پلاره سیاست یانې څه؟

يو زوی له پلاره پوښتنه وکړه چې سیاست يانې څه؟
پلار يې ورته وويل زه به د‌ خپلې کورنۍ مثال درکړم
مثلا زه حکومت يم
ځکه چې هرڅه زه ټاکم او تعيينوم يې.
مور دې ټولنه ده ځکه د کور کارونه اداره کوي.
د کور خدمتګاره مو بېچاره ملت دی ځکه سهار تر بېګا کار کوي خو هيڅ هم نلري.
ته روشنفکر يې ځکه درسونه وايې او پوه هلک يې!
وړوکی ورور دې چې دوه کلن دی راتلونکی نسل دی.

چې شپه شوه هلک د شپې نيمه شپه د‌ خپل واړه ورور په ژړا له خوبه راويښ شو چې ورور يې وکوت پرتوګ يې سم ډک کړی او لاس او پښې پکې وهي
هلک د مور او پلار کوټې ته ورغئ چې راويښ يې کړي، ګوري چې پلار يې په چپرکټ کې نشته يوازې مور يې ويده ده.
او مور يې هم په دومره ژور خوبه ويده ده چې هرڅومره غږ ورباندې کوي او ښوروي يې مور يې نه راپاڅېږي.
د خدمتګارې کوټې ته ځي چې هغه راويښه کړي
ګوري چې پلار يې له هغې سره ويده دی!!!!!
سبا سهار يې پلار له زوی څخه پوښتي
زويه! پوه شوې چې سیاست يانې څه؟
زوی يې وايي
هو! پلاره پوه شوم
سياست يانې دا چې حکومت يې د‌فقير او بېچاره ملت له جېبه شکوي.
ټولنه په درانه خوب ويده ده.
او روشنفکر چې هره هڅه کوي نشي کولای چې ټولنه رابيداره کړي.
په داسې حال کې چې راتلونکی نسل غ.. کړي او په چټلي کې لاس او پښې وهي.

  • د نصاب کتابونه
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ