پاکوالی (طهارت) څه ته وایی؟

طهارت کتاب، د پاکوالی متعلق(روا او ناروا) معاني تعریفات،احکام، مصادراو اړوند مسایلو توضیح او تشریح ده .

پاکوالي(طهارت)معنی:

پاکوالی په لغت کې هر ډول ښکاره اوپټو پليتیوو څخه ځان خلاصولوته واي.
په اصطلاح کې حقیقي نجاست او حکمي نجاست لرې کولو ته وايي.

طهارت فقې اصطلاح:

طهارت(پاکوالی) فقهي اصطلاح دی چې د نجاستونو(حدث اکبر او حدث اصغر) د پاکوالي په معنی ایفاده کیږي.
لکه غسل، اودس، تیمم او د نجاستونو وینځلو ته ویئل کيږي.
د ځینو علماوو په قول طهارت عبارت دی د دریو اندامونو(مخ، لاسو او پښو) وینځل او دسرمسح یعنې اودس.

طهارت په څومعانیوو

د طهارت(پاکوالي) اړوند چې څومره تحقیق او تشریح شوی،تقریباً د دټولو قرأتونو او تشریحاتومقصد مراد یو دی.
مفردات راغب لیکلي: دعلم اللغت ځینو پوهانو طهارت په څو مترادفو کلمو معنی او تعریف کړی، پاک، پاکوالي او نظافت.
همدا رازد(تسهیل الهدایه)په توضیح او تشریح (طا)  د زور(فتحې)په قرأت(طَهارت) د پاکوالي مصدر ته ویلی شي د پاکوالي او نظافت په معنی .
دویم: (طا) د پیښ(ضمه) په قرأت(طُهارت) پاکواوبو ته وايي چې په استعمال ئې پاکوالی تر لاسه کیږي، لکه د باران، ویالوو روانې اوبه،سیندونو، چینو، کوهیانو او…
دریم:(طا) د زیر(کسرې) په قرأت(طِهارت) اسباب د پاکوالي لکه پاکه خاوره دتیمم لپاره،همدا راز په کومې زمکي ادرار وکړی شي، لمونځ پرې نه دی صحي تر هغې  چې د لمر وړانګې ئې وچي کړي، دلته سبب د پاکوالي د لمر وړانګې دي، همدا راز پاکه زمکه، واښه او نور پاک توکي د چاړه ،تورې او ورته اجناسو پاکوالي لپاره سبب د پاکوالي دی.

پاکوالی فرضیت

له نا پاکۍ(حدث) طهارت(پاکوالی) په خپل ذات کې په خپله فرض نه بلکې د دیني فریضو لکه لمونځ ،طواف د بیت الله او د قرآنکریم د ايتونو مسحي لپاره فرض دی.
طهارت(پاکوالي) دوجوب سبب درې دي.
لمړی: حکمي نجاست لکه بې اودسي، جنابت، د ښځو میاشتني عادت، نفاس او مړینه.
دویم: په بدن او کالیو د ظاهري نجاست وجود .
دریم: حلال حیواناتو تذکیه یعني له حیوان څخه په ذبح او نحرد مسفوحه وينې(روانې مردارې وينې) وتل.

لیک: احمد الله عاطفي

د ښوونکي لارښود کتابونه
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ