ځواني دې په څه کې تېره کړه؟

مسلمان ځوان اود وخت ارزښت

وخت په اسلام کې د مؤمن له پاره زيات ارزښت او اهميت لري او الله تعالى د قرﺁن کريم په ګڼ شمېر ﺁيتونو کې په وخت باندې قسم ياد کړى دى فرمايي:
(والعصر إن الإنسان لفي خسر.)
يانې ((زما دي قسم په مازديګر او يا په زمانه باندي وي چې انسان په نقصان کې دى.))
(والفجر وليال عشر.)
يانې ((زما دي قسم په سهار او لسو شپو باندې وي.))

نور هم د قرﺁن کريم په بېلا-بېلو ځايونو کې داسې ﺁيتونه راغلي دي چې هغه موږ ته د وخت اهميت راښيي او دې ته مو متوجه کوي چې له وخت څخه د الله تعالى په طاعت او عبادت کې بايد ګټه واخېستله شي او په دې هکله له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه هم زيات حديثونو را نقل شوي دي چې هغه د مسلمان ځوان او عام له پاره د وخت بيه لوړه وي، له معاذ بن جبل رضي الله تعالى عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل:
(لاتزول قدما العبد يوم القيامة حتى يسأل عن أربع عن عمره فيم أفناه و عن شبابه فيم أبلاه و عن ماله من أين اکتسبه و فيم أنفقه و عن عمله مأذا عمل به)[أبي يعلى والدارمي].

يعنې ((له معاذ بن جبل رضي الله تعالى عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم و فرمايل: ((د بنده پښې به د قيامت په ورځ تر هغه وخته له خپل ځاى څخه ونه خوځيزي تر څو د څلورو شيانو پوښتنه ور څخه و نه شي، د ژوند پوښتنه چې په څه کې يې تېر کړ، او د ځوانۍ پوښتنه چې په څه شي کې يې زړه کړه، او د شتمنۍ پوښتنه چې په څه شکل يې لاس ته راوړه او په څه شي کې يې مصرف کړه او د علم پوښتنه چې کوم عمل يې په کې تر سره کړ.

عبد الله بن عباس رضي الله تعالى عنهما فرمايي:

(نعمتان مغبون فيهما کثير من الناس: الصحة و الفراغ)[البخاري].
يانې (( دوه تعمتونه دي چې زيات خلګ ور څخه غافل دي چې هغه روغتيا او (فراغت) بېکاري ده.))
انس رضي الله تعالى عنه روايت کوي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل:
(إن الساعة وبيد أحدکم فسيله فإن استطاع أن لا يقوم حتى يغرسها فليعمل)[مسند أحمد].
يانې ((که قيامت برپا کيږي او په تاسو کې د يوه چا په لاس کې د خرما د ونې يو بُزغلې وي او پوهيږي چې دومره وخت لري چې هغه وکرلاى شي نو ضرور دي يې وکري.))

په خاص ډول ځوانان چې د ټولنې د ملا د تير حيثيت لري
دا حديثونه او نور حديثونه موږ ته دا راښيي چې وخت زيات ارزښت لري او مسلمان-په خاص ډول ځوانان چې د ټولنې د ملا د تير حيثيت لري-له هغه څخه د دينوي او اخروي چارو له پاره ور څخه استفاده وکړي او بېځايه يې ضايع نه کړي او داسې کارونه په کې سر ته ورسوي چې هغه ده ته په دنيا او يا په اخرت کې ګټه ورسوي، ځکه وخت چې يو ځلې له لاسه ووزي بېرته په لاس نه راځي.
عبدالله بن مسعود رضي الله تعالى عنه فرمايي:
(إني لأمقت الرجل أن أراه فارغا ليس في شي من عمل الدنيا ولا عمل الاخرة)[مسند أبي شيبة].
يانې ((زما هغه سړي ته زياته غصه راځي چې بېکاره يې وينم او په يوه داسې کار کې بوخت نه وي چې هغه په دنيا او يا په اخرت کې ګټه ورته رسوي.))
ابو ذر الغفاري رضي الله تعالى عنه يوه ورځ د کعبې مخي ته ودرېدلواو خپلو ملګريو ته يې وويل:
(أليس إذا أراد أحدکم سفرا يستعد له بزاد؟ قالوا: نعم، قال: فسفرالاخرة أبعد مما تسافرون! فقالوا: دلنا على زاده؟ فقال: حجوا حجة لعظائم الأمور، وصلوا رکعتين في ظلمة الليل لوحشة القبور، وصوموا يوما شديد الحر لطول يوم النشور)[صفة الصفوة].
يانې ((ﺁيا تاسو چې کله د يوه سفر اراده وکړئ تياري نه ورته نيسئ؟ هغوى ورته وويل چې هو تياري ورته نيسو، هغه ورته وويل: چر د اخرت سفر د دنيا تر سفرونو زيات اوږد دى، هغوى ورته وويل: چې څورى يې راته وښيه، هغه ورته وويل د لويو نېکو کارونو پخې ارادې وکړئ، او د قبر د تنهايي له پاره د شپې په تيارو کې دوه رکعته لمونځونه وکړئ، او په سخته تودوخي کې د حشر د اوږدې ورځې له پاره روژې ونيسئ، دا د اخرت د سفر تياري ده.))

نور هم د وخت د ارزښت په هکله زيات اثار رانقل شوي دي چې ټول يې په دې ټېنګار کوي چې موږ بايد د خپل وخت قدر وساتو او ګټه ور څخه واخلو او خپل ټول ژوند د هغو کارونو له پاره ځانګړى کړو کوم چې د الله تعالى رضا په کې وي او په هغو کارونو کې يې ونه کاروو کوم چې به يې د قيامت په ورځ په کولو خواشيني کوو مخکې له دې څخه چې د وخت دروازه تړل شي.

ډېر کلونه په وصال او خوشحالي کې تېر شول دومره لنډ ښکاريدل لکه يو څو ورځې چې وې خو چې کله تېر شول او د فراق ورځې راغلې د فراق ورځې دومره اوږدې وې چې هره ورځ يې لکه کال دومره وه، او بيا دا کلونه او د هغه وخت انسانان هم تېر شول او دا هر څه داسې ښکاريدل لکه صرف خوبونه چې وو.

ځکه خو مسلمان ځوان او عام بايد خپل وخت په هغو کارونو کې وکاروي کوم چې ګټه يې ده ته او مسلماني ټولنې ته ورسيږي او اسلامي امت داسې افرادو ته زياته اړتيا لري څوک چې وخت په قدر پوهيږي او په خپل ژوند کې ګټه ور څخه اخلي.

ليکنه: ع-ن-مرستيال کندهار

د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب