څنګه نيالګي (ونه) کیښنوو؟

1. لمړی باید پوه شئ چې کوم ډول میوه لرونکي ونه ، نوعه ، ستاسو د سیمې لپاره ترټولو مناسبه میوه او نوعه ده.
2. انتخاب شوې نوعې توافق د اقلیمی شرایطو، خاورې د ډول ، ګل ورکول، بار نیول او د ناروغیو او افتونو سره مقاومت په پام کې ونیول شي.
3. نيالګي له باوري کسانو ، باوري ځایونو او شناخته وو څخه رانیسی.
4. خپل باغ ته په ناروغیو او آفتونو باندې د ککړو نیالګیو د راوړلو څخه مخنیوی وکړئ.
5. د زیاتی بریا په خاطر یو کلن او دوه کلن پیوندی او تصدیقي نیالګي انتخاب کړئ.
6. د باغ نقشه او طرحه لمړی د ځمکی پرمخ پلی او وروسته د نیالګیو د کښینولو ځایونه په نښه او علامت ګذاری کړی.
7. نیالګی په مربع او مستطیل شکل او په میلان لرونکو ځمکو کی د تراس په خطونو کښینوی.
8. د ونو او قطارونو ترمینځ حتما معیاری فاصلی په پام کی ونیسی.
9. د ونو او خاوری د نوعو په پام کی نیولو سره غوچی د 50 – 100 سانتی مترو په قطر او د 60 – 100 سانتی مترو په ژوروالی سره وباسی.

ونه

10. د غوچو یا کندو د ایستلو په وخت کی د ځمکی د سر خاوره د یوه بیل په ژوروالی سره یوی خواته اولاندینی خاوره بلی خواته واچوی.
11. پام مو وی چی د نیالګیو د انتقال په وخت کی د نیالګیو ریښی باید د ازادی هوا په وړاندی قرارونه نیسی او نه هم باید زیان ووینی.
12. د نیالګی د کښینولو څخه د مخه د هغوی ماتی شوی ، زخمی او زیانمنی شوی ریښی د قیچی په وسیله قطع کړی.
13. په ناروغیو باندی د نیالګیو د ریښو د ککړیدو د مخنیوی لپاره ، د نیالګیو ریښی په لاندی محلول کی غوټه ، تعقیم او وروسته کښینوی:
• بینومیل یا بل فنګس وژونکی 300 ګرامه
• مټینه خاوره 10 کیلوګرامه
• ورسته شوی حیوانی سره 10 کیلوګرامه
• اوبه 100 لیتره
14. د غوچی د سربیرنی راایستل شوی خاوری سره د هغی د حجم په اندازه ورسته شوی حیوانی سره ګده کړی او د غوچی لاندی برخی ته یی ورواچوی.
15. نیالګی په غوچه کی په مستقیم ډول داسی ځای پرځای کړی چی دپیوند برخه یی هیځ کله هم ترخاورو لاندی نشی او د پیوند اړخ یی د باد په طرف وی.
16. غوچه د خاوری څخه ډګه کړی اودپښو په وسیله یی تخته کړی ترڅو د ریښو په ساحه کی خالی ځای پاتی نشی او موجوده هوایی راووزی.
17. کښینول شوی نیالګی پرته له ځند څخه آبیاری کړی او په مناسب لوړوالی سره یی سرپری کړی.
18. نوی کښینول شوی نیالګی باید د یوی تکیه سره د تړل شی ترڅو د باد په وسیله د هغوی د ټکان او کږیدو څخه یی مخنیوی وشی.
19. د ژوونکو حیواناتو په وسیله د نیالګیو د تنو د ژولو د مخنیوی لپاره حتما د هغوی شاوخواد د یوه ارزانه ، مناسب ساتونکی په وسیله لکه کارټن یا پلاستیکی جالی وپوښی ترڅو د ژونکو حیواناتو د زیان څخه خوندی پاتی شی.
20. غوره داده چی په لمړیو څو کالونو کی د ونو تنی د لمر په سیله د سوزیدو او پوست اچولو څخه د ساتنی په خاطر په سپین پلاستیکی رنګ رنګ کړی.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب