
څرنګه پر ځان باور زیات کړو؟
پر خپل نفس باور کول تاسې لوړ موقف ته رسوي. په پرمختللو هېوادونو کې د ګوتو په شمېر خلک شته چې پر ځان باور ته زړه نه ښه کوي، خو ډېری یې بیا پر خپلو وړتیاوو ویاړي. دا چې پر ځان څنګه باور زیات کړو؟ موږ یې لارې چارې درښیو. تاسې به ځان ته هره ورځ دغه ۲۰ جملې بیا بیا لولئ او د عمل جامه به ورواغوندئ؛ بیا به پر خپل ځان ډېر باور ترلاسه کوئ.
۱- زه ښه (مینهناک) انسان یم.
۲- زه د ښې پرېکړې خاوند یم.
۳- زه له خپلو وړتیاوو سره مینه لرم او ویاړم پرې.
۴- زه له هر ډول حالاتو سره مبارزه کولای شم او ترې شاته نه ګرځم.
۵- زه به هڅه کوم څو هغه خوبونه چې ما لیدلي، ریښتیا یې کړم (لاس پکار کېږم).
۶- زه ریښتینی او وړ شخص یم.
۷- زه یو رهبر یم.
۸- زه د وخت سره سم او د مثبت بدلون فکر کوم.
۹- زه د احترام یوه بېلګه یم او د هر چا عزت خپل عزت بولم.
۱۰- زما څېره (شخصیت) غښتلی دی.
۱۱- پرته له ناکامۍ بریاوې نه ترلاسه کېږي، نو ځکه ناکامیو ته ښه راغلاست وایم.
۱۲- زه ښه احساس او منطق لرم.
۱۳- زه پر ځان شکمن نه یم او هر څه خپله کولای شم.
۱۴- څه چې ترلاسه کوم، خوښي پرې کوم؛ که هغه د یوې خُرما په اندازه لاسته راوړنه وي.
۱۵- مخته مې چې خنډونه او ستونزې پېدا شي، نو د حل لاره ورته پېدا کوم.
۱۶- زه بریاوو ته ښه راغلاست وایم او ډاډ ترې اخلم.
۱۷- زه ډار نه کوم او زړور یم.
۱۸- زه چې له هر ډول چلنجونو سره مخ شم، نو په مُسکا ورسره مخ ته ځم.
۱۹- زه توقف نه کوم او خپلو چارو ته به دوام ورکوم.
۲۰- زه یو خادم شخصیت یم.