پښتو لنډۍ ۱۲- پیل په ب

بلبل بۀ خدای پۀ ګلو موړ کۀ ~ غمازه ستانيمګړی نيت مې ژړوينه
بلبل بۀ لاړشي باغ بۀ پرېږدي ~ خزان دلاسه بۀ ژړادسوزکوينه
بلبل بۀ ولې کوکې نۀ کا ~ چې يې خپل ګل دبل پۀ لاس کې وليدنه
بلبل پتنګ کله يو رنګ دي ~ بلبل پۀ ګل پتنګ پۀ اورکړي غورځنګونه
بلبل دزړۀ پۀ غم اخته شو ~ غوټۍ دخيال سوداکوي دزړۀ دننه
بلبل دګل پۀ څانګه ناست دی ~ دخزان بادڅخه اوس چوڼکی لرينه
بلبل دګل پر ډنډرناست دی ~ زړۀ يې سوری ؤ ګل يې سورپۀ وينوکنه
بلبله زړۀ بۀ دې سوری شي ~ چې دخزان شمال ګلان ورژوينه
بلبله ژر شه ديدن وکړه ~ خزان ظالم دی رژوي ښايسته ګلونه
بلبلې والوتې چمن ته ~ توتيانوخوب دبې غمۍ ونښلاونه
بله ډېوه شه راته کېنه ~ زۀ دې پتڼ ستاپۀ ديدن راغلی يمه
بله شونټۍ دلاس کې مړه شه ~ چې خانتما ځان ته دې فکر شي مينه
بلې لمبې مې له زړۀ خېژي ~ که څوک تودېږي زما خواله دې راځينه
بنديان بۀ خدای له بنده خلاص کي ~ غمازه ستا بې ورخه کړۀ ماژړوينه
بندي خانې لره مې بيايي ~ ترخدای مې ځارکئ بندې ياربۀ ووينمه
بندي خانې لره مې راشه ~ دزولنو بۀ مې شرنګی وي دربۀ شمه
بنګړي مې ستا پۀ کټ کې مات شول ~ که مېړنی يې اوس مې ډک کړه مړوندونه
بنګړي مې وؤ پۀ لاس مې نۀ کړۀ ~ اوس بۀ ديار غېږې له ځم تش مړوندونه
بنګړي نيم پورته که نيم ښکته ~ چې پۀ خالي مړوند دې سر ولګومه
بنې بنتون راباندې تېر شو ~ زۀ ددوزخ دلمبوڅۀ پروالرمه
بڼ له راځه زۀ مخ کې ولاړم ~ ما سرې مڼې داننګو کرلې دينه
بوټي راټول که اورپرې بل که ~ زمونږ دستوردی پۀ رڼا خولۀ درکومه
بوټی خونه يم چې لمبه شم ~ دعشق پۀ اور مې غوښې ورو،ورو وريتومه
بوډا بۀ هېچېرې ياد نۀ کړم ~ بوډاچې ځان تياروي سبا بۀ وينه
بورابلبل ته پۀ ژړا شو ~ چمن خزان شواوس بۀ دواړه سره ځونه
بورابۀ خدای پۀ ګلو موړ که ~ باغوانه ستانيمګړی نيت مې ژړوينه
بورابۀ ولې ژړانه که ~ خزانه تا چې پۀ ګل وکړل چپاونه
بورابۀ ولې کوکې نۀ کا ~ چې يې خپل ګل دبل پۀ لاس کې وليدنه
بورا پۀ ګل کې رنځورپروت ؤ ~ پاڼه پکې ورته وهي چې جوړبۀ شينه
بورا پۀ پت بې پته نۀ ؤ ~ خزان پۀ ځان کړ ځکه بېل له ګله شنه
بورادګل پۀ غوټۍ ناست دی ~ خزان پۀ راغی پۀ ارمان ترې والوتنه
بورادګل پۀ غوټۍ ناست دی ~ زړۀ يې زخمي ؤګل يې سور پۀ وينوکنه
بنګو دخيال دې هسې مست کړم ~ چې بې پروا يې دوصال دمېوې کړمه
بورادګل سره جوړېږي ~ ګونګټه مه ګرزه دګلو پۀ سرونه
بورادګل سره جوړېږي ~ چېرې ګونګټ چېرې دګلوصورتونه

واسع ویب wasiweb wasiweb.com

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب