ټوکې ټکالې

20 خندونکې ټوکې

احمد ژاړی :

ښځه و خپل ميړه ته وايی و ګوره احمد ژاړی وايی ما پر خره سپور که . ميړه يی وايی و دی ژاړی نو زه څه وکړم ؟ ښځی يی ورته وویل: يو د قيقی يی پر خپله شا سپور کړه .

ماما دومره اخلاص!

د جمعې په ورځ مسجد کي ملا صاحب مسئلې کولې او ۲ کسانو د چندې لپاره څادر صف په صف ګرځاوه، ما ورته د مخکي نه تابيا وکړه او د افغانیو يو لسګون مي ورته بېل کړ څادر راورسېد ما لسګون لا په څادر کي نه وو اچولی چي د شا طرفه سړي راته د زرو افغانیو نوټ راکړ خپل لسګون سره مي یو ځای په څادر کي ورخطا کړ خو د دې سړي اخلاص ته حيران شوم ما ویل ماما جزاک الله خدای دي درته قبولي کړي.

هغه سړي خوله زما غوږ ته را نږدې کړه او ويې ویل د پيسو راویستلو په وخت کي لږ پام کوه هغه د زر افغانیو نوټ ستا له جېب څخه را ولوېده ما تاته درکړ او تا چندې والا ته څادر کې ورخطا کړ.

بس په تندي مي مړه خوله راغله نور په ځان نه یم پوه سوی.

د غوايی غوښی :

یوه لیونی بل لیونی ته وويل : زه دا ډیر وخت کيږی د غوايی غوښی خورم ، اوس داسی غښتلی یم لکه نر غو يی . هغه بل ورته وويل : عجيبه خبره داده چی زه دا شل کاله کیږی د ماهی غوښی خورم اما تر اوسه می لامبو (آببازي) نه ده زده ؟

د ښځی حقوق :

له ښار نه د باندی په یوه کلی کی د ملګرو ملتونو د حقوقو د څانګی موټر روان دی ، چی ګوری يوه ښځه د مخه او میړه يی شاته پسی روان دی . د ملګرو ملتونو نماینده ګان له موټره راکښته شوه او سړی ته لاس ورکړ او تبريک يی ورته ووایه چی په افغانستان داسی سړی پیدا شو چی د ښځی حقوق يی مراعات کړه او ښځی ته يی په لاره کی حق ورکړ چی د مخه روانه شی . سړی ورته وويل : زه نور په هيڅ نه پوهیږم خو دومره می اوریدلی دی چی په لار کی زیات ماینونه ښخ دی ، نوځکه می ښځه د مخه کړیده .

اودس می مات سو :

په یوه ونه کی چرګان ناست وه . ګيدړه راغله ، تر ونی لاندی و دریده او چرګانو ته يی ږغ ور وکړ ویل : راکښته شی چی لمانځه ته ولاړ شو . پدی وخت کی د سپی غپا سوه . ګیدړه وارخطا رهی سوه . چرګانو ږغ ور پسی وکړ چی و دریږه موږ در کښته کيږو . ګیدړی ویل : اوس زما اودس مات سو ځم چی اودس وکړم .

ټوکې
ټوکې
دوزخ :

یوه میړه و خپلی ښځی ته وویل چی زما اوس پر دین عقیده راغله ، دا پدی چی ما ستا سره د واده دمخه نه منل چی دوزخ شته .

د ږیری سره ټکر :

ملا نصرالدین پر بایسکل سپور وو او د ښځی سره یی ټکر وکړ . ښځه ور ته په غصه شوه او ملا ته یی وويل : نه شرمیږی چی دا لوی ږیری سره ټکر کوی ؟ ملا ورته وويل : ما د ږیری سره ټکر نه دی کړی بلکه ستا سره می وکړ .

سړی نه یم :

غلام جان له کندهاره وردګو ته ولاړ او غوښته یی چی هلته د خپل دوست کورته چی عالم جان نومیدی ورسی . څنګه چی غلام جان په وردګو کښی نابلده وو ، نو يی د یوه سړی نه پوښتنه وکړه ویل: آ سړیه تاته به د عالم جان کور معلوم نه وی ؟ سړی پر غلام په غصه شو او ویی ویل : ماته سړی مه وايه ، زه سړی نه یم وردګ یم .

لامبو :

یو وردګ چی په نیويارک کی اوسیدی ، لامبو (آب بازی) ته ولاړ . د لامبو په ځای کی د یو لږ لوړ ځايه حوض ته ور ورلویدی ، راسته لاس يی مات شو. سبا ورځ بیا لامبو ته ولاړ ، د ډیر لوړ ځایه حوض ته ور ولویدی ، چپه لاس يی مات شو . دریمه ورځ چی يی بیا غوښته لامبو ته ولاړ شی ، ښځی يی ورته وویل ، اوس نو هلته څه کوی ، دواړه لاسونه دی مات دی ، لامبو څنګه کوي ؟ ورګ ورته وويل : نن باید زه لامبو ته ولاړ شم ، دا پدی چی نن و حوض ته اوبه ور ایله کوی .

څلور خره :

یوه سړی دری خره در لوده ، پر یوه سپور وو او دوه يی مخ ته روان وه . سړی چی دوو خرو ته وکتل ګمان يی و کی چی يو خريی ورک کړی دی . بل سړی چی پر لاره تیریدی د خرو خاوند پوښته ځينی وکړه ویل : وروره ما دری خره درلوده ، اما اوس دوه وينم ، ګمان کوم يو خر می ورک کړی دی . ته څو خره وينی ؟
د لاری سړی ورته وويل : زه څلور خره وينم .

خره
خره

شوخ زامن :

یوی ښځی بلی ښځی ته ویل : زما زوی دومره شوخ دی چی د ورځی څوځله کالی خیرنوی او زه يی وربد لوم . دا بلی ښځی ویل زما زوی دومره شوخ دی چی دی په کوڅه کی وی او زه کورته را ولم ، لمړی باید زه د لسو هلکانو مخونه و مينځم تر څو خپل زوی پکښی پیدا کړم .

د خرو ګنج :

وایی مخلص د څو نفرو سره په لار کی ولاړ وو او مجلس يی کاوه . یو سړی تیریدی د مخلص څخه يی پوښتنه وکړه ویل : آ وروره زه غواړم یو خر رانیسم ، اوس د خرو په ګنج پسی ګرځم پیدا کولای يی نه شم. کولای شی را ته ووايی چی د خرو ګنج چیری دی ؟ مخلص و خپلو رفیقانو ته وکتل او سړی ته یی وویل : وروه ته اوس دستی دخرو په ګنج کی ولاړ يی .

سرباز او چریکی :

یوی ښځی د بلی ښځی څخه پوښتنه وکړه چی د سرباز او چریکی تر منځ څه فرق دی؟ هغی ورته ویل چی عسکر مخامخ جنګیږی او چريکی د شا له خوا برید کوی . دا بلی ښځی ورته وويل ښه نو زما میړه دا شل کاله کيږی چی زما په مقابل کی چریکی دی .

ګرانی ده :

یوه سړی یوه فقیر ته وویل شرم وکړه ، پخوا دی ده ورځی فقر کاوه ، اوس يی د شپي هم کوی؟ فقیر ورته ویل څه وکړم ګرانی ده .

د سپی کاسه :

میلمه و کوربه (د کور خاوند) ته وویل : زه چه هر وخت ستاسی کره راسم دا ستا سپۍ ماته غاپی ؟ کوربه ورته وويل : دا زما ګناه نه ده ، سپۍ خپله کاسه بيژنی .

د شیطان لیدل :

یوه بد شکله سړی د ملا نصرالدین څخه پوښتنه وکړه چی شیطان به څنګه ووینم ؟ ملا ورته وویل : په اوبو کی وګوره شیطان به ووینی .

د فطر صدقه :

وايی د فطر صدقه د هری بلا مخ نیسی ، اما د هغی بلا نه له کومی سره چی ستا نکاح سوی وی .

خر :

یو سړی ته په کوڅه کی همیشه خلکو خر وایه . دئ له دی نوم څخه ډیر په تنګ شو. نو يی په مسجد کی خلک راټول کړه او هيله يی ځینی وکړه چه پر ده باندی بل نوم کښيږدی . هغو وروسته تر ډیرو مشورو وده ته وویل چه ښه ، ستا چی د خره نوم خوښ ندی ، موږ تاته سر له نن څخه کوټرکی وایو. داسړی ډیر خوشحاله سو او کورته ولاړ ، هلته يی و میرمنی ته دا قصه وکړه . میرمنی يی پر سر چپلاخه ور کړه ویل خدای دی خوار کړه ، يو کال وروسته چی لوی شی بیرته خر يی .

د اوبو سپئ :

یوه سړی وویل چي ماددریاب په اوبو کی د اوبو سپئ و لیده . بل سړی ورته وویل : ممکن د دریاب اوبه به روڼی وی او تابه خپل ځان پکښی لیدلی وی .

د واده دوری :

خلک وايی واده دری دوری لری . په لمړی کال کی ميړه وايی او ښځه يی اوری . په دوهم کال کی ښځه وايی او میړه يی اوری او په دریم کال کی دوی دواړه وايی او ګاونډیان يی اوری .

د ښوونکي لارښود کتابونه
Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب