غاښ او ملګري | طنزي کیسه
لمسي یې په معصومه لهجه ورته وویل:
نیکه! ته غاښونه لرې؟
نیکه یې موسکی شو، اوږده ساه یې واخیستله، ول زویه! ژوند راښوولې ده چې غاښونه لکه ملګري داسې دي، تل به درسره وي، کله به مرسته درسره کوي او کله به دې دردوي، ته یې تل پاک لره، څو ښه ګټه درکړي، کوم یو چې دې دردوي هغه به چینجن وي او چې مینه درسره لري هغه به یې د زړه په څېر پاک وي، کوم یو چې له لاسه ورکړې هغه لکه ملګری، څه موده به یې ورکه درد لري، وروسته به هېر شي، خو ځای به یې تش وي.
لمسي یې بیا خپله پوښتنه تکرار کړه:
ښه، دا راته ووایه چې ته غاښونه لرې که یه؟
نیکه ول نه، لمسي یې ورته وویل: ډېر ښه،
زه لږ بهر ته وځم، بېرته راځم تر هغو دا مڼه راته ونيسه.