پخوانۍ ځلانده دوره او نامعلومه او ورکه اينده
دیو روښانه حقیقت په لیدلو سره دا جوته ده چې نړۍ دوخت په تیریدو دپرمختګ په لور روانه ده، ورځ تر بلې دژوند د ښېرازۍ،امنیت، ښه تعلیم، ارامه ژوند، د ښه سفر سهولتونه، د هیواد ابادۍ او بلاخره د هوسا ژوند لپاره اسانې لارې چارې برابروي، برعکس موږ ته په یوشتمه پیړۍ کې دتیرې روښانې دورې ارمان راځې او دپرمختګ په نړۍ کې په شا روان یو.
تعلیم، صحت، امنیت، اقتصاد…شیان که تري بیخې وباسو موږ دخوراک لپاره ډوډۍ هم نلرو، سره لدې چې موږ دنړۍ ستراتیژکه جغرافیه، غنې زخایر، یورانیم، لیتیم، مس، نفت، ګاز او دنړۍ دډبرو قیمت ترینه او با ارزښته معدنونه او کانونه هم لرو.
خو بیا هم!
د سرو زرو رشه باندې ولاړ یم په نس خوږی!
ولی؟ ولی نړۍ مخته روانه ده او موږ شاته پاتي یو؟
ددغې پوښتنې ځواب لویه څیړنه او کار غواړي، خو دروښانه او په ځان بسیا اینده لپاره پکاره ده چې دتعلیم په قوت وطن اباد کړو نه دسوال په پیسو پرمختګ، تاریخ ته په کتو جوته شوي، هغه هیوادونه چې تعلیم، صحت، اقتصادې منابع، زراعت او نظامي سکتور یې دنورو هیوادونو له خوا تمویلیږي، یوه ورځ به ضرور راپرځي، لکه سنګه مو چې یاد حالت تجربه کړ، نظامونه تل دبشري قوې پر مټ دپرمختګ پړاو ته رسیدلي دې او د نارضایت په نتیجه کې راپرځیدلي هم دې، دا اوس دحکومت مسؤلیت دی چې خپل ولس په غیږ کې ونیسې، لمړی دهیواد دننه مشروعیت ترلاسه کړې او دوهم په هیواد دننه ترلاسه کړی مشرعیت دنندارې لپاره په نړیوال ستیج څرګند کړې، دنړیوالو سره دسالمو اړیکو پر درلودو سره به دپرمختګ نوی پړاو پیل شي، چې په دې سره به دوطن تولیدات نورو هیوادونو ته صادرول، په مسلکې برخه کې د زده کونکو نورو هیوادونو ته لیږل او په عصري علومو سمبال بیرته راستنیدل یې د هیواد لپاره ستره لاسته راوړنه ده، دفرهنګونو تبادله، دهیواد تاریخي او توریستي سیمو ته دسیلانیانو جذبول، ترانزیت…د عایداتو سترې منبع دې چې دهیوادونو ترمنځ دخپل منځي اړیکو دپیاوړتیا په نتیجه کې ترلاسه کیږي، چې ددغو منابعو څخه دترلاسه شوو عایداتو په ځای لګونه دروښانه اینده لپاره سترې هیلې دې.
لیکنه: عنایت ولي (سید)