څنګه مې له خپل دين کرکه پیدا شوه؟ -هدایت شوي

د اسلامي دعوت لارښود:  محمد جون د خپل  اسلام   راوړلو كيسه كوي
نوموړی وايي : زه په (۱۹۳۰)م كال په لندن كي وزېږيدم ، عيسوي پروتستان را لوى شوم… دخپل ژوند په دوهمه لسيزه كي وم چي دداسي ستونځو سره مخ شوم چي هر هوښيار ځوان ورسره مخ كيږي ، په دي انديښنه كي وم چي څه ډول كولاى شم د خپل ژوند او زما ددين تر منځ تړاو ومومم؟ په همدي سره مي  دخپل دين نيګمړتيا ته پام شو، په سوچونو  شوم چي دا څه ډول دين دی چي يوازي د يكشنبې تر ورځي محدود پاته دی؟ او دا چي ولې كليسا د انګلستان د خلكو دستونځو، فقر،محروميت، ټولنيز بد حالت په مهال دخلكو سره د مرستي په تكل هيڅ  هڅه هم ونه كړه؟  نو ورو ورو مي په خپل دين باور كمزوری شو، او كمونېزم ته مي مخه كړه خو د كمونزم تګلاره هم دومره ځواكمنه نه وه چي ما غوندي عاطفي،و مراحق ځوان ته  په اسانۍ قناعت راكړي  د كمونزم دمادي  بنسټونو دڅيړلواو مطالعي په مهال مي د فلسفي او  اديانومطالعي ته مخه شوه ..
سره ددي چي موږ غربيانو ته داسلام دين نا آشنا نه ؤ ځكه موږ د صليبي جګړو له مهاله بيا تر اوسه د اسلام سره بلد يو ، خوداسلام په اړوند قصدى غفلت،قصدي تحريف او داسلام د حقيقتونو څخه قصدي انكار زه له دي دين څخه ليري ساتلی وم.
وروسته مي په استراليا كي  داوسيدنې په مهال د سډني  دعامه  كتابتون څخه د قرآنكريم يوه نسخه ترلاسه كړه ،خو كله مي چي د ژباړوني سريزه ولوسته، د اسلام په خلاف يي تعصب او كينه راته له ورايه ښكاره شوه،نو مي كتاب په همغه ځاي بند كړ.
دداسي كتاب په لټه كي شوم چي ژباړونكی يې مسلمان وي ، خو هلته مي ونه مونده.څو اونۍ وروسته د استراليا په بل ښار بيرث كي مي د هغه ښار په عامه كتابتون كي په دي شرط  دقرانكريم نسخه واخيسته چي ژباړونكی به يې مسلمان وي،كله مي چي يوازي د لومړي سورت فاتحى اووه  آيتونه ولوستل  نو دومره اغيزه يي را باندي  وكړه چي زه يي په ژبه تعبير نشم كولاى.
وروسته مي د رسول اكرم ص په مطالعه په كتابتون كي څو ساعتونه تير كړل، په همدي سره زما دزړه ډاد اوسكون
حاصل شو ، او سره ددي چي   زه دكوم مسلمان سره مخ شوی هم نه وم خو زما زړه ته اسلام لاره موندلي وه. سهار چي كله را پاڅيدم په چورتونو كي ډوب روان شوم ، په لاره  مي ناڅاپه په يوه سره ودانۍ سترګي ولګيدي چي پري ليكلي ؤد( دمسلمانانو مسجد) نو  مي  د ځان سره وويل : كه چيري حق ته رسيدلی  وې نوسمدلاسه بايد په هغه عمل و كړي نو په جومات كي مي اعلان وكړ چي لااله الا الله محمد رسول الله په همدي سره د الله په فضل مسلمان شوم.
 ژباړه : محمد شفيق جاويد
Atomic Habits
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب