کابل:۳مه برخه نارینه سګریټ څښي
د عامې روغتیا وزارت یوه نوې څېړنه ښيي،چې د کابل ښار درېیمه برخه نارینه استوګن سګریټ څښي.
د دغه وزارت د پلان جوړونې مرستیال احمد جان نعیم پرون له تنباکو سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې وویل، نوې څېړنه یې ښيي،چې په کابل کې ۳۵ سلنه نارینه،چې عمرونه یې له ۱۵ کلونو څخه ډېردي،سګریټ څښي.
هغه تنباکو ته د خلکو په ځانګړي ډول د ځوانانو د زیاتې مخ اړونې په اړه اندیښنه وښوده.
سرچینې وویل:ناقنانونه سوداګرۍ تنباکو ته لاسرسی اسانه کړی.
د نړیوال روغتیایي سازمان استازي ریک پیپرکورن له افغانانو څخه وغوښتل،چې د تنباکو پروړاندې مبارزه پخپلو لومړیتوبونو کې راولي.
_ عابدالله عابد