پانګوال اقتصادي نظام یا کپیټلیزم

پانګوال اقتصادي نظام یا کپیټلیزم

پانګوال اقتصادي نظام د مطلقې فردي ازادۍ بنسټ جوړوي او ملکیتونه پکې په شخصي او فردي سلطې کې راځي.

په کاپیټلیزم د شخصي ملکیت د ازادۍ پر بنسټ یې د اساس ډبره ایښودل شوې ، د تولید ټول وسایل ، ځمکې او سرمایې یوې ډلې په لاس کې وي همدا فردي ملکیت ګڼل کیږي.  د پانګوالۍ نظام د سیالۍ او ازاد رقابت نظام دی چې افراد به د پیسو او ګټې په لاسته راوړولو کې یو تر بله سالم او نا سالم رقابت کوي.

د کاپیټلیزم ( Capitalism) کلیمه د لومړي ځل لپاره په ۱۸۵۴میلادي کال کې  د انګلیسي ژبې په یوه ناول کې د پانګې د ملکیت په مانا وکارول شوه.

په پانګوالۍ اقتصادي نظام کې د دولت ونډه په اقتصادي ژوند کې محدوده او مهمې دندې یې، د امنیت ساتل، د عدالت تامینول، د ناسمو او غیر قانوني کار اخیستنو څخه مخنیوی، او دهغو کړو وړو پر مخ بیول دي چې خصوصي سکټور په کې کار وکړي.

د کاپیټلیزم د مفکورې له مخې د فرانسې له انقلاب وروسته دین، سیاست او فلسفه له اقتصاد او اقتصادي فعالیتونو څخه جلا شوه اګر چې په لومړي سر کې ادم سمیت فلسفه او سیاست له اقتصاد څخه جلا کړی وه خو له انقلاب وروسته دولت هم ترې جلا شو او په اقتصادي چارو کې د دولت د نه مداخلې فکر رامنځته شو.

پانګوال اقتصادي نظام لاندې نورې مختلفې بڼې او راکړې ورکړې روشونه هم لري

د ازاد بازار اقتصاد( Free Market Economy ):

چې د راکړې ورکړې ټول جریانونه د عرضې او تقاضا پر بنسټ ټاکل کیږي چې د اخیستونکي او خرڅوونکي رضایت یې ستر شرط ګڼلی شو، پدې ډول مارکیټ کې دولت ته د مداخلې حق نه ورکول کیږي.

ټولنیز بازار اقتصاد ( Social Market Economy ):

دا اقتصادي نظام هم د ازاد بازار په څیر دی خو دولت پکې د ټولنیزو ګټو په نظر کې نیولو سره په ځانګړو برخو کې د مداخلې، نظارت او څارنې حق لري.

دا اقتصادي ماډیول په ځینو اروپایي او په ځانګړي ډول په جاپان کې رایج دی.

ښیګڼې

په دې اقتصادي نظام کې د تولید زیاتوالی اصلي هدف دی او د خدماتو او تولیداتو د ایجاد او کارونې حق لري او پدې برخه کې هیڅ ډول محدودیت نشته، په ازاد اقتصادي بازار کې نوښتونه رامنځته کیږي.

د پانګوالي نظام اساسي هدف پانګونه ده او د پانګونې په کولو سره په ټولنه کې د کار زمینه برابریږي خلک د خپلې خوښې وړ تولیداتو او خدماتو ته لاس رسی پیدا کوي اقتصادي فعالیتونه رامنځته کیږي او د انسان د ژوند د بهبود لامل ګرځي.

نیمګړتیاوې

پانګوالۍ اقتصادي نظام د مطلقې ازادۍ پر بنسټ مخته ځي چې پانګې او سرمایې ته په انساني ارزښتونو فوقیت ورکول کیږي.

د تولیداتو او خدماتو د ارایې انحصار رامنځته کیږي او مارکیټ د یوې ډلې په لاس کې وي چې د خپلې خوښې نرخونه او د توکو کیفیت وړاندې کوي.

په ټولنه کې طبقاتي تضاد رامنځته کوي چې ټولنه په مالدار او غریبه طبقه باندې ویشي او د غریبو لاسنیوی د مالدارو مسؤلیت نه ګڼل کیږي، مالداره پکې نور هم مالداره کیږي او غریب پکې نور هم غریب کیږي، کوچني ماهیان د لویو ماهیانو ښکار کیږي، چې دا خپله په نړۍ کې نا انډولي، ظلم او بغاوت را پیدا کوي.

Atomic Habits

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب