ژبه څه شی ده؟
ژبه څه ته وايي؟
ژبه برسېره چي دعلومو مور ده؛ د یوه ملت، د یوې ټولني؛ دیوه کام؛دیوې پرګنې اوهېواد دکلتور،دود،رواج، راکړه ورکړه اوپخپلوکي اړ کې اود ورځني اړتیاوو لپاره یوه بې ساري وسیله ده.په ژبه کي دیوه قام او ټولني ټوله وګړي که لوی دی که وړوکی؛که خوار دی که بډا؛که ښځه ده که نر؛لوستی دی که نالوستی،خو که هرڅوک دی،چي په دغه کام اوپرګنې پوري تړلی وي او په دغي ژبي ګړیږي او په ګړدودئې خبري کوي حق لري،چي په دغي ژبي باندي څه ووایي.