
په خونکار ناول کې داستاني عناصر
د خونکار ناول کې داستاني عناصر.
د خونکار ناول لیکوال، ارواښاد نصیراحمد”احمدي“ دی، چې په (١٣٨٩ ل) کال چاپ شوی دی.
خونکار ناول یو ټولنیز(اجتماعي) ناول ده، چې ژبه یې ډېره ساده ده، لیکوال کلمې په ډېر ښکلې ډول پکې ځای پر ځای کړې دي. په خونکار ناول کې وژنې او ځورونې په عام ډول تر سره کېږي.
د دې ناول مرکزي کرکټر، یوه انجلۍ ده، چې غوټۍ نومېږي. د حمید پلار چې د غوټۍ ماما ده، له عطاءالدین څخه غواړي چې غوټۍ حمید ته په نکاح کړي، خو عطاءالدین نه غواړي، چې غوټۍ حمید ته ورکړي. په اصل کې حمید او د ده پلار، دځمکې او شتمني په خاطر، له عطاءالدین سره دوستي کول غواړي، ځکه چې عطاءالدین زوی نه لري او حمید غواړي، چې میراث ورته پاتې شي.
کیسه:
یوه ورځ عطاءالدین د خپل ورور غوث الدین کور ته ځي، او غواړي چې د کارېز د اوبو په وېش ورسره خبرې وکړي، کله چې د شپې کور ته ځي، په لاره کې ورباندې وار کېږي، او خپل ژوند له لاسه ورکوي، غوټۍ او د هغې مور په غوث الدین باندې شکمنې کېږي، غوث الدین چې، د ځان سپینولو په خاطر، دوی ته هر څه وایي، خو دوی یې نه مني.
یوه ورځ د غوټۍ مور هم وژل کېږي، خو دا ځل د کلي خلک غوث الدین نه پرېږدي، حمید او د ده پلار هم قسم کړﺉ، چې غوث الدین به ژوندی نه پرېږدي، غوث الدین خپل ځان له خلکو څخه پټوي. له دې وروسته د عطاءالدین یو مزدور چې جانکو نومېږي، په دې خبرېږي، چې د غوټۍ مور حمید وژلې، ځکه چې د حمید زرینه خولۍ، جانکو په څاه کې، د څاه پاکولو پر وخت پیدا کړې وه،ْ په همدې ورځ جانکو هم وژل کېږي، غوټۍ په خپل خاوند باندې د مور او پلار د وژلو تور لګوي، خو حمید د غوټۍ خبرې نه شې زغملای، بلاخره د غوټۍ د وژلو هڅه کوي، چې غوث الدین راځي…
تلوسه:
تلوسه،تجسس یا هیجان په داستان لیکنه کې هغه تګلاره ده چې لوستونکی له پوښتنې، نا ارامۍ، ذهني کشمکش او لانجې سره مخامخ کوي، او دا احساس ور کوي چې ژر تر ژره نور داستان ولولي او په هغه کې د خپلې پوښتنې ځواب، یا خپل ذهني سکون ومومي.
د خونکار په ناول کې، له پیل تر پایه پورې تلوسه شته، چې لوستونکی یې په لوستلو نه ستړی کېږي. مثلاً، غوټۍ په بیړه ولاړه شوه، په لاس کې نیولې چاړه یې پورته کړه، یو چا اخ کړل، بتۍ یې له لاسه ولوېده، له دروازې سره ولګېد، درب شو، په غولي ولوېد.
کرکټر او کرکټر کښنه:
الف: کرکټر: په داستاني ادب کې هغه چاته کرکټر وایي چې پېښې زېږوي یا پېښې ورته پېښېږي. په ادبیاتو کې د کرکټر له کلمې څخه هدف هغه خلق شوی انسان، حیوان یا کوم بل شی دی، چې د یو حقیقي انسان، حیوان یا هماغه شي په شان له خصوصیاتو څخه برخمن وي او له همدې خصوصیاتو سره په داستاني ژانر کې را څرګندېږي.
ب: کرکټر کښنه: د وګړو د ظاهري او باطني ځانګړنو بیان ته کرکټر کښنه وایي، چې د ځایونو او منظرو، توصیف پکې شوی وي ، او د خلګو پېژندګلوي هم په کرکټر کښنه کې راځي.
د خونکار ناول د کرکټر کښنې یوه بېلګه: غوټۍ سترګې رڼې کړې، کوټه کې یوازې وه، کېناسته، سر کې یې څړیکه شوه، تندي ته یې لاس وروړ، تر سر یې ټوټه تاو وه.
بل مثال: حمید د کوټې پرده یوې خواته کش کړه، رڼا شوه، د ښځې وړې سترګې رډې راختلې وې، غاړه یې خولې وه، تار تار لانده وېښتان یې پر تړلي تندي پراته ول.
د صحنو انځورول(منظرکشي):
په داستان کې هغه څه ته صحنه وایو چې په یو وخت او ځای کې پېښېږي او لوستونکي ته په مستقیم ډول وړاندې کېږي. یا هغه ځای یا مکان چې د داستان یوه پېښه پکې رامنځ ته کېږي او کرکټرونه خپل رول پکې ترسره کوي صحنه بلل کېږي.
د صحنې دغه بېلګه وګورﺉ: پاو وروسته له ځنګله ووتل، د غونډیو تر لمنو پورې مړه شګه پرته وه، پلونه نه غلطېدل، خو وروسته وړې تیږې پیدا شوې، او چې کله یو څه پورته وختل، پلونه ورک شول، د غونډۍ ترسره لویې وړې تیږې، شنې سپاندې او غرني سپېره بوټي ولاړ ول.
بله بېلګه: ټول مخ پورته روان شول، پاو وروسته د غونډۍ سر ته وختل، مخامخ ځېر شول، سترګو ته یې هسکه غونډۍ ولاړه وه، ژوندی ساری نه ښکارېده.
ډیالوګ(Dialogue):
ډیالوګ د کرکټرونو تر منځ خبرو اترو ته ویل کېږي. یا به له ځان سره غږېږي او یا له نورو سره.
دلته د خونکار په ناول کې د حمید او غوټۍ تر منځ د ډیالوګ یوه برخه وګورﺉ: د حمید شونډې وخوځېدې، جانکو ته حاجت نشته، یو کوچینی مزدور به ونیسو، غواوې خو پیایلی شي، د باغ په کارونو او د وښو په راوړلو کې به زه لاس ورسره وړم.
غوټۍ په خواره خوله وویل، جانکو بد سړی نه دی، کوچنی په دې کور کې رالوی شوی، پلار او نیکه یې زموږ خدمتګار ول!
لیکوال: عصمت الله (سیدزاده)