پښتو متلونه ۳۵ – س -غ
س:
ـ سپين ويل ترخۀ وي .
ـ سور سپی هم د لېوۀ ورور دی .
ـ سړی دې سړي تالۍ ته نه تندي ته ګوري .
ـ سترګې له سترګو شرمېږي .
ښ :
ـ ښځه د کور ډېوه ده .
ـ ښۀ خوی به دې سلطان کړي بد خوی به دې پۀ ځان پورې حيران کړي
ـ ښځې چا مرکو ته نۀ دي بيولې .
ـ ښه ورځ پۀ منډه نه پۀ ټنډه ده .
ـ ښځه د ځان پۀ خوښه که د جهان ؟
ـ صحبت بې تاثيره نۀ وي
غ :
ـ غوښتل توانېدل دي .
ـ غوا توره شيدې يي سپپنې .
ـ غر پر غرۀ نه ورځي انسان پر انسان ورځي
ـ غرضي پر خټه اور لګوي . ـ
غوټه چې پۀ لاس خلاصېږي خلې ته يي څۀ حاجت دی .
ـ غوښه چې دې د پيشو پۀ خله ورکړه ، نو يي ساتې له چا ؟
ـ غم به يي د بډبېرې زبېر کوي چې مېلمنو ته يي لار ښووله