په معاصره نړۍ کې د ژوند کولو اووه مهارتونه

په معاصره نړۍ کې په خوښۍ او برياليتوب سره ژوند پر مخ وړل ستونزمن دي. په وروسته پاته هېوادونو کې دا ستونزمنه ده چې تل له خپلې خوښې سره سمه دنده تر لاسه کړئ. دا چې پوهه او مسلکي زدکړې د ښه ژوند پر مخ بېولو لپاره بنسټيز توکي دی؛ د دې تر څنګ د ژوند ځينې مهارتونه هم شته چې کولای شي وښيي تاسې هره هغه دنده چې تاسې ته سپارل کيږي تر سره کولای شئ. د پوهې له ښې کارونې سره له دې سره چې تاسې خپله دنده په بريا سره تر سره کوئ؛ له خپلې کورنۍ او ملګرو سره هم پوره وخت تېرولای شئ.

1- دا زده کول چې څه ډول زدکړه وکړئ:
ټول خلک په ژوند کې له دې ستونزې سره چې څه ډول زدکړه وکړي؛ لږ تر لږه يو ځل مخ کيږي. کله ناکله تاسې بشپړ مواد لرئ خو د کارولو او زده کولو لپاره پوره وخت نه لرئ. ځکه نو تاسې بايد زده کړئ چې څه ډول اغېزناکه زدکړه وکړئ. په ياد ولرئ چې هره جمله مهمه نه ده. د هرې پاڼې څو غوره کرښې بايد په ياد ولرئ او په دې ډول به تاسې هغه بنسټيز څه تر لاسه کړي وي چې زده کړه يې کوئ. دا کار به د دې لامل شي چې تاسې خپلې غونډلې (جملې) ولرئ او د لږو مهو جملو تر منځ غوره تړاو رامنځته کړئ.
که تاسې په ليدلو او اورېدلو ښه زدکړه کولای شئ نو غږيز او ويډيويي کليپونه وکاروئ. علمي څېړنو ثابته کړې ده چې د يوه څه زده کولو تر ټولو غوره او آسانه لار دا ده چې بل چا ته يې په ساده ډول روښانه کړئ. لکه څنګه چې انشټاين وايي: که ساده روښانتيا نشئ ورکولای؛ تاسې په بشپړه توګه نه پوهېږئ.
د غوره زدکړې يوه بله ښه لاره له هغو کسانو سره چې له تاسې سره ورته زدکړه کوي؛ ګروپي بحثونه دي. په دې ډول به تاسې په بشپړ ډول سکالو تکرار کړې وي او هغو نيمګړتياوو ته به مو پام شوی وي چې مخکې له دې مو ورته پام نه و.

2- مسلکي ليکل:
د دې په پام کې نيولو پرته چې تاسې په کومه څانګه کې زدکړه يا کار کوئ؛ ليکل په نړۍ کې يو له مهمو مهارتونو څخه دي. که تاسې ښه ليکل کولای شئ؛ دا به له خلکو سره ستاسې په ښه پېژندلو او زر پرمختګ کې پوره مرسته وکړئ. دا روښانه ده چې وګړي په لوستلو کې تر اورېدلو ډېر دقيق، متمرکز او جدي دي. همدا شان ښه ليکنه د موضوع په روښانتيا او پر لوستونکي په اغېز کې مهم رول لري. د همدې لپاره تاسې بايد د ليکلو له مهارت څخه د نوټونو په ليکلو، څېړنې، لکچر او نورو برخو کې پوره او غوره ګټه واخلئ. که په ليکلو کې تکړه ياست نو په زدکړه او يادولو کې به مو لږ وخت تېر شي. همدا شان ښه ليکل مرسته کوي چې حافظه مو پياوړې او ډېر څه په آسانۍ ياد کړئ.

3- يوازې په مهمو مالوماتو تمرکز وکړئ:
په معاصره نړۍ کې بې له دې چې کومه لاسته راوړنه ولرئ؛ د يوې بشپړې اونۍ او ښايي زيات وخت تېرلو لپاره انحرافي لارې ډېرې زياتې دي. که چېرې تاسې خبرونه لولئ، په ټولنيزو رسنيو کې نوې ليکنې ګورئ او يا چټ کوئ؛ تاسې په منظم ډول له هغه څه چې بايد تر سره يې کړئ، منحرف او لرې شوي ياست. د همدې لپاره اړينه ده چې د ورځې په اوږدو کې يوازې په اړينو مالوماتو تمرکز وکړئ او کله چې خپل کار ختم کړئ؛ ښايي له خوب مخکې کوم بل کار تر سره کړئ. په ياد ولرئ چې خپل کار، خوب او ټولنيز ژوند د انټرنېټ د مالوماتو په بې سر او پايه سمندر کې په لټون او تېرولو خراب نه کړئ. د يوې ورځې د خراب کار زيان مو بلې ته او په دې ډول د وخت د ډېرې ضایع کېدنې لامل کيږي. همدا شان علمي څېړنې ښيي چې ډېره بې خوبي په ورځنيو کارونو منفي اغېز کوي او د انسان فکري تمرکز ته زيان رسوي.

4- لومړيتوبونه:
تاسې بايد پوه شئ چې څه ډول د خپلو پلان شوو کارونو تر منځ لومړيتوبونه په نښه کړئ. د دې کار لپاره غوره ده چې ورځنی مهالوېش جوړ کړئ، کوم چې دا پکې په ګوته شوي وي چې په کوم کار، څومره او څنګه وخت تېروئ. په ياد ولرئ چې تل د ټولو هغو کارونو مديريت نشئ کولای چې غواړئ تر سره يې کړئ. ځکه نو بايد چې ډېر ستړی کوونکی مهالوېش ونه لرئ. همدا شان په ياد ولرئ چې په يوه مهال يوازې يو کار ترسره کړئ. دا به د دې لامل شي چې ستاسې ماغزه په هماغه کار متمرکز شي او کار به په اغېزناک ډول تر سره کړای شئ. تر هغې چې د نور وړانګې په ځانکړې نقطه متمرکزې نشي؛ هغه ځای نشي سوځولای.

5- دمه وکړئ:
روښانه ده چې که غواړئ په معاصره نړۍ کې بريالي واوسئ نو بايد ډېر کار وکړئ. البته دا په دې مانا نه ده چې خپله روغتيا د سخت کار قرباني کړئ. کله چې ورځنی مهالوېش جوړوئ نو دمه او تفرېح له ياده مه باسئ. لنډې دمې به د دې لامل شي چې تاسې خپله پنځونه لوړه کړئ. په ياد ولرئ چې ډېر کسان د دمې جوړولو د وخت او څرنګوالي په مهارت نه پوهيږي. د ورځې په اوږدو کې د دمې لپاره منظمې وقفې وټاکئ او په دې وقفو کې خوراک، څښاک، قدم وهل او له ملګرو سره خبرې وکړئ.

6- د پیسو مديريت:
په دې ورځو ډېر کسان په دې سر نه ګرځوي چې څه ډول په کمزوري اقتصاد ژوند پر مخ بوزي. دا اړينه ده چې تل مخکې تر دې چې پیسې لاسته راوړئ؛ د لګښت په اړه يې فکر وکړئ. په ياد ولرئ چې ډېر کسان په منظم ډول له دندو لرې کيږي. ځکه نو مخکې له دې چې بله دنده پيدا کړئ؛ د ژوند پر مخ بېولو لپاره بايد لږ څه پیسې خوندي کړئ. هغه پیسې چې تر لاسه کوئ او يا يې لګوئ؛ په يوه لړ کې وليکئ. دا به له تاسې سره مرسته وکړئ چې څومره پیسې له لګښتونو راګرځولای او خوندي کولای شئ. په اوږده مهال کې له خوندي شوو پیسو څخه نوره پانګونه هم کولای شئ.

7- مثبت چلند:
که مثبت چلند ولرئ؛ تل به له ښه غبرګون سره مخ ياست. هغه کسان چې مثبت فکر او چلند لري؛ تل له نااټکل شوو فرصتونو سره مخ کيږي او په هر ډول حالاتو کې د بريا لپاره لاره چاره پيدا کولای شي. دا مهمه نه ده چې په څه ډول حالاتو کې ياست ولې پوه شئ چې داسې څوک خامخا شته چې همدا شېبه تر تاسې سخت حالت تجربه کوي. تل د هغه څه په اړه فکر وکړئ چې تاسې يې لرئ؛ نه هغه چې تاسې يې غواړئ. دا له دې پرته چې د ژوند کولو مهارت دی بلکې د سترو کسانو ځانګړتيا هم ده.

ژباړه: محمود سعيد

Atomic Habits

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب