په ۹ کلنۍ کې تر واده وروسته د چنګېز خان له مېرمنې سره څه وشول؟

چنګېز خان د مغلو يو بې ساری پادشاه تېر شوی دی، هغه چې څومره په جګړو کې نامتو و همداسې يې شخصي ژوند هم د ډېرو لوړو ژورو او نادرو پېښو څخه ډک و، د هغه شخصي ژوند کې داسې نادرې پېښې رامنځته شوې چې دده په شخصیت يې ژور تأثير وکړ، له دې پېښو څخه د ځينو څخه یې په دې ليکنه کې يادونه کوو.

چنګېز خان يا جنګېز خان لکه څنګه چې پوهېږئ ټول عمر يې په جګړو کې تېر کړ، ډېر ښارونه چې په دې سبب خاورې ايرې کړل چې ده ته تسليم نشول، ده بې شمېره خلک قتل کړل خو پخپله پوهېږئ څه ډول مړ شو، چنګېز خان د اس څخه د لوېدو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د چنګېز خان ژوند د ډېرو لوړو ژورو څخه ډک و، که څه هم ده د ډېرو زياتو ښځو سره ودونه وکړل او له دې څخه یې زيات اولادونه پيدا شول خو ده لومړی وداه هغه وخت وکړ چې صرف ۹ کاله عمر یې درلود، له دې څخه هم نادره یې دا چې همدا مېرمن یې څه وخت وروسته ورڅخه وتښتول شوه خو وروسته دی په دې وتوانېده چې خپله مېرمن بېرته بچ کړي.

لکه څنګه مو چې وويل چې د چنګېز خان ټول عمر په جګړو کې تېر شو، دده ژوند له وژلو او وژل کیدو څخه عبارت دی، دده په دوران کې وينه تویېدنه هېڅ ونه درېده، ده ان خپل ناسکه ورور د ښکار په وخت کې په غلطۍ سره وويشت او ددې غلطۍ په پايله کې هغه خپل ژوند له لاسه ورکړ‌.

د چنګېز خان ارمان دا و چې چين هم اشغال کړي، ده پخپل ژوند کې ډېر هېوادونه اشغال کړل خو د ټولې هڅې سره سره په دې بريالی نشو چې چين اشغال کړي، ده دا ارمان د ځان سره هغه نړۍ ته یووړ، خو دده لمسی کوبيلای بيا په دې وتوانیده چې دده آرمان پوره کړي هغه چين اشغال کړ.

چنګېز خان د تاريخ ترټولو ستر قاتل و، هغه به هر ملک چې ده ته سر نه ټيټاوه له منځه وړه او په کنډواله به يې بدلوه، ده په بخارا کې ترټولو ستر قتل عام وکړ، چنګېز خان په بخارا کې ځوان زوړ ماشوم هیڅوک پرېنښودل او د یوه سره یې خلک قتل عام کړل.

چنګېز خان مخکې له دې چې مړ شي له دې یې وېره درلوده چې هسې نه تخت یې د اولادونو د جګړې سبب شي، ده پخپل ژوند کې د خپل کنټرول لاندې سیمې د خپلو زامنو ترمنځ تقسيم کړې.

چنګېز خان که څه هم يو ستر قاتل دی خو بيا ورسره ځينې ترک نسل لرونکي خلک مینه لري، ډېری کسان دا مني چې دی يو وحشي قاتل و خو ددې څخه خپلواک بيا دده وړتياوې بې سارې ګڼي، څو ده له دې وړتیاو د وحشت په لار کې کار واخيست.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب