څرنګه کولای شو ځان خوشحاله وساتو؟

د ځان د خوشحاله ساتلو لپاره ځیني لارې چاري په لاندې ډول دي:

۱: د امریکا د یېل پوهنتون د دماغي زده کړو او روانپوهنې پروفیسوره لوری سانتوس وایي: خوشحالي داسي څه نه ده چې پخپله کېږي، بلکې که موږ یې تمرین وکړو نو دایې ښه لاره ده.

دا وایي: ساینس ثابته کړې چې د ځان خوشحالول یو ډول خوارۍ ته اړتیا لري دا اسانه کار نه دی، وخت غواړي نو غوړه لاره یې تمرین دی.

۲: ښه خوب انسان خوشحالوي: که تاسو هڅه وکړئ د یوې اوونۍ لپاره هره شپه ۸ ساعته خوب وکړئ دا به مو خوشاله وساتي. ځکه دا نه یوازي ستاسي ستړیا لمنځه وړي بلکې تاسو بېرته تازه او ځواکمن ساتي.

۳: ژور سوچ: لس دقیقې یوازې او په سوچ کې تېرول ډېره ګټه لري نه دا چې ټوله ورځ په سوچ او خفګان تېره سي د فکر او سوچ لپاره باید یو ځانګړئ وخت وټاکو، نو کله چې تاسي دا لس دقیقې سوچ کوی سترګي پټي کړئ او ژوره ساه واخلئ نو تاسي به ډېر ارام کړي.

۴: تل مثبت فکر وکړئ: مثبت فکر تاسي له غم او خفګان څخه ژغوري او همدا فکر تاسو ته مثبته انرژي درکوي تر څو تاسي تل خوشاله اوسئ.

۵: له کورنۍ او ملګرو سره وخت تېر کړئ: تل د هغه خلکو سره وخت ډېر تېر کړئ کوم چې ډېر درباندې ګران وي. څېړنې ښیي چې هغه خلک چې له کورنۍ او ملګرو سره ډېر وخت تېروي د یوازې خلکو په پرتله خوښ وي او د خوښۍ هورمون هم ډېروي.

۶: هڅه وکړئ چې په اوس کې ژوند وکړئ: نه دا چې د پخوا په هکله په سوچونو کې ډوب واوسئ او یا هم د راتلونکې په هکله فکر وکړئ نو فقد یوازې د اوس په هکله سوچ وکړئ.

۷: مجازي نړۍ څخه ځان لري کړئ: په مجازي نړۍ کې اوسېدل کېدای شي موږ ته د خوښۍ ناسم احساس راکړي، نو که غواړئ چې په ژوند کې په ریښتني ډول خوشاله واوسئ نو له ټولنیزو رسنیو ځان لرې وساتئ او خلکو سره مخامخ وخت تېر کړئ.

۸: د نورو په هکله فکر کول پرېږدئ ددې پر ځای چې نورو په هکله فکر کوی ځان په اړه فکر وکړئ. ځکه دا کار ستاسي فکر ګډوډوي.

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب