په (پاتې شه باران دی) ناول کې داستاني عناصر
ناول څه ته وايي؟
ناول ايټالوي ژبې له ناوله Navela کلمې څخه جوړه کلمه ده او د نوي، تازه او عجیبه معنا ورکوي.
په اصطلاح کې ناول د کیسې یو نوی او پر مختللی شکل دی او هغې فرضي کیسې ته ویل کيږي چې په نثر کې بیان شوي وي او یوه یا څو داسې خیالي پیښې په کې ښودل شوي وي چې د ريښتیاتوب ګومان پرې کیدای شي.
پاتي شه باران دی
د (پاتې شه باران دی) ناول مصطفی (سالک) لیکلی دی او یو عشقي ناول دی.
د کیسې دلید یا بیان زاویه يې
د کیسې دبیان زاویه یا د بیان لار موږ ته دا ښیي چې کیسه څوک بیانوي او یا راوي څوک دی.
ټول داستاني آثار د بیان له دریو زاویو څخه وړاندې کیږي:
۱: متکلم یا لومړی شخص (زه، موږ).
۲: مخاطب یا دوهم شخص (ته، تاسې).
۳: غایب یا دریم شخص (هغه، هغوی).
او دغه ناول (پاتي شه باران دی) د متکلم یا د لومړي شخص له زاويې څخه لیکل شوی دی
لکه: داسې ورځ به کمه راتله چې زه دې ټولګي ته راشم او د هغې سندره دې وانه ورم، هغې به هره ورځ سندره ویله، په پیل کې خو به د هغې پر شونډو موزون کلمات زما لپاره یوه عامه سندره وه، خو د وخت په تیریدو د هغې سندرې زما لپاره یو نوی خوند پیداکړ. زما احساسات به يې داسې په لړزه راوستل لکه د غره ویاله چې په خپله نرمه اوغلې سندره د خپلو غاړو نازک واښه په نڅا راولي.
کرکټر
کرکټر: په ادبیاتو کې د کرکټر له کلمې څخه هدف هغه خلق شوی انسان، حیوان یا بل کوم شی دی، چې د یو حقیقي انسان، حیوان یا هماغه شي په شان له خصوصیاتو څخه برخمن وي او له همدې خصوصیاتو سره په داستاني ژانر کې څرګنديږي.
په (پاتي شه باران دی) ناول کې مرکزي کرکټر د غزنه په نامه یو هلک دی او په دغه ناول کې متخاصم کرکټرونه د څانګې کورنۍ ده، چې د مرکزي کرکټر (غزنه) په وړاندي خنډونه جوړه وي.
د جوړښت له مخې د دغه ناول کرکټرونه ساده دي.
صحنه او منظرکشي
منظرکشي: د ناول د کيسې پېښه یا پېښې چې په کوم زمان او مکان کې پېښېږي، د هغه ځای وخت وړاندې کولو ته منظرکشي وایي.
منظرکشي په دوه ډوله ده: ۱_ ساکته منظرکشي. ۲_ متحرکه منظرکشي.
۱- ساکته منظرکشي: د منظرکشي په دې ډول کې تصویر په ولاړ او ساکت حالت کې بیانېږي.
۲- متحرکه منظرکشي: د منظرکشي په دې ډول کې تصویر په خوڅند او متحرک حالت بیانېږي.
او د دغه (پاتي شه باران دی) ناول منظرکشي متحرکه منظرکشي ده.
تلوسه
تلوسه،تجس یا هیجان د ناول یا په ټوله کې داستاني ادب هغه اړخ دی چې لوستونکی د داستان لوستلو ته هڅوي. په بل عبارت: تلوسه په داستاني لیکنه کې هغه تګلاره ده چې لوستونکی له پوښتنې ،نارامۍ، ذهني کشمکش او لانجو سره مخ کوي او دا احساس ورکوي چې ژر تر ژره نور داستان ولولي اوپه هغه کې خپلې پوښتنې ځواب یا خپل ذهني سکون ومومي.
په دغه (پاتي شه باران دی) ناول کې تلوسه په ټول ناول باندې خپره وه، خو په سر، منځ او پای کې ډیره پیاوړې تلوسه لري، لکه په لاندې مثال کې چې تلوسه راغلې ده:
ما سندره واریده د څانګې سندره کټ مټ هماغسې غلې سندره لکه په ټولګي کې به يې ویله ورته ودریدو ګورو چې څانګه په خپل میړه پسې وهل شوي څانګې ټولوي او ورو، ورو سندرهوايې. حالت مې په خرابېدو و، نه پوهیدم چې څه وکړم، زمرک پوه شو کلک يې و نیولم وړاندې يې راکش کړم، ما ورته وویل زمرکه ځو، خو لږ مې پریږده، هغه مې لاس پریښود، بکس مې خلاص کړ، د فلسفې د کتاب لومړۍ پاڼه لکه د کتابچې سپینه وه، قلم مې راواخیست او پرې ومې لیکل: څانګې همدا سندره یو ځل بیا ووایه زما لپاره.
څانګه او خاوند به يې چې په کومه لار راتلل تنګه وه، کاغذ مې د غره د ډډې پر همدې تنګه لار کیښود، په کنج مې ورته سپن کاڼی کیښود او په منځ یو غرنی ګل.
آیا دغه لیک څانګې ولیدو؟ آیا دغه لیک څانګې ولوست؟ آیا څانګې دا لیک وپیژندو چې دا د چا دی؟ د لیک د لوستلو څخه وروسته څه وشول؟
او داسې نورې پوښتنې د لوستونکي په ذهن کې پیدا کيږي.