
څیړنه: انټي بایوټیک (antibiotics) زیات استعمال مو د شکر په ناروغۍ اخته کوي
روغتیايي څیړونکو د یوې څیړنې په نتیجه کې ویلي چې د انټي بایوټیک (antibiotics) درمل زیات استعمال انسان د شکر په ناروغۍ اخته کولی شي.
دا لومړۍ ځل دی چې د نړۍ روغتیايي کارپوهانو د انټي بایوټیک درملو استعمال یوه مهمه مسئله ګڼي او څیړنې هم ثابته کړې چې د دغو درملو استعمال انسان د شکر په ناروغۍ اخته کوي.
د روغتیا اړوند نړیواله مجله یورپین جرنل اف انډوکرینالوجي کې خپور شوی راپور او څیړنې پر بنسټ څیړونکو له ۲۰۰۰ څخه زیات د شکر ناروغان څیړلي.
د څیړنو په نتیجه کې ثابته شوې چې د انټي بایوټیک له اندازې څخه زیات استعمال د انسان په بدن کې د شته میکروبونو دفاعي وړتیا پیاوړی کوي.
د انسان فضله مواد ۵۰ سلنه له هغو میکروبونو څخه جوړ دی کوم چې د کولمو څخه خارجیږي. د انټی بایوټیک درملو استعمال د دغو میکربونو بڼه بدلوي کوم چې د دوهمې درجې شکر لامل ګرځي.