ژب ســـیاســت او ژب پــلان: مــــلي او رســـمي ژبــې
« قوهٌ الانسان فی عقله ولسانه» د پوهنی د ډاکټر اوستلر د پنډ کتاب سریزه په دغه عربي مقوله پیل شوې ده. « ډاکټر ولستر په شپږویشت(۲۶) ژبو پوهیږی او کتاب یی «د نړۍ» د غټو ژبو لومړنی تاریخ دی.
نـنـتـــوځ
پښتو بابا محمدګل مومند د افغانستان هغه ولسی او فقیر وزیر و چی د کابل د ښارد بریکوټ په سیمه کې یی په عادی خټین کرایی کور کې په اتیاکلنی کې سا وختله (۱۳۴۳لمریز۱۹۶۴زیـیزکال). هغه د ژبـې په اهمیت پوهیده، د ټول افغان د پیژاند(هویت) د ساتنی لپاره یی پښتو یو پوخ مورچل ګاڼه، او له دی امله یی د ملی ژبـې پښتو په تعمیم او ترویج ټینګارکاوه.
مفکر محمد ګل مومند په دی فکر و چی د یوه ملت د ژبې لری او بری د هغه د ژوند د بدمرغی او نیکمرغی سره تړاو لری: « که د یوه ملت ژبه د بل ملت ژبی ته مغلوبه شوه» نو مانایی داده چی:«په عین واکدارۍ کې به بی واکه، په عین وطن کې بی وطنه وی. په خپل وطن کې به غریب اوپردیس وی… خپل به ورته پردی شی ځکه چی په نامه که څه هم خپل وی خو افکار، احساسات، اقوال، اعمال او افعال یی، اغوستنه، خواړه یی، ځواک او ژوند یې بشپـړ یا نیمګړی د پردی او د بل وی… دغسی ملت به ورځ په ورځ چو کیږی ترڅو چې محوه شی.»
په«لــنــډ» ډول:
«ژبه د ملــی موجودیت، هوســاتـوب اوســعادت، دلوړوالــی اوجــګوالــی ســټه ده.» ددغــه اهمـیت له امــله«ژبـه بایــد وساتــله شی، وپالـله شی، وروزلــه شــی، ارتــه کړلــه شــی، علمــــی شـــی، ادبــــی شــی، په هرحیث ســره د ملت درســتو اړیــنو ته» ځواب ووایی.
د مفکر وزیر محمدګل مومند په اند، «پوه سړی خپل او د بل مال پــیژنی….غیرت، لوړهمت، روغه پوهه(عقل سلیم) دغه نه منی اونه پریږدی چی څوک خپل مال خوشې کړی چی وروست شی، ورته نقصان ورسی اوخلک یی ښکاره یا په غلایوسی اوکورتنی لاندی کړی.»( مـحـمـد ګــل مـومـند، د پښتو ژبی لپاره پښتو صرف او نحو د بلخ شرکت[رښتـیا]له خوا په لاهور کې چاپ شو،بلخ ۱۳۱۷لمریز= ۱۹۳۸ زییز). تراوسه زموږ پوهه داده چی انسانان له بل هرټولنیزموجودنه زیات سیاســی ژوي دي. پــه طبعیت کــې هرشی ګټوره وظیفه لری، اوانسانان یواځینــی ژوی دی چــی طبعیت وربــانــدی دویناپیرزوینه کړی ده. که ژبه نه وای، فکربه ځانله وای. که ژبه نه وای، تاریخ به چیری اوڅه وای. د اژبه وه چی تاریخ پکي خوندی شو، او د اژبــه وه چــی فــکرپکــی څرګنـد شو.
د تاریخ یو پوهاند د استادانو په یوه غونډه کې ویلی وو چی تاریخ «جهانی اوبنیادی دی» : د ژبـپوهنی یو استاد ورسره سـر وخوځاوه، خو یوه پخه پوښتــنه یی هم وروتوغوله: «بی له ژبی به تاریخ څنګه ثبت او تفسیر شی؟». هو، بی له ژبی تاریخ نه تـثبـیتـید لی شی او نه یی تفسیر کیدلی شی. ژبی د انسان په دی ظرفیت یا استعداد کې چی ځان وپیژنی او مجرد فکر وکړی لږ ترلږه اسانتیا راوستلی ده. د ژبی منشأ لا تراوسه روغه نه ده معلومه، خو د لرغون پوهنی شواهد دیته ګوته نیسی چی د ژبی پواسطه پوهاوی به نږدی دوه سوه زره(۲۰۰۰۰۰) کلونه وړاندی را منځته شوی وی. ښایی له دی امله به ژبپوه روزین له نن نه شپږکاله وړاندی په زییږ کال(۲۰۰۲) کې ویلی وی چی«ژبه پیل دی او د هغه څه برخه ده چی موږ څوک یو»:
له دینه چی« ژبه پیل دی» سړی داسی هم پوهیدلای شی چی ژبه نه یواځی د پوهاوی وسیله ده، بلکی د ځان پیژندنی او هویت منشأ هم ده(«د هغه څه برخه ده چی موږڅوک یو»).
که له یوی خوا ژبه لوښی (وسیله) ده د پوهاوی لپاره، نو له بلی خوا ژبه تړون دی او غوټه ده د پیژاند«هویت» لپاره. ژبه له یوی بلی ځانګړتیا هم ځان نشی خلاصولی. هغه دا چی له ژبی نه د ټولنیز توپیر او اتبار لوښی هم جوړیدلی شی. د ژبی د رسمی کیدا یانی حکومتی کیدا په عملیه کې د ټولنیز توپیر او ټولنیز مقام تومنه پرته ده. د بیلګی په ډول سینګاپور یو کوچنی ښاری دولت دی چی څلورنیم میلیونه وګړی لری(۲۰۰۷) اوڅلوررسمی ژبی لری: انګریزی، ملای ماندارین (چینایی) اوتمیل. هغه سینګاپوریان چی په انګریزی ژبه کې لاس لری، عموماًپه سیاست اواقتصاد کې دغټی برخی خاوندان دی:
سره له دی چی په سینګاپور کې چینایان ډیره کیان(۷۷ سلنی) دی ملای ژبه د دغه هیواد ملی ژبه ده، د سینګاپوریانو د پیژاند(هویت) اواحساس ژبه ده. د اسراییلو د دولت په جوړولو(می ۱۹۴۸) او د ملی احساس په پیاوړي کولوکې د عبری ژبی را ژوندی کولو ستررول لوبولی دی، او د عبری ژبی په ساتـنـه کې یهودی دین ستر رول لوبولی دی. د سینګاپور او اسراییلو په ژب سیاست (لنګویج پالیسي) به وروسته وږغیږم.
(۱) ملي او رسمي ژبه
د ملی او رسمی ژبی ترمنځ په توپیرکی پخپله د امریکی سترڅارنوال او د بندیانو د عذابونو یو غټ پلوي حقوق پوه البرتو ګونزالیس ښکیل شوی و(۲۲ می ۲۰۰۶). اوس په امریکه کې ځینی خلک په دی پسی اړم شوی دی چی انګریزی ژبه د اساسی قانون دتعدیل له لاری رسمی ژبه کړی. د نور وهیوادونو د خلکوپه شان، امریکایان ګډقومی نیکونه او ګډ تاریخی احساس نلری. دګډ دین احساس هم پکی غښتلی نه دی. ښایی له دی امله د خپل پیژاند لپاره انګریزی ژبی ته مخ وراړوی. د امریکی سترڅارنوال ګوانزالیس تیروت اوپه خپله توضیح کې یی ملی ژبه د رسمی ژبی په ځای وکاروله. ګوانزالیس راپورترانوته وویل چی«ولسمشر(ډبلیو جورج بوش) هیڅکله ددی ملاتړنه دی کړی چی انګریزی دی ملی ژبه شی»: په همدغه ورځ(۲۲ می ۲۰۰۶) لږوروسته سپینی ماڼی خپل سپیناوی وکړ۰
هغه ولس چی خپل دولت یی نه وی جوړکړی، رسمی ژبه نه لری، خوپه مقابل کې یی ملی ژبه لری. که یو ولس دخپلواکی په جګړه یوه ژبه کارولی وی، همغه ژبه یی چی بالعمل د ملت کیدنی هویتی چینه ده، دخپلواکی په ګټلوسره اودخپل ملت په جوړولوسره د رسمی ژبی وظیفه هم په غاړه اخلی. د بیلګی په ډول دوه هیوادونو ته ګوته نیسم: د امریکی په اساسی قانون کې د ملی یارسمی ژبی په اکله هیڅ نه شته. خو د خپلواکی اعلامیه(جولای ۱۷۷۶) اودوه اساسی قوانین یی په انګریزي ژبه لیکل شوي وو( د کنفیډریشن مادې په نومبر ۱۷۷۷کې، او اساسي قانون چی ترنن پوری چلیږی په ۱۷۸۷ زییزکال کې). له دې امله انګریزی په امریکه کې طبعاً ملی اوبالعمل رسمی ژبه ده. بل مثال په افریقاکی د تازه جوړشوی دولت دی. په ایریتریا کې چی نهه قومونه پکی ژوند کوی دیونیسف (۱۹۹۴) د معلوماتو له مخی د(تیګریګنا) قوم پکې ترټولوډیروګړی لری. خوهلته دیوه قوم ژبه هم رسمی ژبه نه ده ګڼل شوی، ددی لپاره چی د ژبو کړکېچ رامنځته نشی. ددی په مقابل کی کیسواهیلی ددغه هیواد ملی ژبه منل شوی ده، دلیل یی دادی چی کیسواهیلی د خپلواکی په جګړه کې د سیاسی سروالی پټی دراشی درشی ژبه وه.
رسمی ژبه هغه ژبه ده چی حکومت پری چلیږی او په حکومت کې چلیږی. رسمی ژبه هغه ژبه ده چی حکومت رسمی اعلان کړی وی، او یایی عملاً د خپلو وظیفو او مسولیتونو په ادا کولوکې کارولی وی(لکه په تړونونوکی، په قوانینوکی، په محکموکی، په ګډواعلامیوکی، اوپه سیاسی دریځونوکی). رسمی ژبه هغه ژبه ده چی ددولت دشتون په حالت کې رامنځته کیږی، یانی حکومت یی اعلاموی اویاپه یوډول ښیی چی دغه ژبه د هغه ملت ژبه ده چی ددولت د حاکمیت لاندی وی.
په تاریخ کې یوه استثناهم شته. په داسی حال کې چی یهودانوپه فلسطین کې دولت نه لاره، دیوی سیاسی ډلی په څیردهغوی ژبه عبری په فلسطین کې د انګریزی اوعربی ژبوبه شان د برتانوی واکمنانوله خوارسمی اعلان شوه. په زییږکال (۱۹۲۲) کې فلسطین د ملتونو د ټولنی دپریکړی له مخی د برتانیی په حاکمیت (قیمومت) کې ورغی.
رسمی ژبه د حکومت په ورځنی فعالیت کې کارول کېږی او یو اورګاړي ته ورته ده چی له یو بندرنه یو ښارته مالونه رسوی؛ یو لوښی (وسیله) دی چی د حکومت کارونه سرته رسوی(په پارلمان کې قوانین، په محکمه کې د قوانینو تفسیر او تطبیق، دفورمواو لایحو جوړول، د اساسی قانون تعدیل ، د اساسی قانون تفسیر، عسکری اوملکی اداره، عسکری اوملکی تعلیم اوتربیه، تړونونه … اواعلامیی).
د دولت شتون د یوی ژبی د رسمیت لپاره عموماً اساسی شرط دی. وړاندی له دولت نه رسمی ژبه نشته، خوملی ژبه شته. دیوه دولت په رسمی سند کې چی رسمی ژبه نه وی ښودل شوی، ملی ژبه یی رسمی ژبه ده لکه په اندونیزیاکې. په اندونیزیا کې له پنځه نیم سوه نه زیاتی ژبی اولهجی شته. بهاسااندونیزیا په اساسی قانون کې د اندونیزیا«ملی ژبه» ده چی په تجارتی، تربیوی اوحکومتی چاروکی چلیږی.
ملی ژبه هغه یوه ده چی د یو ملت ډیر کیان پری غږیږی او د ملت لپاره د اصالت او پیژاند(هویت) ارزښت لري. ملی ژبه له تاریخی احساس اوویاړه ډکه تیره زمانه منعکسوی. ملی ژبه د ملی بیرغ اوملی ترانی په شان د سمبول مقام لری. ملی ژبه دهمغه ملت کلتوری ماهیت او اتبارښیی. ملی ژبه دخلکوپه منځ کې د ملی تړون احساس اوژمنه منعکسوی. ملی ژبه په خلکوکې د واحد ملت احساس غښتلی کوی. ملی ژبه خلکوته خوندورکوی اوزړونه کوشیروی، اوپه اوږده ډګرکې د ملی ټولنی په را منځته کیدلوکی اسانتیاراولی. ملی ژبه د«ویلی کیدلو بټۍ » ده. امریکی ته د ویلی کیدابټۍ وایی. زماپه اند، په ټولنیزلحاظ امریکی ته «دسلاتی کنډولی» ویلی شوځکه چی ټول ټال امریکه د بیلابیلو نژادونو د سلاتی کنډولی ته ورته ده. خوپخپله انګریزی ژبه پکی هغی بټۍ ته ورته ده چی بیلابیل نژادونه په ښوونځی او پوهنځی کې په کلتوری لحاظ ویلی کوی اوراتلونکی تړون او بریالیتوب ته یی سیخوی. یو هیواد چی ملی ژبه ونلری، د ملی دولت په کفایت کې به یی شک وی. یو هیوادچی ملی ژبه ونلری، ملت به یی دیتیم احساس کوی. پردۍ ژبه ملی ژبه کیدلی نشی، خورسمی ژبه کیدلی شی. ملی ژبه عمومی تړونکی او کوشیرونکی ژبه ده. ملی ژبه اصلاً د ملی کلتوربرخه ده، نه ددفتری کلتور. ملی ژبه دولتونه زیږوی، اودولتونه رسمی ژبه غوره کوی. هغه دولتونه نیکمرغه دی چی رسمی ژبه یی په ولس ګرانه وی، یانی ملی اورسمی ژبه یی یوه وی. هغه دولتونه نیکمرغه دی چی رسمی ژبه یی د ملی ژبی په خدمت اوپالنه کې وی. هغه دولتونه نیکمرغه دی چی په رسمی ژبه کې یی د بل دولت لاس نه وی. هغه دولت بدمرغه دی چی رسمی ژبه یی د ملی ژبی سره په ټکرکې کوی.
په کامرون کې انګریزی اوفرانسوی دواړه رسمی ژبی دی، اوپاتی نوری د هیواد خپلی ژبی ملی ژبی دی. که د یوه هیواد په اساسی قانون کې یوه ژبه ملی ګڼل شوی وی، مطلب ورنه رسمی ژبه هم ده. په سعودی عربستان کې په یوه مشخص سند کې لیکل شوی اساسی قانون نشته، خو عملاً عربی د هیواد ملی ، رسمی او دینی ژبه ده. د ایران د اسلامی جمهوریت په اساسی قانون(۱۹۸۹) کې راغلی دی: «زبان و خط رسمی و مشترک مردم ایران فارسی است. اسناد و مکاتبات و متون رسمی و کتب درسی باید به این زبان وخط باشد.» اټکل پنځوس سلنی(۵۰٪) ایرانیان په فارسی غږیږی. بله نیمایی یی په ترکی، عربی، کردی، اوبلوڅی ژبو غږیـږی.
عربی سره له دی چی د سپیڅلی قران او مبارکو حدیثونو ژبه ده، د ایران په اسلامی جمهوریت کې رسمی ژبه نه ده.
اروپایی اتحاد درویشت(۲۳) رسمی ژبی لری. فنلنډ دوه(۲) ملی ژبی لری: سوامی (فیني ژبه)اوفینلندز سوینسکا یانی فنلنډی سویډنی. په فنلنډکی سویډنی ژبه چی شپږسلنی (۶٪) ویونکی لری، ددغه هیواد په هرځای کې اتبارلری. په مقابل کې یی فنلنډی ژبه چی دوه نوی سلنی(۹۲٪) ویونکی لری، په ارته کچه کارول کیږی، خوهلته هرچیری قانونی اتبارنلری. په فلنډکی ځینی پوهنتونونه یواځی په فنلنډی ژبه چلیږی. ټول زده کوونکی باید سویډنی زده کړی. څوک چې دسویډنی ژبی بری لیک ونلری، دولتی ماموریت به یې په برخه نشی. ورته شرایط په اقلیتی سویډنیانو باندی چی فنلنډی ژبه زده کړی، په لږه اندازه ایښودل شوی دی.
په مالټاکی مالټایی ژبه چی اکثریت پری پوهیږی، ملی ژبه ګڼل شوی ده، او د انګریزی سره غبرګه رسمی ژبه هم ده. په فلپـین کې فلپـینوملی ژبه ده، اود انګریزی سره غبرګه رسمی ژبه هم ده.
په پاکستان کې اردو ژبه چی اته سلنی(۸٪) وګړی پری غږیږی، ملی ژبه ده او لارې چارې باید مینده شي چې اردو رسمي ژبه شي. انګریزی چی په پاکستان کې دسروالې پټې(نخبی) ژبه ده، هلته رسمی ژبه هم ده (د اپریل ۱۹۷۳ اساسي قانون، ۲۵۱ ماده: ا تر ۲ بندونه).په پاکستان او پښتونخوا کې د ژبو د بحث لپاره د دې کتاب اتم فصل ولولئ .دهندپه اساسی قانون یابل کوم قانون کې کومی ملی ژبی ته ګوته نه ده نیول شوی، خوهندي په اساسی قانون کې د هیواد رسمی ژبه ګڼل شوی ده. ایالتونه کولای شی چی یو یا څو ژبی د خپلو ایالتی حکومتی چارو لپاره رسمی معرفی کړی، لکه پنجابی، بنګالی، اردو …. سانسکریت. که د مرکزی حکومت کوم لیک د هند ایالاتو یا سیموته په انګریزی ژبه استول کیږی، باید هندی ژباړه یی ورسره مل شوی وی. دلته وینو چی انګریزی ژبه هم د هند رسمی ژبه ده. د ژبنی سیاست له نظره، فلپین اوهندیو بل ته ورته دی. په فلپین کې هم سیمه ییزو ژبوته اجازه ورکول شوی ده چی په خپلو اړوندوسیمو کې د رسمی ژبوبه څیروکارول شی. دتاجکستان رسمی ژبه تاجکی ده. د ازبکستان رسمی ژبه ازبکی ده، اود حکومت ماموران بایدپه دغه ژبه وپوهیږی. دترکمنستان رسمی ژبه ترکمنی ده. دزیمبابوی رسمی ژبه انګریزی ده. د مالیزیارسمی ژبه بهاسامیلایو ده چی اکثریت پری غږیږی. په کمبودیاکې خمیر قوم ستر اکثریت (۹۲٪) لری او ژبه یی چی خمیر نومیږی، رسمی ژبه ده. د ولسي چین په شان، ماندارین چاینی ژبه د تایوان رسمی ژبه ده.
(۲) ولې ژبني ټکرونه؟
اوولس(۱۷) کلونه وړاندی د زییږکال(۱۹۹۱) پوری په سهیلی ترکیه کې په کُردي ژبه سندری ویل منع شوی وو. شپږکلونه وړاندی په زییږکال(۲۰۰۲) کې هغه پوهیدونکی(محصلین) دپولیس له خواونیول شول چی په پوهنتون کې یی په کردي ژبه دتدریس غوښتنلیکونه دپوهنتون مسولینوته وړاندی کول.
په ولسی چین کې د«تام اوجیری» په نوم تلویژیونی کارتون ډیرمینه وال لرل.
دغه تلویژنی کارتون په جنګي پیشو او موږک راڅرخیده. د ۲۰۰۴ زییز پوری به(تام اوجیری) دولسی چین په سیمه ییزو ژبو(لهجو) غږیدل. خوورپسی مرکزی حکومت په سیمه ییزوژبو(لهجو) کې ذکر شوی کارتونی پروګرام منع کړ. یانی نوریی نه غوښتل چی تلویژنی پروګرامونه دې په لهجوکې خپاره شی. د دې پرځای تلویژنی پروګرامونه دولسی چین په رسمی ژبه یانی ماندارین کې پیل شول. له دی لاری ولسی چین غوښتل چی ماندارین(پوتونګهوا) ژبه د ملی پیژاند د سمبول په څیرپیاوړې کړي اودیوبل سره سیمه ییزی ژبنئ سیالۍ د ملی پیژاند د کلک سمبول په قالب کې ویلې کړي. په ولسی چین کې لهجی له یوبل سره غټ توپیرونه لری. پوتونګهواپه ماندارین لهجه ولاړه ده، او ماندارین دولسی چین په مــرکزبیـجن (پخواني پــیکینګ) کې چلــیږی. یانــی دپایـتـخت لهـجه مــانداریـن رسمــی اتــبــا رلــری.
شپږکلونه وړاندی په زییږکال(۲۰۰۲) کې د سینګاپور حکومت په یوه کمیډي فلمي لړۍ باندی د «اِن سي ـ۱۷» برغولی کیښود، یانی څوک چی اوولس(۱۷) کلن شوی نه وی، د دغی لړۍ فلمونه نشی لیدلی. په دغه کمیدی فلمی لړۍ کې کوم بدڅه نه ووچی ځوانان په اخلاقی لحاظ بی لاری کړای شی. د سینګاپور د حکومت دلیل داوچی په دغه فلمی لړی کې«بدګرامر» کارول شوی و. پورتنی دری بیلګی موږددی پوښتنو سره مخامخ کوی:
الف —ولی دترکیی حکومت ته ارزښت لری چی کومه ژبه دی په پوهنتون کې وکارول شی؟
ب —ولی دسینګارپورحکومت د «بدګرامر» مخه نیسي؟
پ —ولی د ولسي چین حکومت ددی سره علاقه لری چی کارتونی پیشواوموږک (تام او جیری) دې څنګه وغږیږی؟
ددغــو درې واړو پوښــتنو جــواب په یوه ټکـی کـی پروت دی: پیژاند (هویــت)!: «ژبه پیل دی».
(۳) د ژبې معیاري کول:ژب سیاست
دژبومعیاری کولوته ژب سیاست (لنګویج پالیسي) هم ویلی شو. هغه څه چی پاس می ورته په ترکیه، سینګاپور او ولــسی چین کې ګوته ونیوله، د ژب ســیاســت درې بیــلګی ښیــی.
د ژبی معیاری کول یو سیاسی حکومتی ځواب دی چی د ژبی یوی خورامهمی ځانګړتیاته ورکول کیږی: ژبه ولاړه نه ده، بلکی«بدلیږی اواوړی» : د مثال په ډول په ولسی چین کې له ډیرولهجونه دهیواد دپایتخت(بیجینګ) لهجه ماندراین د رسمی ژبی به څیرغوره شوه. ځینوهیوادونود ژبی د معیاری کولولپاره علمی موسسی رامنځته کړی دی چی د ژبوپرمختګ اوبدلون وڅیـړی، لکه دفرانسوی ژبی اکاډمی، دهسپانوی ژبی اکاډمی، په جرمنی ژبوهیوادونوکې د لیکدو د جرګه په اسراییلو کې د عبری ژبی اکاډمی او د عربی ژبی اکاډمی(د عربی ژبی اکاډمی نږدی څلور میاشتی وړاندی د۲۰۰۷ زییږکال په ډسمبرکې پرانیستل شوه)، په شاهی دوره کې پښتو ټولنه په کابل کې، پښتو اکاډمی په پیښورکې، ملـــی کیسواهیلی جرګه په تانزانیاکې، د کیسواهیلی انسټیټوټ په تانزانیاکې… او کویچوا اکاډمی په پیرو کی.
په دی ډول حکومتونه د ژبی د معیاری کولوپریکړی کوی او د ژبی سیاست ټاکی او چلوی. هو، وګړی اوشخصی سکټورهم دیوی ژبی په معیاری کولوکې رول لوبوی. ورځپاڼی، مجلی، خبری اژانسونه، اوبریښنیاییزی خپرونی عموما د مطالبود خپرولولپاره مقررات لری . انګریزی خپروونکی ویلیم کاکسټن دپنځلسمی زیـیـزی پیـړۍ په دوهمه نیمایی کې یوه چاپخونه لرله اودخپل چلوونکی کنټرول له لاری یی د هغه مهال په خپرونوکې خپل اغیزخوندی کړاوپه دی ډول دراتلونکی انګریزی په معیاری کولوکې د مټ خاوندشو. دوه(۲) نورو وګړو ډیرمهم انګریزی سیندونه(قاموسونه= ډیکشنرۍ) راوویستل: ډاکټرسامویل جانسن (۱۷۰۹تر۱۷۸۴) په انګلستان کې، اونواه ویبستر (۱۷۵۸تر۱۸۴۲) په امریکه کې. ویبسترپه امریکایی انګریزی کې داسی املا وکاروله چی په انګلستان کې د مروجی املاسره یی یوڅه توپیرلاره، لکه د (معیاری کول) او(سلوک، چلن) ټکي په امریکایی انګریزی کې. دغه شان ایلیزر بن یهودا (۱۸۵۸تر۱۹۲۲زییز) هغه زړه عبري ژبه راژوندی اونوې (مودرن) کړه چی دوه زره کلنې دوړې پرې پریوتلې وې اوچاپه ورځنی عادی ژوند کې نه کاروله (په دی اکله به وروسته وغږیږم).
وروسته له روغ پام نه سړی وینی چی معیاری کول د ژبنیو نوسانونواو اوښتنود چڼولو اویوشکل کولوعملیی ته ویل کیږی . هغه مهال سړی وینی چی معیاری کول یوډول رسمی(تشریفاتی) ژبه رامنځته کوی. ډیر ځلی خلک فکرکوی چی معیاری(رسمی، تشریفاتی) ژبه دعلمی موسسو، دلیکدود د کتابونو، سیندونو(قاموسونو) اوغټوخپرونوژبه ده. په معیاری ژبه کې نه یواځی دیوه ټکی املایی څیره اهمیت لری، بلکه ګرامری مقررات اود ستورونه هم مهم دی. د مثال په ډول، په یوه جمله کې دوه(۲) منفی کارول بی خونده ویناده: هغه نه غوښتل چی ښوونځی ته لاړنشی. په روغه پښتو(هغه غوښتل چی ښوونځی ته لاړشی).
د ژبی د معیاری کیدلوموخه داده چی ژبه عمومی شی، یانی هرڅوک پری په اسانی سره پوه شی. دلته بایدزیاته کړم چی مسلکی تخصصی ژبی حتماً عمومی ژبی نه دی. معیاری ژبه عموماًپه اداری، کلتوری اواقتصادی مرکزونوکې را پورته کیږی. پښتانه چی کلتوری ملت دی، خوملی دولت نلری، بایددخپلی ژبی دپالنی او معیاری کولولپاره یوه بریـښناییزه جرګه ولری، د بیلګی په ډول (پښتو عمل جرګه)! ددغی جرګی یوه موخه باید داوی چی د پښـتو لغآتونو بریښناییز بانک جوړکړی.
مخکی د زییږکال ۱۹۹۶له انقلاب نه، انګریزی دسومالیی په حکومتی اوتعلیمی اداروکې برلاسی وه اوله دی امله د برلاسی اوچتی پټی ژبه وه چی له نږدی لسوسلنو(۱۰٪) نه جوړه شوی وه. شـپـږدیرش (۳۶) کلونه وړاندی په زییږ کال(۱۹۷۲) کې سومالی په لاتیـن توروکې ددغه هیواد رسمی ژبه شوه. یوڅوکلونه وروسته د(۱۹۷۰) کلونوپه وروستیوکې په سومالی کې کافی مواد برابرشول چی سومالي له پوهنتون نه په ټیټوتعلیمی موسسوکې دزده کړی اوښوونی ژبی ته جګه کړی. عربی په لومړنیواومنځنیوزده کړوکې کارول کیدله. د سومالي ژبې په معیاری کولوکې ګړندی ګامونه پورته شول: ددغی ژبی لیکدود، ویی پانګی (دلغتونوذخیری)، تلفظي نظام، اولاتینی پټۍ (الفبا) ته کلک پام وشو، اوپه(۱۹۷۶) کې لومړی ځل غټ سیندونه(قاموسونه) راووتل. د دی لپاره چی د خپلی رسمی ژبی اړتیاوی پوره کړی، د سومالیې چارپوهانوپه غټه کچه له نوې ویی پانګې(نیولوجیزم) نه کارواخیست. په سـومالیـا کې په ۱۹۹۰کلــــــــونــو کې کورنی جــــــګړی زورومینداو مــــرکزی حـکومت ړنګ شـــــــو، خـــــوبــیا هـــم سومــالي ژبــه د بیــلابیــلوســیمه یـیزو وکمــنیو رســمی ژبه یاملــی ژبه پاتی شوه.
(۴) ژب ســیاســت
ډیر هیوادونه له ژب سیاست نه کار اخلی چی له یولړ ژبو نه عموماً د یوی ځانګړی ژبی په پلویتوب او ملاتړ راڅرخی یا د هغی په کمزورولو او منع کولو کې لګیاوی. د تاریخ په اوږدو کې دولتونو عموماً د یوی ژبی د رسمی کولو لار غوره کړی وه. خو اوس ځينی دولتونه هڅه کوی چی سیمه ییزی ژبی له مړینی نه وساتی.
ژب سیاست هغه څه ته وایی چی حکومت یی د ژبی په اکله کوی: د قانون له لاری، د محکمی د پریکړو له لاری، او د حکومتی مقرراتو له لاری، حکومتونه غواړی چی د ژبی استعمال وټاکی، د ملی اړتیاو د پوره کولو لپاره د ژبی په زده کولوکې اسانتیا راولی، یا د اقلیتی ژبوپه ساتنه کې اغیزمن شی.
اوس د ژبنی اوکلتوری تنوع ساتنه پوهانو، لیکوالانو، واګیالانو(سیاستمدارانو)، او د اقلیتی ټولنومشرانوته اهمیت لری. اټکل داسې دی چی په یوویشتمه(۲۱) پـیړۍ کې به دشپږزره ژبونیمایی برخه د مړینی دخطرسره مخامخ شی. دیوی ژبی په خوبیالي کیدا اومړینه کې ډیرلاملونه کواند رول لوبوی. د محلی ژبی د ویونکود شمــیر کچه، ددولت په رسمی راشه درشه کې دهغی استعمال، دهغی دویونکو جغرافیایی تیتوالی، اودهغی دویونکوټولنیز– اقتصادي وزن. ملي ژب سیاست یا دغه شرایط مهارولی شی، یادهغوی اغیزمنتوب پـړسولی شی اودیوی ژبی د مړینی عملیه ګړندی کولای شی. دژب سیاست طریقی په لاندنیوغټو رده بندیو (کټیګوری) راڅرخی:
۱ – د ادغام پالیسی په هغو حکومتی اقدامونوولاړه وی چی دیوی ژبی یاژبود ادغام اوورکیدلوعملیه ګړندی کړی اوپه دی ډول یوه مسلطه ژبه رامنځته کړی. د ادغام سیاست په پاکستان، اندونیزیا، سوریه، عراق، ایران ….اواوسنی نیول شوي افغانستان کې لیدل کیږی. د امریکی د ښکیلاک لاندی افغانستان کې«کابل د مشهد په شان» دی.
۲ – د نه مداخلې سیاست ژبی خپل منځه«حسن تفاهم» ته پریږدی. خوپه واقعیت کې دغه ډول حسن تفاهم یوې برلاسې(مسلطی) ژبی ته لاراواروی چی نوری ژبی سوکه سوکه وخوری اوپه مسلطه ژبه کې یې جذب کړی. بیلګی یی په انګولا، جرمنی، برتانیه، سعودی عربستان، سینیګال، بنګلادیش… اوجاپان کې لیدل کیږی
۳ – د متمایز کولو او توپیر منلو سیاست دیوې ژبی په ځانګړي قانونی مقام را تاویږی. دلته اکثریت ټول ژبنی حقوق لری. اودلږه کیانو(اقلیتونو) په ژبوهم لږو ډیرد حفاظت اوحمایت وزرونه غوړیدلی وی. بیلګی یی د امریکې په کلیفورنیاایالت، ولسی چین، اروپایی جرګه، ګواتیمالا،…. اود کاناډاپه اونتاریو او کوبیک ایالتونو کې لیدل کیږی.
۴ – د رسمي ژبې د تشویقولو او ارزښتمند کولو سیاست په دی فکر ولاړ دی چی د یوې ژبې سره دې مینه او ناز ولتیا وښودل شی. دا ډول سیاست په یو ژبتیا را څرخی. کله د یو هیواد ملي ژبې ته د رسمی مقام پټکی ور پرسر کیږي، او کله په استعماری ژبه دغه ډول پیرزوینه کیږی. دلته کله ناکله د اقلیتی ژبو حفاظت ته هم پاملرنه کیږی. کله ناکله داسی پیښیږی چی رسمی ژبه د ملت د اکثریت لومړئ ژبه وی. بیلګی یی دادی: فرانسه، الجزایر، برازیل، مراکش، شمالی کوریا، اسراییل، ایټالیه، ایران؟، مصر، کمبودیا، ټونس، لبنان، هند…اوویټنام. په افریقاکې انګریزی په شپاړس(۱۶) هیوادونو کې، فرانسوی په اووه لس(۱۷) هیوادونو کې، پرتګالی په پنځه هیوادونو کې، او هسپانوی په یوه هیواد کې رسمی مقامونه لری. عربی او فرانسوی په غبرګ ډول د ټونس، مراکش او موریتانیا رسمی ژبی دی. وګورئ برېښناییزه چینه:
د یوی ژبی په تعمیم(عمومی کیدلو) کې یوڅو عملیاتی ساحې غټ رول لوبوی: رسمی ژبه، ملی ژبه، د تدریس ژبه، تعلیمی ژبه، مطبوعاتی ژبه، تجارتی ژبه… اودینی ژبه. د یهودانود ژبې(عبري) په ساتلو کې یهودی دین ستررول لوبولی دی. د سانسکریټ په ساتلوکې هندویت ستررول لوبولی دی، او د عربی په ساتلوکې اسلام ستررول لوبولی دی. دژب سیاست لپاره دوه هیوادونه بیلګه کوم: سینګاپور او اسراییل.
لومړی مثال – سینګاپور
په سینګاپور کې ژب سیاست په ښایسته ښه کچه په اغیزمن ډول اداره کیږی. په جنوب ختیزه اسیا کې سینګاپور یو کوچنی ښاری دولت دی چی څلور(۴) رسمی ژبی لری: انګریزی، مَلې ، ماندارین، او تمیل. مَلې په عین حال کې ملی ژبه هم ده. هره ژبه په بیلی بیلی ژبنئ کورنۍ پوری تړلی ده. په سینګاپور کې ژب سیاست کوم هدفونه لری؟ هلته ژب سیاست په دی موخو راڅرخی:
۱ – په یوکوچنی دولت کې چی نه طبیعی منابع لری او نه له ساحل نه شاته زمکه لری، ژب سیاست باید ګړندئ اقتصادي ودې ته زمینه برابره کړی.
۲ – ژب سیاست باید په یوه غیر متجانسه ټولنه کې د پوهاوی را