پښتو لنډۍ ۲۳- پیل په پ
پرمسافرومې زړۀ نه سو ~ اوس مې پرې سوځي چې مې يار مسافرشونه
پرملانرۍ پۀ رنګ ژړۍ ده ~ موريې دژېړې غواشودې ورکړې دينه
پرمورچل نېغ ورځه ټيټ نۀ شې ~ ښايسته ځلمی له مرګه څنګ نۀ کړي مينه
پرمورچل هغه ځلمی خېژي ~ چې يا مين وي يايې پېغله ناسته وينه
پرموزيګي مې پېرزونۀ شې ~ دخاوروخټ شې چې دعادرته کومه
پرمولوي مې سلام وايه ~ زماجانان له کتاب خلاص کړه چې راځينه
پرمېږتون باندې مې شپه وای ~ يارراسره وای زۀ بۀ تل خوشاله ومه
پرمين مه کړئ ملامته ~ چې خدای مين شوپيغمبريې پيداکنه
پرناقابل طبيب مې مخ شو ~ خوږ مې دزړۀ دارو دسترګوراکوينه
پرنړېدلوقبروراغلم ~ ځوانان پراتۀ دي دديدن درخواست کوينه
پرنيموشپودسپوغپاشوه ~ پۀ باوري يارمې باوردی رابۀ شينه
پروسږ دامهال ژوندی وې ~ سږخودې ورکړل توروخاوروته څنګونه
پروطن ستادراتلوغږشو ~ ماپۀ خپل کوردګلوفرش وغوړاونه
پروطنوورکه جانانه ~ چې نۀ دې نوم شته نۀ دې بوی شمال راوړينه
پرون پرپورې کلي راغلم ~ دشاليلااوربل يې بل ته جوړاونه
پرون دګل پۀ شان تازه وم ~ نن پرې بېلتون ظالم خزان ولګاونه
پرون دنياوه نن قيامت دی ~ چې زۀ ولاړه جانان غواړي رخصتونه
پرون لادامهال دلې وې ~ نن بۀ دې چېرې بادوهي دپګړۍ ولونه
پرون لادامهال ژوندی وې ~ نن دې پرشناختوبلبلان نارې وهينه
پرون مې خوله نۀ درکوله ~ نن مې رضاده ستاصفت مې واورېدنه
پرون يې قول دخولې راکړ ~ چې مرورشوبېنواترې پاتې شومه
پرهدېره دمړوراغلم ~ ماويل سلام ياروې سلام نه قبلومه
پرهدېره دمړوراغلم ~ وژلي خدای وؤ غږيې ماته نه کاونه
پرهدېره راشه زرګره ~ ځوانان بۀ ګوتې جوړوي نجونې ششتونه
پرهرچاخپل وطن کشميردی ~ ماته کشميردي دجانان دوطن غرونه
پرهغه يارمې سلام وايه ~ چې دماښام ډوډۍ داوښکوسره خورينه
پرهندوستان خوشاله ګرځه ~ ترله دې خپله پۀ نامۀ دې ناسته يمه
پرهندوستان دې څلی جوړشه ~ دنامردۍ ځواب دې مه راځه مينه
پرهرچاخپل وطن کشمير دی ~ ماته وطن کې چې ته نۀ يې تنورشينه
پرهندوستان خوشاله ګرځه ~ زۀ بۀ داتورې سترګې ستا پۀ نام ناسته يمه
پريارمې بد دي ثابت کړي ~ چې هره ونه دګلاب دی بویوينه
پريارمې هغه نښه وايه ~ چې چوټۍ څڼۍ پرپالنګ دروختمه
پريارمې ترخې زرغونې شوې ~ زۀ يې دژوندهيله لرم چې رابۀ شينه
پريارمې سپين کفن رغېږي ~ پرمااورېږي دسکروټوبارانونه
پرېږده چې اوښکې مې بهېږي ~ مرګ مې ليدۀ جانان مې نۀ پخلاکاونه