په (رڼا ناول) کې داستاني عناصر
رڼا ناول ارواښاد نصیراحمد” احمدي” لیکلی په کال 1387 ل کي د دانش خپرندویه ټولنې لخوا چاپ شوی دی.
او رڼا ناول یو ټولنیز ناول دی
ټولنیز ناول هغه دی چي بېلا بېل ټولنیز مسایل په خپل لمن کي رانغاړي.
د ناول کیسه:
د جمال په نوم یو ماشوم چي پلار يې د خپل کلي ښوونځي ته اچولی و.
پلار يې ملک عبدالکریم نوميده دوی خورا ډیري ځمکې درلودي
بزګر به پاللي بزګر یوه لور درلوده نوم رڼا و. دا به له خپلي مور سره د ملک عبدالکریم کور ته راتله او جمال سره به شوخي کوله د دوی یو له بله سره اړیکه زیاته شوه جمال هم دوی کورته تګ زیات شو عمرونه يې هم زیات شول د رڼا مور جمال له خپله کوره منع کړ؛ ځکه دا بده خبره وه چي یو 16 کلن ځوان دي له یوي 13 کلني نجلۍ سره شوخي وکړي.
د جمال عادت په مينه واوښت جمال به ډیر په رڼا پسي خپه و، رڼا هم. جمال له درس څخه هغه خوند او شوق تللی و.
خو پلار يې نه پریښود چي بې ځایه وخت تير کړي. خو جمال د رڼا په مینه کي غرق شوی و. بالاخره جمال د ښوونځی له دولسم ټولګي څخه فارغ شي. پلار يې لندن ته د لوړو زده کړو لپاره لیږل خو دجمال خوښه نه وه چي رڼا څخه لري لاړ شي
پلار يې په دي شرط دی قانع کړ که زده کړو لپاره لندن ته ځې.
نو ستا لپاره رڼا غواړم کنه نو نه يې درته کوم
جمال دا خبر ورسره ومنله پلار يې په دي کي پلان يې جوړ کړی و. کله چي جمال لندن ته د زده کړو لپاره لاړ هلته یې خپلي زدکړی کولي یوه ورځ يې پلار فیته(کیسټ) ورته ډګه کړي وه ولیږله چي د رڼا له بدنامي څخه یې خبر ورکړ. رڼا هم له یوه چرسي سره چي دجمال پلار ورته پیسې ورکړي چي رڼا سره واده وکړي هغه به فیته دغه خبره ورته تکراره وي مورې هم او دجمال هم ورو له رڼا څخه زړه تور شي. له خپلو زده کړو وروسته په لندن کي دخپل له تره له لور سره کوژده وکړي.
دوخت په تیریدو سره خپلي کوژدن سره خپل وطن ته راشه
رڼا یوه لور هم درلوده پاڼه یې نوم و د هغې پلار هم مړ شوی يې پاڼه د جمال د ملګري مزدوره یې د هغه نوم جانداد يې
جمال هم کلي ته د رسیدو سره په پاڼه سترګي ولګیږی.
ځکه هغه په شکل کي خپلي مور رڼا ته شوي وي
نو په جمال هم اغیز وکړي وروسته بیا جمال له جانداد څخه د نجلۍ پوښتنې وکړي دا څوک ده هغه ورته ځواب ورکړي چې دا د رڼا لور ده خو رڼا اوس ډيره ناروغه ده دا زموږ میږي او وزې پیایې
جمال او د هغه کوژدن ګلالۍ چي تازه له لندن څخه د څلورو میاشتو په موده راغلي دي.
جمال غواړي چي د خپل کلي د ناروغانو درملنه وکړي؛ ځکه دی ډاکټر و.
او ګلالۍ هم غواړي چي د کلي ماشومانو ته لوست ورکړي ؛ هغه هم سواد داره وه.
یوه ورځ پانه چي د رڼا لور ده جمال ته راغله چي مور ډیره په تکلیف ده د هغې درملنه وکړه خو جمال هلته له ورتګ څخه انکار وکړي؛ ځکه له هغې څخه یې د بدنامي په خاطر کرکه وه خو بالاخره ګلالۍ يې مجبور کړي او ورشي.
بل وخت بیا د جانداد کور کي ناروغان وي هلته د هغوی درملنې لپاره لاړ شي، بله ورځ هلته هم پانه جمال د راوستو لپاره ورشي خو بیا هم جمال له تګ څخه انکار کوي.
خو وروسته يې جانداد د هغې له پاک لمني څخه جمال خبره وي او جمال په منډه منډه رڼا ته ځان رسوي.
هلته رسی رڼا کي هم ساه پاته نه وه. رڼا هم مړه شوي يې
نو وروسته د جمال څو شپې ورځي په غمو سر يې.
دی او پاڼه د رڼا په کورکي د هغې په یادونو شپې ورځي تیره وي
بیا خپلي کوژدن ته لیک لیږي چي زه سبا بیرته ځم لندن ته پاڼه هم راسره بیایم؛ او د خپل اولاد په څېر يې راسره ساتم .
ګلالۍ،جمال او پاڼه بیا دری سره لندن ته لاړ شي.
کیسه؛ په ناول کي تر ټولو مهم ارزښت لري؛ ځکه همدا کیسه ده چي په لوستونکو څو سوه کتاب په تلوسه لولي او خوند ورڅخه اخلي.
د کیسې دليد یا بیان زاویه:
ټول داستاني آثار دبیان له دریو زاویو څخه وړاندي کیږي.
1- متکلم یا لومړي شخص (زه/ موږ)
2- مخاطب یا دویم شخص (ته/تاسي)
3-غایب یا دریم شخص (هغه/هغوی
د رڼا ناول راوی لومړی شخص یا متکلم دی
تلوسه:
تلوسه؛ تجسس یا هیجان د ناول یا په ټوله کي د داستاني ادب هغه اړخ دی چې لوستونکی د داستان لوستلو ته هڅوي.
په بل عبارت؛ تلوسه په داستان لیکنه کې هغه تګلاره ده چې لوستونکی له پوښتنې، نارامۍ، ذهنی کشمکش او لانجي سره مخا مخ کوي او دا احساس ورکوي چې ژر تر ژره نور داستان ولولي او په هغه کې د خپلي پوښتنې ځواب، یا خپل ذهني سکون مومي.
نمونه يې؛ پښو يې پړک واخیست، احساس ور ولوید لکه زړه چي يې غاښونه پیدا کړي وي، او خپل ځان په خپله وخوري بکس يې له لاسه ولوید، په سترګو کې يې اوښکي راټولي شوې یوه شېبه زړیدلی سر يې بې حرکته ولاړ و. خو وروسته یې یو دم د انګړ په تړلې دروازه ور منډه کړه، له ډیرې وارخطایۍ د دواړو پلو تر منځ ونښت، دیوه راوتلي ټېم تیره ژۍ یې مټ ته سیخه شوه خو دی يې په درد ونه پوهید له انګړ ووت او منډه یې کړه جمال په ټول قدرت منډې وهلې، خولۍ یې له سره لوېدلي وه او د مټ په برخه کې یې سپین لسټوڼی په وینو سور وه.
دی دکلي په تنګو کوڅو کې تاو راتاو شو، څو حیرانو کلېوالو لار ورکړه، او کله چې تر کلي ووت، تر یوې وړې نجلۍ مخکي شو نجلۍ خړه پړه وه او ځوان هم له رنګه سور او سپین، خو په دوی کې یوه نښه ګډه وه، د دواړو سترګې له اوښکو ډکې وي او زړونه یې د یوه تن لپاره دربېدل.
کرکټر کښنه (Characterization):
په ادبیاتو کي د کرکټر له کلمي څخه هغه خلق شوی انسان، حېوان یا هماغه شي په شان له خصوصیاتو څخه برخمن وي او له همدي خصوصیاتو سره په داستاني ژانر کې راڅرګندیږي.
یا په بله وینا؛ ناول ته هر ډول کرکټر ټاکل کېدای شي.انسان، حیوان او یا هم غیر ژوندي موجودات.
د جوړښت له مخې کرکټر ډولونه:
ساده
پیچلی
ساده: دې کرکټرونو ته جامد یا ولاړ کرکټرونه هم وایې. دا هغه کرکټرونه دي چې ثابت او په یو حالت ولاړ درېځ لري، د پیښو او شرایطو لړ کې تغییر نه پکې راځې.
پیچلی؛ هغه کرکټرونه دي چې د شرایطو پر وړاندي بدلیږي رابدلیږي.
د دې ناول کرکټر هم پیچلی کرکټر دی. د شرایطو له بدلون سره بدلون کوي.
-د کرکټر جسمي اړخ: دروازه یوې کوچنۍ راته خلاصه کړه، شپږ کلنه به وه، هغې عټې سترګې یې درلودې او تر سترګو یې تور اړ اوږد باڼه را تاو وو.
-د کرکټر ټولنیز اړخ؛ دا یوه کوچنۍ کورنۍ وه، مور، پلار او یوه لور، دوی نېستمن خلک وو، پردۍ ځمکې یې کرلې، خو بیا هم خندل او له وچې ډوډۍ او چایو به یې خوند اخیست، ما خپل کور هېڅ وخت داسې خوشاله نه و لېدلی.
-د کرکټر رواني اړخ ؛ ډېر وخت به یې د ماخستن لخوا ژړل، دې یو کوچنی عکس سترګو ته نیولی و. له عکس سره به یې خبرې کولي بیا به یې عکس پر خپل ټټر ونیو او له نه به یې اوښکې توېدلي.
منظر کشي( Imagery):
د ناول د کيسې پېښه یا پیښې چې په کوم زمان او مکان کې پېښېږي، د هغه ځای او وخت تصویر وړاندې کولو ته منظر کشي وایې.
د صحنو انځورلو اړتیا؛ که خپلو تجربو ته پام وکړو، بیان د سړي له حافظې وځي، خو تصویرونه پر ذهن سیوری پرېږدي او تر ډېره وخته ژوندي وي.
صحنې په درې ډوله دي
طبیعي، ټولنیزي او خیالي
په دي داستان کې طبیعي صحنې بېلګه؛
بوړبوکۍ له ځان سره خاورې او خځلي راټولولې، کله چې په دښته کې ولاړې ونې ته ورنږدي شوه،یوه هلک منډه کړه، او له خولې څخه يې یوه چیغه راووته،
هله پیریان!
یوې نجلۍ په بیړه بوړبوکۍ ته وکتل،رنګ یې ژیړ شو،څو ګامه يې واخیستل،ولوېده او په تاوېدونکو خاورو کې پټه شوه،بوړبوکۍ څو دورې وخوړې.
ډیالوګ:
تر ډيره د ډراماتیک اب ځانکړنه ده،خو په ناول کي یو مهم عنصر بلل کيږي.
ډیالوګ: د کرکټرونو ترمنځ خبرو ته ویل کيږي، یابه له ځان سره غږيږي یا هم له نورو سره.
بېلګه؛
– هلک له ځان سره وډنګید:
راغلل!
دلته راشه ګرانه!
– زموږ ژبه مو زده ده؟
– زه جمال یم او دا هم ګلالۍ نوميږي؟ ستا نوم څه دی؟
– بازو!
– تاسو امریکایان غوندي ښکارئ،
– جمال وویل د چا زوی یې؟
– د جانداد،
-کوم جانداد؟
– ملک عبدالکريم د کلي،
– ای زوروره! ته خو کلیوال وختي،
– خو پلار مې دې پر ځای رانه وړ؟
– پلار مې ټول خلک پېژني،د سرونو په جوړلو کي نوم وړی،
سلامت درې کلي ولس لري.
– ښه نو! ته بازمحمد يې؟
پای
لیکنه: عبدالودود “بریال”