د بل عیب ویل او خپل صفت کول

هر چیري مو د بل عیب ویل نو لومړی خپل عیب در په ياد کړۍ.

الله تعالی فرمایی: که چیري ته زما د یو بنده په یو عیب پرده واچوي،
نو زه به ستا په اویا عیبونو باندي پرده واچوم.

• که په بيروبار کې يوۀ سړي له موږ څخه موټر مخته کړ احمق دی او که موږ ترې مخته کړ چالاکه او بيدار يوو.

• که زموږ د تليفون زنګ چا اوکې نه کړ کبرجن او بې مالګې دی او که يې موږ تليفون اوکې نه کړ خو داده وينې مو چې مصروف يوو.

• که قد يې له موږ څخه جګ و، اوو!! دا څومره ډينګ دی! که يې قد له موږ څخه ټيټ و ,دې چـرې ته ګوره!

• که مو ملګری کنجکاو او په هره خبره پسې ګرځېدۀ ياره يو خو دی سم د مازغوچینجی دی  په هر شي کې هډوکي لټوي او که موږ د هرڅه جزيات را سپړل  بيا وايوو ځان پوه کول ډېر بهترين کار دی.

• که له موږ څخه ډېر چاغ وي بززن دی که له موږ څخه ډنګر وي کررن دی.

• که له موږ ډېر له خلکو سره غږېدۀ کړتو دی،  که د‌ موږ په پرتله کم غږېدۀ بې خولې دی.

• که يې له موږه کم عبادت کاوه بې لماځه و ناولی دی او که له موږه ډېر عبادت کاوه مخ دې تور چې داسې بزرګ  يې.

• که په اتاق کې مو پياله چا په ناپامي کې په لغته ووهله ړوند دی لارې ته نه ګوري او که موږ ووهله دومره بېعقل دی په لويه لاره کې يې پياله ايښې ده.

څه پکې وا یاست؟

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب