پر رسول الله صلي الله عليه وسلم دايمان غوښتنې

الله تعالي فرمايلي دي : فَالَّذِينَ آمَنُوا بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُوا النُّورَالَّذِي أُنْزِلَ مَعَهُ أُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ۞ الاعراف
پس هغه خلک چۍ ايمان راوړي په دغه پيغمبر، قدر او عزت يې وکړي، مرسته او حمايت ئې وکړي او د هغې رڼا پيروي وکړي چې له هغه (رسول الله) سره نازله شوې ده ، همدغه خلک کامياب دي.

د پورتني ايت په رڼا کې ويلاى شو چې د رسول الله صل الله عليه وسلم سره زمونږ د تړاو څلور غوښتنې دي.

١- په هغه ايمان لرل   ٢- د هغه تعظيم او قدر کول    ٣-  د هغه نصرت او مرسته کول   ٤- د هغه د راوړي نور (قرآن کريم)  پيروي کول.

لومړنۍ غوښتنه: ايمان

د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره زمونږ د تړاو لومړئ او اساسي غوښتنه  دا ده :  په دې ايمان ولرو چې هغه د الله وروستنس پيغمبر دى، د ټولې نړۍ لپاره بيلګه لارښود او پيشوا دى، او د ټولو خلکو لپاره رحمت،  بشير او نذير راليږل شوې دى.

الله تعالي فرمايلي دي: وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا كَافَّةً لِلنَّاسِ بَشِيرًا وَنَذِيرًا… ۞ او مونږ ته نه یې ليږلی، مګر ټولو خلکو ته زيرې ورکونکې او ويرونکې.

وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ۞ الانبياء او مونږ ته نه یې ليږلې مګر رحمت د عالميانو لپاره.

دویمه غوښتنه: توقير او تعظيم

په رسول الله صلي الله عليه وسلم باندې د ايمان راوړلو نه وروسته دا طبيعي،فطري او قطعي غوښتنه ده، چې د هغه قدر،عزت، عظمت او منزلت  د مسلمان  په زړه کې ځاى ونيسي او هغه ته ادب او احترام ولري. په سوره الحجرات کې الله تعالي مسلمانانو ته  د دغه ادب او احترام تفصيلي لارښونه کړې ده.

الله تعالي فرمايي: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِيِّ وَلَا تَجْهَرُوا لَهُ بِالْقَوْلِ كَجَهْرِ بَعْضِكُمْ لِبَعْضٍ أَنْ تَحْبَطَ أَعْمَالُكُمْ وَأَنْتُمْ لَا تَشْعُرُونَ) سورت حجرات 2

اي مومنانو د رسول الله صل الله عليه واسلم په اواز باندې خپل غږونه مه پورته کوئ او دهغه سره په لوړ غږ په داسې انداز سره خبرې مه کوئ لکه چې په خپلو مينځونو کې ئې کوئ، که داسې ونکړئ نو تاسې به خبر هم نه ياست او عملونه به مو برباد شوي وي.
په پورتني ايت کې د هغه چا لپاره چې د رسول الله عليه وسلم ادب او احترام ونکړي سخت وعيد او رټنه  ذکر شوې او هغه دا چې د هغه ټول کړي اعمال برباديږي.

د رسول الله د تعظيم او احترام تکميل په دې کې دى چې د هغه اطاعت وشي او د هغه سره د زړه محبت وساتل شي.

اطاعت: په رسول الله صل الله عليه وسلم باندې د ايمان لازمي شرط دهغه اطاعت او تابعداري ده.

په قران کريم کې چې په کوم ځاى کې د الله د اطاعت حکم شوى دى جوخت ورسره  د رسول الله صلى الله عليه وسلم  د اطاعت حکم هم شته.

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُول… َ۞ النساء   اي مومنانو د الله او د هغه د رسول اطاعت وکړئ.
بلکې د رسول الله صلى الله عليه وسلم اطاعت ئې د الله تعالى اطاعت ګرځولې دى. مَنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللَّهَ… ۞ النساء
چاچې د رسول الله صلى الله عليه وسلم  اطاعت وکړ داسې دى لکه چې د الله  جل جلاله  اطاعت ئې کړى وي.

رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: من اطاعني فقد اطاع الله ومن عصاني فقد عصى الله. _ بخاري.
چاچۍ زما اطاعت وکړ په تحقيق سره د الله تعلى اطاعت يې وکړاو چاچې زما نافرماني وکړه نو د الله تعالي نافرماني يې وکړه.

محبت: په رسول الله صلى عليه وسلم باندې د ايمان دوهم لازمي شرط د هعه سره محبت دى په دې معنى چې اطاعت به د محبت په جذبې سره وي که نه د محبت پرته اطاعت خو د يو ظالم پاچا هم کيږي .

د رسول الله صلۍ الله عليه وسلم سره محبت د ايمان د لوازمو څخه ګڼل کيږي او له دې پرته ايمان بشپړ کيدلاى نه شي. مسلمان ته بايد رسول الله صلى الله عليه وسلم د خپل ځان، مال ،مور او پلار، اولادونو او ټولو خلکو څڅه محبوب ويږ

الله تعالى فرمايلي دي: قُلْ إِنْ كَانَ آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَاؤُكُمْ وَإِخْوَانُكُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ وَعَشِيرَتُكُمْ وَأَمْوَالٌ اقْتَرَفْتُمُوهَا وَتِجَارَةٌ تَخْشَوْنَ كَسَادَهَا وَمَسَاكِنُ تَرْضَوْنَهَا أَحَبَّ إِلَيْكُمْ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَجِهَادٍ فِي سَبِيلِهِ فَتَرَبَّصُوا حَتَّى يَأْتِيَ اللَّهُ بِأَمْرِهِ وَاللَّهُ لا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ [التوبة:24]

ورته ووايه که چيرته ستاسې پلرونه ،زامن ،ورونه، ميرمنې او قبيله اوهغه مالونونه چې تاسې لاسته راوړې دي  او هغه تجارت چې له تاوانه يې ويريږۍ تاسي ته د الله،د هغه د رسول او جهاد نه زيات محبوب وي بيا نو د الله د عذاب انتظار وکړئ ، الله تعالى فاسقانو ته سمه لاره نه ښايي.

رسول الله صلى فرمايلي دي: والذي نفسي بيده لا يومن احدکم حتي اکون احب اليه من والده و ولده و الناس اجمعين. متفق عليه
قسم په هغه ذات چې زما روح د هغه په لاس کې دى کامل مومن نشي کيدلاى يو له تاسې څخه  تر هغې چې زه ورته د خپل پلار، اولادونو او ټولو خلکو څخه محبوب نشم .

امام بخاري دعبدالله بن هشام رضي الله عنه  نه نقل کوي چې يوه ورځ مونږ د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره وو په داسې حال کې چې رسول الله صلى الله عليه وسلسم  عمر فاروق رضي الله عنه له لاسه نيولې وو ، عمر رضي الله وويل: يا رسول الله صلى الله عليه وسلم ته ماته  د خپل ځان پرته نورله ټولو شيانو څخه زيات محبوب او ګران يې ، رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: نه په هغه ذات قسم چې زما روح د هغه په قبضه کې دى ته تر هغه مومن کيدلې نه شي تر دې چې زه تاته ستا دځان څخه هم ډېر محبوب نشم. عمر رضي الله عنه وفرمايل: اى د الله رسوله ته اوس ماته د خپل ځان نه هم زيات محبوب يې: رسول الله صلى الله عليه وسلم د هغه په ځواب کې وفرمايل:  اى عمره اوس ستا ايمان پوره شو.

نو معلومه شوه چې په رسول الله صلى الله عليه وسلم باندې ايمان د هغه سره د محبت نه پرته نشې پوره کيداى او هغه سره محبت د هغه د اتباع نه پرته ممکن نه دى

دريمه غوښتنه :  نصرت او مرسته

د رسول الله صلى الله عليه وسلم  د نصرت او مرستې څخه مراد د هغه ددين نصرت ، د هغه څخه دفاع او د هغه مقصد په لورې ګامونه پورته کول دى  د کوم په خاطر چې رسول الله صلى الله عليه وسلم پيغمبر راليږل شوې دى .

د رسول الله صلى الله عليه وسلم د بعثت مقصد دادى چې د الله تعالۍ دين په ټولو دينونو باندي غالب شي .

الله تعالى فرمايلي دي: هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونََ۞  الصف

الله تعالى هغه ذات دى چې خپل پيغمبر يي د هدايت او حق دين سره راليږلى دى تر څو دا دين په ټولو نظامونو باندي غالب شي اګر که مشرکان يې بد ګڼي.

نو په رسول الله باندې د ايمان غوښـتنه داده چې د هغه مقصد په لاره کې هلې ځلې وشي د کوم لپاره چې رسول الله صلى الله عليه وسلم مبعوث شوې دى او هغه دا چې د الله تعالى دين په ټولنه باندې حاکم شي ، د هغې د خپراوي ،پوهاوي او حاکميت  په لار کې قرباني ورکړل شي، او مسلمانان  خپل ځانونه، مالونه ، وختونه ، استعدادونه او ټول هغه څه چې په واک کې لري په دې لاره کې خرڅ کړي تر څو د الله تعالى په ځمکه د الله نظام حاکم شي .

څلورمه غوښتنه : د قران کريم پيروي

په رسول الله صلى الله عليه وسلم باندې د ايمان څلورمه غوښـتنه داده چي د هغه رڼا پيروي وشي چې په رسول الله صل الله عليه وسلم باندې  نازل شوي ده او هغه د الله تعالي سپيڅلې کتاب قرانکريم دي.

درسول الله صل الله عليه وسلم د وفات نه وروسته چې هغه صلي الله عليه وسلم دى امت ته کوم بشپړ دين پريښې دى  د هغي اساس قرانکريم او نبوي سنت دي. مؤمن بايد دغه دوه بنسټونه د خپل ژوند اساس وګرځوي ترڅو له بى لارۍ څخه په امن شي.
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلې دي: ترکت فيکم امرين لن تضلوا ما تمسکتم پهما کتا ب الله وسنة نبيه. موطا امام مالک

ما په تاسې کې دوه شيان پريښودل که مو کلک ونيول هيڅ کله به بي لارې نه شئ يو د الله تعالى کتاب او بل يې د پغمبر سنت.

په رسول  الله صلى الله عليه وسلم باندي د ايمان پورتنيو غوښتنو په رڼا کې مسلمان بايد د رسول الله صلي الله عليه وسلم ژوند د خپل ځان لپاره قدوه اونمونه وګرځوي او د ځان،کورنۍ او ټولنې اصلاح وکړې.

په دې کلونو کې چې د کفري نړۍ لخوا د يوه منظم پلان له مخې د مسلمانانو دديني ارزښتونو او مقدساتو سپکاوې کيږي هغوى چې په فکري او انساني لحاظ ماتي خوړلې غواړي له دې لارې خپله ماتې جبران کړي نو مسلمانانو ته پکاردي چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم د راوړې شريعت او ديني ارزښتونو سره د مسلمانانو مينه زياته او تړاو مضبوط کړي او د شان رسالت څخه د دفاع په لاره کې هر اړخيزي هلې ځلې وکړي

جمعيت اصلاح افغانستان چې يو فکري، کلتوري،تربيتي،اصلاحي، او ديني خوځښت دي د همدې لپاره تاسيس شوې او هلې ځلې کوي،چې د ټولنې پام د هغوې  مسوليت ته راواړوي ترڅو د الله تعالي په مرسته يوه پاکه، با احساسه، هدفمنه، با درده او با درکه ، الله تعالي ته خوښه او د رسول الله صلى الله عليه وسلم په سنتو برابره او دهغه په مينه ودانه اسلامي  ټولنه جوړه شي او نړۍ دامن، عدالت او سوکالۍ نه ډکه شي.چې په دې سلسله کې يې دغه اونۍ د رسول الله صلى الله عليه وسلم د دفاع اونۍ نومولې ده او په دې تړاو يې ګڼ پروګرامونه لکه د سيرت النبي دورې مسابقې، خطبې، کنفرانسونه او درسونه په لار اچولې دي، تر څو د خپل پيغبر سره مو محبت لا زيات او د دښمنانانو شوم اهداف له خاورو سره خاوري کړو او ورته وښايو چې د الله نور د دوى په پوکيو نه مړ کيږي بلکه لا روښانه کيږي .

يُرِيدُونَ لِيُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ۞  الصف

دوى غواړي چې په خپلو خولو د الله نور مړ کړي خو الله خپل نور بشپړوي اګر که کافران يې نه خوښوي.

شکر الله مخلص.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب