پر ماکلچر (Permaculture) څه شی دی؟

د Permaculture لغات د دومداره کرنې (زراعت پیدار) په مفهوم ده، خو په کرنه کې پرماکلچر د کرنې هغه څانګه ده چې هر ډول نباتات لکه سبزیجات، میوه جات، کرنیز نباتات، زینتي نباتات او ونې په زینتي بڼه، په عضوي طریقه وکرل شي.

دا ډول کرنه د لمړي ځل لپاره د یوه استرلیاوي ایکلوجې پوه بیل مولیسن لخوا په 1970 میلادي کال کې منځته راغله. ده د دا ډول کرنې څخه عمده اهداف دا وو چې په زینتي ډول د هر ډول نباتاتو کرل چې د ژوندیو موجوداتو لپاره یو ښه ایکو سیستم رامنځته کړي، لکه د انسانانو لپاره تفریح ترڅنګ غذایي مواد هم برابرل کړل شي، د حیواناتو لپاره هم د غذایي موادو وسیله وګرځي او هغه کوچني ژوندي موجودات چې په چاپیریال کې دي د هغوی پایښت لپاره ښه محیط اماده شي. څرنګه چې مختلف نباتات د خاورې په حاصلخیزي باندې راز راز اغیزې لري نو د مختلفو نباتاتو کرل او د هغوی پاتې شونو خاورې ته علاوه کول د خاورې په کیمیاوي او فزیکي حالت ښه والي کې عمده رول لري.
څرنګه چې دا ډول کرنه ډیر نور اهداف او د تطبق پریمانه ساحې لري، ښه خبره ده چې په اړه یې مطالعه وشي.

راټولونکی
م. ا. مقبل
د کرنې او مالدرای پاڼه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب