په کیسه لیکلو کې حقیقت او واقعیت
کیسه د لیکوالۍ هغه ژانر دی، چې تر ډېره په واقعیتونو او حقیقتونو لیکل کېږي. دلته د واقعیت او حقیقت کلمې راغلې، ښایي پوښتنه وشي چې حقیقت او واقیعت کلمې خو یوه معنا لري؟
نه داسې نه ده! حقیقت او واقعیت په کیسه کې دوې هغه لارې دي چې منطق او مفهوم پرې مزل کوي.
د بېلګې په ډول: (( په یوه سیمه کې یو ملا ؤ)). دلته باید لیکوال په رښتینې توګه ملا ته اشاره کړې وي، داسې نه چې په یوه عادي کس یې د ملا نوم اېښی وي. لکه نن سبا چې د هر چا له خولې د ملانصر الدین نوم اورېدل کېږي.
ملانصر الدین یو عادي کس و. د خپلې مطالعې په مټ دومره پوهېږم چې هغه د ایران په یوه سیمه کې اوسېدو، ځینې لیکوالان بیا دده اوسېدلو ځای جرمني ښايي.
ملا نصرالدین یو جالب انسان و، په خپل دوران کې يې داسې کړنې ترسره کولې چې کتوونکو ته تر ډېره نوې او جالبې ښکارېدې.
داچې ولې پرې د ملا نوم کېښودل شو؟ ددې پوښتنې ځواب تاسې ته پرېږدم.
راځم اصلي موضوع ته؛ په کیسه کې واقیعت څه شی دی؟
((خان کاکا خپلو نوکرانو ته غږ کړ: هلکانو ژر کوئ نن مو د ژرندې نوبت دی، هغه د بر پټي دوه خرواره غنم باید نن اوړه کړو. نوکرانو سمدلاسه له غنمو ډکې پلاستیکي بوجۍ په څلورو خرو بار کړې او د ژرندې په لور یې مخه کړه.
خان کاکا ژېړه لونګۍ په سرکېښوده، کوسرو ته ورته بوټان یې په پښو کړل. او په دوی پسې روان شو.)).
په پورتنیو جملو کې خان، نوکران، ژرنده، پټي، غنم، خرې؛ دا هغه نومونه دي چې تر ډېره په کلیو او بانډو کې اورېدل کېږي.
پورتني متن ته په کتلو سره موږ ته دا ثابتېږي چې نوموړې کیسه کلیوالي رنګ لري، مطلب دا چې دغه په اطراف کې یوه واقع شوې پېښه ده.
په کیسه کې واقعیت همدغه دی، چې باید د ټاکلې سیمې پېښه له کره شواهدو سره ولیکل شي. داسې نه چې پېښه په کلي کې رامنځته شوې وي، او موږ ورته په کیسه کې، ښاري رنګ ورکوو.
په کیسه لیکلو کې د حقیقت او واقیعت رول یو مهم بحث دی، د درنو لیکوالو نظرونه غواړم، راسره شریک یې کړئ.
لیکوال: عصمت الله صالح