
پښتو متلونه ۱۶- ج
ج :
ـ جار دي سم ګوته دروړم .
ـ جار دي سم روپۍ ، چي هم سپر ئې هم ګدۍ.
ـ جت مي تک تور ، نه ئې عيب سته نه پېغور .
ـ جع پر غاړه او جغ غواړه .
ـ جفا مرګی ښه ده ، نه بې اتفاقي .
ـ جنګ په وسله ، ننګ په غله .
ـ جنګ پر خاوره ښه دی ، نه پر شېدياره .
ـ جنګ پر شيدياره ښه دی ، نه پر خاره .
ـ جنګ جنګي کوي ، ننګ ننګي .
ـ جنګ چي نه کوې ډبره لو اخله .
ـ جنګ سوړ سو ، ميری تود شو .
ـ جولا سوی نه ئې ، بيا نېچې غلا کوې