په رهبرۍ او مدیریت کې د ارواپوهنې ونډه

په نړۍ کې د نورو علومو تر څنګ د ارواپوهنې په برخه کې هم زیات پرمختګ شوی دی او لاهم د پوهانو له خوا په دې برخه کې څېړنې او کار روان دی. ارواپوهنه د انسان کړنه، سلوک، استعداد، وړتیا، حواس او نورې برخې څېړي او د همدغو برخو د تقویه کېدو او بیا رغونې لپاره کار کوي.

څه کم دوه پېړۍ کېږي چې د ارواپوهنې په برخه کې بحثونه او څېړنې پیل شوې. پخوا یوازې د ارواپوهنې تعریف، پېژندګلوي او تربيتي ارواپوهنه کې کار کېده، خو اوس د دې علم ساحه پراخه شوې او له ۶۵ څخه زیاتو برخو کې ارواپوهنې خپل ځان دخیل کړی دی، چې له دې ډلې یې د ښځو ارواپوهنه، ماشوم ارواپوهنه، د بازارموندنې ارواپوهنه، د ډیکورېشن ارواپوهنه او ځینې نورې برخې دي، چې مونږ یې په رهبرۍ او مدیریت باندې بحث کوو.

د یوه مدیر یا یوه رهبر لپاره اړینه ده چې د وینا استعداد، پوهه، د مسایلو درک او نور له ځانه سره ولري، خو دا چې په خپل مدیریت کې له ارواپوهنې څخه څنګه کار واخلي او څومره ورته اړتیا لیدل کېږي په دې ډول دي:

رهبر یا مدیر باید خپل ملاتړي وپېژني:

یو رهبر باید دا درک او وپېژني، هغه خلک چې دی یې رهبري کوي، د کومو حواسو لرونکي دي. ایا دوی احساساتي دي؟ ایا دوی د زغم لرونکي دي؟ ایا دوی د ستونزو پر وړاندې مقاومت کولای شي؟ ایا دغه خلک په کوم ډول کار خوشحالیږي یا خپه کېږي؟ او دې ته ورته ځینې نورې برخې.

د دې کار په معلومولو سره رهبر ته دا اسانه کېږي چې د سختو مسایلو په وخت کې کوم ډول تصمیم ونیسي. هغه پرېکړه چې د خلکو د احساساتو او ارادې سره سم وي او د هغې پر بنا پرېکړه وشي. دغه پرېکړه د دې لامل کېږي چې په راتلونکي کې د خلکو له نیوکو او برخوردونو څخه په امان کې وي.

د استعدادونو پېژندل:

یو رهبر، په ځانګړي توګه مدیر، باید دا درک او ځان ته معلومه کړي چې په اداره کې یې د کومو استعدادونو لرونکي کسان موجود دي او په کومو برخو کې کار کوي. کله کله په اداره کې داسې کېږي چې یو کس د یوه کسب استعداد لري، خو د ناسم وظیفوي وېش له امله بله دنده ورکړل شوې وي، چې په لومړیو کې ناخوښ کاري چاپېریال رامنځته کېږي او بیا د دې ستونزې له امله ادارې ته هم زیان رسېږي او په اداره کې ګډوډي رامنځته کېږي.

خلک او کارکوونکي د کومو حواسو لرونکي دي؟

یوه رهبر او مدیر ته باید دا معلومه وي چې د ده په اداره کې دخیل کسان د کومو حواسو لرونکي دي. دغه کار له یوه رهبر سره په دې برخه کې مرسته کولای شي چې د داخلي شخړو په وخت کې سم تصمیم ونیسي او بحران مدیریت کړي.

په یوه ډله یا اداره کې د خپل‌منځي شخړو حل د کاري لایحې تر څنګ دا استعداد غواړي چې د خپل مشر په منځګړیتوب حل شي.

بېلګه: په یوه ډله یا اداره کې د دوو ډلو ترمنځ لانجه رامنځته کېږي. د دوی مشر له کومو لارو څخه باید کار واخلي؟ د ارواپوهنې له نظره د دغو کسانو د لانجې د رامنځته کېدو لاملونه، د لانجې رامنځته کوونکو کسانو اروايي چلند او نور مسایل باید په دې ځای کې مداخله وکړي او موضوع حل کړي.

ډېر ځله په ډله او اداره کې خپل‌منځي لانجې له دې امله رامنځته کېږي چې یا خو کاري فشارونه زیات وي، یا د کار وېش په عادلانه ډول نه وي شوی، او یا هم بېلابېلې اروايي ستونزې موجودې وي. نو د ډلې مشر کولای شي چې د لانجې د حل په وخت کې د کسانو اروايي چلندونه په پام کې ونیسي.

تشویق او توصیف:

د یوې ډلې او ادارې مشر باید دا په پام کې ونیسي چې خپل تر لاس لاندې کسان د ښو کارونو په بدل کې تشویق کړي او د سرغړونو په ترڅ کې یې بېرته لارې ته سم کړي یا لږ تر لږه یې مجازات کړي. د هر انسان په طبیعت کې دا حس موجود دی چې د ښو کارونو پر وړاندې باید تشویق شي.

انسان د غذا او اوبو په شان تشویق او توصیف ته هم اړتیا لري، او دغه کار د ده د اروايي فشار په کموالي او د کار د ښه ترسره کولو په برخه کې ستر رول لوبوي. ځینې مشران دې ټکي ته پام نه کوي او هغه کسان چې دنده ورسره ترسره کوي یوازې د پیسو او اته ساعته کار کولو پر سر معامله کوي. حال دا چې یو کارکوونکی په ځینو وختونو کې له پیسو څخه زیات تشویق ته اړتیا لري.

یو مدیر یا ډلمشر باید د خپلو کسانو په تشویق او توصیف کې منځلاری واوسي او داسې نه چې کار او تشویق د یو بل په پرتله زیات او کم وي. کله کله داسې هم کېږي چې د یوه کس تشویق د بل کس د رټلو لامل کېږي او مقابل کس ګومان کوي چې د دې کس تشویق د ده په کمزورۍ دلالت کوي.

په ډله او اداره کې د یوه کس راتلونکی:

هر کس غواړي چې ښه راتلونکی ولري او په خپل کار کې پرمختګ وکړي. په ډېرو ډلو کې د رهبر له خوا دې ته پاملرنه نه کېږي چې د ده په ډله کې کوم داسې کسان موجود دي چې باید پرمختګ وکړي او له ټیټ پوړ څخه لوړ پوړ ته لاړ شي.

ځینې رهبران په دې موخه هم دا کار نه کوي چې خپله رهبري تر ګواښ لاندې ویني او ګومان کوي چې د ښو کسانو په ګمارلو به دوی له صحنې ووځي. خو که چېري یو رهبر او مدیر وغواړي خلک په فکري لحاظ وروزي، باید په سازمان کې دننه د کسانو د پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي او په دې باندې کار وکړي چې کسان یې باید مخ ته لاړ شي.

په ډېرو ادارو کې داسې کارکوونکي شته چې کلونه کلونه یې په ټیټو څوکيو کار کړی او د پرمختګ هېڅ څرک یې نه دی لیدل شوی. دغه کار نه یوازې د کارکوونکي راتلونکی له ستونزو سره مخ کوي، بلکې د ډلې یا ادارې په ګډوډۍ کې هم رول لري. کارکوونکی عقدوي چلند خپلوي او په اروايي لحاظ له ادارې سره فاصله نیسي.


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب