرېټي سطحې په هغه فاصله کې چې ډیزاین کې ورته تعین شوې وي کانکرېټ سطحې ته ورکول کیږي تر ځو هغه کریکونه چې د کانکرېټ د انبساطي قواوو په وجه منځته راځي په همدی ځای کی منظم ډول واقع شي.دا په ډیزاین کې معلومیږي چې نوموړی جاینټ په څومره فاصله کی ورکړل شي ا ویا هم نوموړی جایڼټ نسبت د کانکرېټ سلب ډبلوالي ته تعینيږي.
په پلو لارو او یا دې ته ورته ځایونو کی عموما ۱۵۰ سانتی متره تر ۱۸۰ سانتي مترو پورې اوږدوالي کې یو حاینټ ورکول کیږي. په سړک، د کور حویلی او هغه سلب چې په ځمکه پروت وي په داسی ځایونو کې په هر ۴۵۰ سانتي متر تر ۶۰۰ سانتي مترو په اوږدوالي کې یو جایڼټ ورکول کيږي خو په سیخ لرونکي کانکرېټ کې د جایڼټونه تر منځ زیاته فاصله په نظر کی نیول کیږي.

دوهم: ISOLATION JOINT

دا رنګه جاینټونه کانکریټي سلب د نورو ساختماني برخو نه بېلوي لکه له د یوال څخه کالم پوټینک او داسی نور… دا ډول جاینټونه سلب ته د حرکت اجازه ورکوي تر څو د حرکت په وخت کې په سلب کې کریک واقع نشي.

دریم: CONSTRUCTION JOINT (COLD JOINTS)

دا ډول جاینټونه ددې لپاره ورکوي چې کله د کانکریټ اچولو په وخت کې د یو سلب کانکرېټ د مشکلاتو په وجه مکمل نشي او وققه پکې راشي نو ددی نیمګړتیا (چی یو څه اندازه کانکرېټ اچول شوي او یوه برخه یې پاتې وي) دپاره دا ډول جاینټونه ډیزاین کیږی. راتلونکی وخت همدا اچول شوي کانکریت پاکوي بیا یی لمدوي او نوي کانکرېټ اچولو ته ادامه ورکول کيږي.
د کانکرېټ دکریک مخنیوی مشکل دی خو د جاینټ په مرسته کنټرول کیږی. کانکریټ په کشش کی ضعیف دی په دې خاطر چی کانکرېټ ته ادامه ورکوي نو د (tensile stressed) په وجه کریک ته لاره همواریږي.

څلورم: Expansion Joints

نوموړی جاینټ کانکرېټي عضوه یا ساختمان ته اجازه ورکوی تر څو د حجم د زیاتوالي په وخت حرکت وکړي او د زلزلې یا د ځمکی د نشست په وخت کی ساختمان د زیات تخریب څخه ساتل کیږي دا ډول جاینټونه په هغه ساختمانو کې چی طول یی زیاتیږی هم ورکول کیږی لکه پل ودانی، دیوال، پیاده رو او لارې د یو تعمیر په هغه سلب کی چی په ځمکه پروت وي نو دیوال او یا پوټینک سره د تماس په نقطه کې نومړی جاینټونه د دې لپاره ورکوې چی سلب د دیوال او یا فوټینک سره جدایی پیدا کړی او سلب په اسانۍ سره حرکت وکوالی شي.

د دا ډول جاینټونږ پراخوالی باید د ۱/۴ د سلب د ډبلوالی څخه کم نه وی او هغه وخت چی یو ساختمان کی اړتیا شي او یا د زاړه ساختمان سره نوی ساختمان نښلول کیږي نوموړی جاینټونه ورکول کیږي.

ڼوټ: جاینټونه باید د کانکرېټی سطحې په څنډه باندې عمود واقع شي. د جاینټ خالیګاوې باید خالي پاتی نشی او دنرمو، ربړي او سرېښناکو موادو څخه ډکې شي تر څو په دې خالي ځایو کې د کوم کلک شي او یا د اوبو د ور داخلیدو څخه مخنیوی وشي.

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب