ځوانان بايد احسان و پيژني

زموږ ځوانان که احسان پيژندونکي وي او د شيطان لاره چې د تکبر او غرور لاره ده تعقيب نه کړي، او د الله جل جلاله د بندګانو د خير لپاره کار وکړي هغه وخت به دوى خپل هغه مسئوليت چې د خليفه نوم ورته ورکول شوى ادا کړى وي او د خداى جل جلاله په مخ کې به د اخيرت په ورځ سر لوړي وي.
لومړى په دې خبر حتمي سوچ او فکر کول پکار دي چې الله جل جلاله له موږ سره تر ټولو ستر احسان دا کړى چې موږ يي انسانان پيدا کړي يو، الله جل جلاله ته دا هيڅ ګران کار نه و چې له موږ څخه يي حيوانان يا کوم بل قوم جوړ کړى واى، ولي الله جل جلاله غوښتل چې موږ (انسانان) د ځمکې خليفه ګان وګرځوي او د دنيا ټول نعمتونه يي موږ ته مهيا کړل.د دې لپاره چې آيا رښتيا هم موږ د ځمکې خليفه ګان ګرځول شوي يو د قران کريم د البقرې سورت ٣٠ م ايت تر هر څه غوره قنعت ورکونکى دى هلته چې الله جل جلاله فرماي (وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلاَئِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً) ژباړه: هغه وخت در په زړه که چې کله ستا رب پرښتو ته ويلي وو چې “زه په ځمکه کې د يو خليفه پيدا کوونکى يم” يعني مخکې له دې څخه چې ادم عليه السلام پيدا شي الله جل جلاله خپلو ملايکو ته ويلي وو چې زه غواړم د ځمکې پر سره يو خليفه يعني (انسان) پيدا کړم.

بل تر ټولو ستر احسان دا دى چې الحمد لله موږ يي مسلمانان پيدا کړي يو، اسلام هغه ستر احسان دى چې موږ يي د هر بل څيز له عبادت څخه را ګرځولي يو، او د داسې ذات عبادت ته مو رابولي چې هغه ذات زموږ ټولو انسانانو، ځمکې، اسمان، د اوبو، حوا او د نورو ټولو حشراتو خالق دى، هغه الله جل جلاله رازق دى، کريم دى، رحمان دى، رحيم دى، غفور دى…

دا الهي نعمت يعني اسلام موږ ورورولۍ يا اخوت ته را بولي، په اخوت سره موږ بې شمېره ښېګڼې تر لاسه کوو، مثلا کله چې موږ د ورورولي خبره کوو په دې وخت کې دا خبره له منځه ځي چې څوک و وايي فلانى تور پوستى دى او زه سپين پوستى، فلانى د يو هيواد دى او زه د بل هيواد، فلانى په يوه ژبه خبرې کوي او زه په بله يا فلانى ښايسته دى او فلانى بدرنګه دا ټول بې بنياده تعصبونه د اسلام په کلمې سره له منځه ځي او يوازې د الهي ويري يعني تقوا خبره معيار ټاکل کيږي.

اللهي معيار تقوا ده

الله جل جلاله په خپل سپېڅلي کتاب کې فرمايي (إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ) ژباړه:د الله جل جلاله په نزد له تاسې څخه تر ټولو زيات عزتمند هغه څوک دى چې په تاسې کې تر ټولو زيات پرهيزګار وي. له پاسنې ايت شريف څخه دا مفهوم اخلو چې په اسلام يا اسلامي ټولنه کې معيار يوازې الهي ويره وي، کله چې الهي ويره پيدا شي بيا رشوت، درغلي، خيانت، ظلم او بربريت له منځه ځي.

نو د دې لپاره چې د الله جل جلاله رضا لاسته راوړو بايد د هغه احسانات چې پرموږ يي لورولي دي و پيژنو او د هغو قدردانې وکړو، د الهي احساناتو قدرداني په تقوا او عبادت سره لاسته راوړل کيږي. خو له تقوا کولو مخکې د تقوا پيژندل هم اړينه خبره ده، او دا چې انسان بايد څنګه تقوادار پاتې شي او ځان د نعمت له کفران څخه وساتي د دې لپاره کولاى شو د آدم عليه السلام د غلطې په اړه له عذر غوښتلو او د شيطان د غرور له کولو څخه ښه درس واخلو.

کله چې الله جل جلاله آدم عليه االسلام پيدا کړ، په دې وخت کې دوه پيښې را منځ ته شوي چې يوه د شيطان غرور او سجده نه کول وه او بله د آدم عليه السلام او د حوا انا له لوري د غنم د دانې خوړل و. پېښې داسې را منځ ته شوې چې کله الله جل جلاله شيطان ته آدم عليه السلام ته د سجدې امر وکړ، شيطان ته غرور پيدا شو او چې کله الله جل جلاله آدم عليه السلام ته امر وکړ چې له هغه ونې څخه خوراک ونه کړي چې د آدم عليه السلام ځمکې ته د راليږلو سبب وګرځيده خو ادم عليه السلام ته شيطان دوکه ورکړه او له هغې ونې څخه يي خوراک وکړ.

وروسته له دې څخه شيطان په خپله غلطې ښه پوهيده چې ما خو د الله جل جلاله له امر څخه سرغړونه کړې ده، نو پر ځاى د دې چې له الله جل جلاله څخه د خپل غلطې په اړه بښنه وغواړي په خپل غرور ټينګ پاتې شو او بيا يي الله جل جلاله ته د چلنج په توګه و ويل چې ماته د انسان په رګونو کى ځاى راکړه بيا نو د اخرت تر ورځي پوري زما ننداره کوه چې زه دي له ورټلم زه به ستا د سمې لاري انسان بې لارې کړم.

خو کله چې آدم عليه السلام او حوا انا د شيطان په هڅونه له ونې څخه خوراک وکړ او په دې پوه شول چې موږ له الهي امر څخه سرغړونه کړې ده نو سمدستې په دوعا شول او الله جل جلاله ته يي زارۍ پيل کړي، چې هغه زارۍ په لاندې ډول وي (رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنفُسَنَا وَإِن لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ) د الاعراف سورت ٢٣ ايت. ژباړه (اې زموږ ربه! موږ پر خپل ځان ظلم وکړ، اوس که تا موږ ته بښنه ونه کړه او پر موږ دې رحم ونه کړ نو موږ به ارومرو تبا شو).

له دې دواړو پيښو څخه هر مسلمان ځوان ښه عبرت اخيستلاى شي، چې يو عالم و خو په خپل علم باندي مغرور و او کبر يي وکړ، او دا نورو دواړو يعنې ادم عليه السلام او حوا انا دومره علم نه درلود، ځکه په اسانۍ سره دوکه هم شول. هغوى دواړو د عاجزي او زاريو لاره اختيار کړه او شيطان چې عالم هم و د تکبر او غرور لاره اختيار کړه چې په دې سره د ستر لعنت مستحق وګرځيده.

زموږ سر لوړي ځوانان

زموږ ځوانان که احسان پيژندونکي وي او د شيطان لاره چې د تکبر او غرور لاره ده تعقيب نه کړي، او د الله جل جلاله د بندګانو د خير لپاره کار وکړي هغه وخت به دوى خپل هغه مسئوليت چې د خليفه نوم ورته ورکول شوى ادا کړى وي او د خداى جل جلاله په مخ کې به د اخيرت په ورځ سر لوړي وي. نو ځوانانو ته زما مشوره دا ده چې که غواړي دنيوي او اخروي سر لوړي تر لاسه کړي الهي معيار بايد وپيژني چې هغه تقوا او عاجزي ده.

هغه عاجزي چې سړي ته سر لوړي ور په برخه کوي بايد په هر وخت کې انسان ولري، هغه که د سختۍ په وخت کې وي که د راحت، که د خواشينۍ په وخت کې وي او که د خوښۍ، که د بوډاتوب په وخت کې وي که د ځوانۍ، که د مرضۍ په وخت کې وي او که د ښه صحت په وخت کې، خو هر ځوان بايد احسان پيژندونکى وي او له شيطاني غرور څخه چې انسان د کفر کندې ته ور غورځوي بايد ځان وساتي، په همدې هيله.


ليکنه: فضل الرحمن مظهري

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب