چپک سړی – ټوکې ټکالې
چپک سړی :
په یوه کوڅه کی يو سړی په سترګو چپک وو . نورو دوونفرو پر دا چپک خبری کولی . يوه ویل دا سړی چپک دی او هغه بل ویل چپک نه دی . اخیر يی شرط سره وتړی . د شپی دوی بجی یی څراغ واخیست او د هغه سړی کور ته ورغله او دروازه یی ور وټکول . کوم وخت چه هغه چپک دروازه ورته خلاصه کړه دا دوو نفرو ورته وویل : ډیره بخښنه غواړو چی پدا نیمه شپه مو له خوبه راويښ کړی . خو موږ دواړو شرط تړلی دی . دا زما انديوال وایی ته چپک يی او زه وایم ته چپک نه يی نو اوس موږ ستا څخه پوښتنه کوو چه په موږ کی د کوم یوه خبره درسته ده ؟ دا چپک سړی په قهر شو او ویی ویل : شرمیږی نه په دا نیمه شپه څلور نفره رارهی سوی یاست او دوه څراغان مو را اخيستی دی او زه مو له خوبه راويښ کړم . دا سړی چه دا خبره وکړه ، نفر پوه شوه چیدا سړی چپک دی ، ځکه دوه نفره يی څلور ولیده او يو څراغ يی دوه.
عکس اخيستل:
وایی یو سړی پر خره سپورسو او عکس واخیست . عکس يی وکورته ته خپلی مور ته واستاوه . دده مور چه وعکس ته وکتل ، زوی ته يی لیک ولیکی او په ليک کی یی پوښتنه تری وکړه چی په دا عکس کی کوم يو یی ته يی .
د خرو خرڅول:
یوه اطرافی سړی دوه خره د خر څیدو لپاره ښار ته بوتله . ټوله ورځ يی تيره کړه مګر خره خرڅ نه شوه. ماښام چه کورته تلی نو یو د کان ته و ننوت چی د کور لپاره سودا واخلی . د کان د صرافی وو اود پیسو رانیول او خر څول يی کول. دا سړی چی په د کان کی یی غیر له پیسو بل څه و نه ليدل . دد کاندار نه یی پوښتنه وکړه چه ته دلته څه شی خرڅوی. د کاندار پوه شو چی داسړی اطرافی دی ، په جواب کی يی ورته وویل : زه دلته خره خرڅوم . سړی چه دا خبره واوریده نو یی د کاندار ته په خوشحالی وویل : وروره دا زما خره هم راخرڅ کړه .