څه چې کرې هغه به ریبې!

یوه شپه یوه مور له خپلو بچیانو سره ناسته وه او د هر بچی سره یې د مکتب درسونه تکرارول چا ته یې کورنۍ وظیفه ښودله او چا سره یی سبق تکراروه، یو څلور کلن بچی یی څنګ ته ورغئ مور یی هڅه وکړه ترڅو چې ماشوم یې خویندې او وروڼه له درس نه ونه باسي، نو نوموړی ماشوم ته یې یوه د رسم کتابچه او قلم ورکړل ماشوم هم په خپل کار باندې مصروف شو.

د ماشومانو مور چې کله له خپلو بچیانو سره درس ته ادامه ورکړه ناڅاپه یې سپین ږیری خسر ( د خاوند پلار) ذهن ته ورغی چې د کور له حویلۍ نه بهر په یو کوټه کې یوازې اوسیده، او له ځان سره یی وویل چې خسر ته خو مې ډوډی هم نه ده تیاره کړې اوس به وږی شوی وی او یا به یې بل شی ته ضرورت وي باید چې ورشم ځکه چی نوموړی ډیر ضعیف دی خپل خدمت خپله نشی کولئ.

مور جګه شوه او د خسر لپاره یې د ډوډی انتظام وکړ او نور د ضرورت وړ شیان یې ورته برابر کړل او بیرته خپلو بچیانو ته راوګرځیده او له خپلو بچیانو سره یې درس ته ادامه ورکړه، ناڅاپه یې خپل وړوکی زوی ته پام شو چې ډیره عجیبه نقشه یې د کاغذ پر مخ جوړه کړې ده، له خپل زوی نه یې په ډیره مینه پوښتنه وکړه.

زما ګرانه زویه! دا د څه رسم کړی دی؟

زوی ورته مسکئ شو او بیا یی ورته وویل دا زما کور دی کله چې لوی شم او واده وکړم بیا به پدغه کور کې اوسیږم.

مور یی چې د زوی نه دا خبرې واوریدې ډیره خوشاله شوه او بیا یی نقشې ته وکتل چې په هره کوټه کې یې نښې کړې دي یوازې یوه کوټه چې د کور نه بهر وه خالي پاتې ده، بیا یې له خپل ګران زوی نه پوښتنه وکړه چې دا د کور نه بهر څه دي؟

زوی یی شروع وکړه او ټوله نقشه یې ورته شرحه کړه، دا آشپزخانه ده او دا د مهمانخانه ده، او دا زما کوټه ده او دا مې د بچیانو کوټه ده، او د کور نه بهر چې کومه کوټه ده دا مې ستا لپاره انتخاب کړې ده، کله چې ته بوډۍ شې نو بیا به زما د نیکه په شان د کور نه بهر پدغه کوټه کې یوازې ژوند کوې.

مور یې چې د زوی خبرې واوریدې هکه حیرانه شوه او بیا یې ورته وویل: آیا زه به پدغه کوټه کې یوازې ژوند کوم؟! او دا حق به نه لرم چې د خپل زړه له ټوټو (بچیانو) سره خبرې وکړم او یو ځای ورسره واوسیږم؟! دلته خو به زما یوازې زړه وچوي او ډیره به خفه وم.

زوی یی ورته وویل: زما نیکه هم ستا په شان بچیان درلودل مګر نن ټول ورنه جدا شوي دي یوازې د کور نه بهر ژوند کوي.

مور یې په ژړا شوه او په منډه سره لاړه خپل خسر یې کور ته د ننه راوست او له ټولو نه یې ښه کوټه کې ځای ورته برابر کړ او خدمت ته یې جدي پاملرنه کوله، کله چې د ښځې خاوند له وظیفې نه کور ته راغئ ګوری چی پلار یې خپله کوټه کې نشته بلکې د کور دننه یوه کوټه کې پروت دی، نو له خپلې ښځې نه یې پوښتنه وکړه چې دا ولې دلته راغلئ دی؟

ښځې یې ورته وویل: دا مې ځکه کور ته دننه راوست چې یوه ورځ به زه او ته هم ستا د پلار په شان ضعیفه او بوډاګان شو بیا به مو خپل بچیان کور کې نه پریږدي ستا د پلار په شان به مو له کور نه بهر یوه کوټه کې اچوي او ستا کشری زوی زما دغه خبرې ته پام ور وګرځاوه.

خاوند چې کله د ښځې خبرې واوریدې نو ډیر خوښ شو او له خپل وړوکی زوی څخه یې ډیره مننه وکړه چې خپل پلار او مور ته یې یو لوی درس ورکړ، لدې وروسته به ښځې او خاوند له خپل پلار سره ډیره نرمه لهجه کاروله او د نوموړی خدمت به یې په ډیره ښه توګه ترسره کاوه.

عبرت: د مور او پلار سره نیکي او بدي دواړه یوه کیسه ده چې ته یې خپله لیکې او ستا بچیان یې بیا تا ته روایت کوي، که د مور او پلار خدمت وکړې نو یقینا چې ستا بچیان به ستا خدمت وکړي او که د مور او پلار سره بده رویه غوره کړې نو بیشکه چې ته به هم د خپلو بچیانو له لاسه د مرګ تر ورځې پورې کړیږې، نو همدا اوس نه بیدار اوسه که د ځان لپاره ښه غواړې نو له مور او پلار سره ښه رویه کوه او که بد غواړې نو بیا بده رویه ورسره کوه، او دا خبره غوږ کې ونیسه څه چې کرې هغه به ریبې.

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ