ژړا گټې هم لري!؟

هر یو به مو تجربه کړی وي: ستاسو رئیس به پر تاسو غوصه شوی وي، ستاسو موټر به له منځه تللی وي، په دروازه کې به مو خپل ګوته نیولي وي، ناڅاپه به اقتصادې ماتې سره مخ شوی ياست……. له دې سره به مو نه وي ژړلی.

اوس تاسو ته هغه دلیلونه وړاندې کوو چې تر لوستو وروسته به د کوم مشکل پرته خپل روغتیا او غوره طبیعت لرلو لپاره به مو وژړوي:

۱ـ ژړا مو له ذهني فشاره ژغوري:

ژړا له بدن څخه د منګنیز (manganese) منرال (طبیعت تغیرونکی منرال) له منځه وړي او دغه منرال په اوښکه کې نسبت وینې ته۳۰ ځلې زیاته ده.

یو پیژندل شوي اوښکې څیړونکی، بایو کیمیسټ (biochemist) او د ژړا د اوښکو راز (Crying: The Mystery of Tears) کتاب لیکونکی ویلیم فرې (William Frey) وايي چې ذهنې فشار له منځه وړلو لپاره نورې ډیرې طریقې هم شته؛ خو یوه يې هم د اوښکو تویولو په څیر اغیزمنه نه ده.

د اوښکو په وسیله تر بل هرې کړنلارې منګنیز له بدن څخه په زیاته اندازه خارجیږي چې انسان ته د آرامتیا احساس کوي.

۲ـ ژړا اړیکي پیاوړي کوي:

د بندو دروازو تر شا ژړا دوستي او نور روابط پیاوړي کوي. یوه څېړنه چې Evolutionary Psychology (تکاملي ارواپوهنه) کې نشر شوې وه او لیکوال یي ایولوشنري بیالوجیسټ (evolutionary biologist) اورین حسن (Oren Hasson) و ښيي چې اوښکې په مختلفو احساساتي او اجتماعي حالاتو کې د همدردۍ او کومک جذبولو وسیله ده.

اورین حسن په وینا د اروا پوهنې علم د څیړنو پر بنسټ اوښکې له ذهن څخه منفي فکرونه وینځی او د روابطو په پیاوړي کولو کې ډیره زیاته مرسته کوي.


۳ـ ستاسو طبیعت ښه کولای شي:

لکه څنګه چې میندې وايي «بچیه وژاړه، غم په زړه کې مه ساته».

وروستۍ څیړنې ښيي چې ژړا او اوښکې تویول انسان هم په فزیکې لحاظ او هم روانې لحاظ ارامه او خوشاله کوي. ولي؟
څیړونکي په دې باور دي چې ژړا زمونږ په بدن کې جوړ شوي غیر ضروري کیمیاوي مواد خارجوي.

د ښوونکي لارښود کتابونه
Atomic Habits

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب