پښتو ژبه او تاریخ یې
پښتو ژبه د لرغونو آريایي ژبو څخه يوه خپلواکه ژبه ده چې له پخوا څخه په څو نومونو ياده شوې چې يو لړ نومونه ېې پښتو، پختو، پوختو، په هندي (پټاني)، په پاړسي او نړېوالې کچه د افغاني ژبې په نوم شهرت لري.
دغه ژبه له ۱۹۳۶ز کال راهيسې د افغانستان ملي او لرغونې ژبه گڼل شوې.
د افغانستان د نامتو تاريخپوه محمد حسن کاکړ د يوې رسالې لخوا چې دېرش کاله پخوا په کابل کې لیکل شوې؛ دغه سرلیک (په افغانستان کې پښتو او هغې په اړه يو څو خبرې) لاندې يوې سکالو کې د پښتو رسميت او ملي اصليت ېې داسې څرگند کړی: د امير شېر علي خان د دويمې پاچايۍ په دوران کې (۱۸۶۸ـ ۱۸۸۰ زېږدي ) پښتو د لومړي ځل لپاره د ملک رسمي او ملي ژبه اعلان شوه.
همدا رنگه د پښتو ژبې په اړه د افغانستان يو بل نوموتی ژبپوهاند خلیل الله هاشميان په دې آند دی چې پښتو د فارسي ژبې په پرتله ډېره لرغونې ژبه ده او لرغونتيا یې د پښتو ژبې قبیلوي دودونو په اساس ده چې لرغونتيا یې ۲مه مخزېږدي پېړیو څخه لا پخوانۍ ده. دا چې ژبې ولې پرمختگ ندی کړی د همدې ژبې د ویونکیو سره د سیمې په کچه او نړېوالو سرزورو له خوا ټکرونه په کولتوري اړخونو کې ترسره شوي چې يې په علمي او فني آثارو هم په مختلفو پیرونو کې بریدونه شوي او لا روان دي. د مغلو په پېر ۱۴۹۴ زېږدي کې د (صراح) په نوم اثر چې په سوات او پېښور کې د خان کاجو راڼیزي لخوا لیکل شوی و؛ د وخت د زورواکانو لخوا له منځه تللی چې د پښتو ډېر پخوانی لرغونتوب په کې خوندي و.
وصال