ویلیام بلیک Willliam Blake

ویلیام بلیک Willliam Blake په اتلسمه میلادي پېړۍ کې د انګلیسي ادب او انځورګرۍ په ډګر کې لوی نوم دی. ده اویا کاله ژوند کړی او په شاعرۍ، انځورګرۍ او مذهبي علومو  یې کې پراخه لاس درلود.

نوموړي یوازې د انځورګرۍ په برخه کې رسمي زده کړې کړې وې او په همدغه برخه کې یې د تدریس له لارې د خپل ژوند اړتیاوې پوره کولې. بلیک په ځوانۍ کې واده وکړ او ۲۶کلن ؤ، چې د شعرونو لومړۍ ټولګه یې چې «شاعرانه طرحې» نومېده له چاپه راووتله.

دده د شعرونو ځانګړتیا دا وه، چې د دودیزو شعري قالبونو او قافیو پر ځای یې نویو فورمونو او سمبولیک بیان ته مخه کړه او همدارنګه یې د خپلو شعرونو سره ورته نقاشۍ هم وکښلې. په دې اساس کله به چې کوم چا دده شعري اثر لوست، شعر به یې نقاشي بیانوله او نقاشۍ به یې شعر.

د بلیک د نورو شعري ټولګو نومونه دا دي:

۱: د معصومیت ترانې او تجربې

۲: د دوزخ او جنت ترمنځ تړاو

۳: بیت المقدس

۴: اروپا او یوه وړاندوینه

بلیک نه یوازې د خپلو کتابونو پاڼې په ښکلو انځورونو سره ښکلې کړې، بلکې د یو شمېر نورو نامتو ادیبانو په کتابونو کې یې هم د هغو له محتوا سره سم انځورونه وکښل، چې د هغو له ډلې څخه د ایټالیا د ستر لیکوال «دانته» د «الهي کمیډي» کتاب یادولی شو. ویل کېږي، چې بلیک په ۶۰ کلنۍ کې له شاعرۍ څخه لاس واخیست او نور ټول وخت یې نقاشۍ ته ورکړ. خو د تعجب ځای دا دی، چې نوموړی په خپل وخت کې دومره ونه پېژندل شو، بلکې له مړینې څخه یې کابو سل کاله تېر شوي وو، چې دده کارونو ته د یوه اصیل هنرمند د هڅو په سترګه وکتل شول او د شهرت انګازه یې ترډېره ورسېده.

د بلیک څو ویناوې:

۱: د یو دښمن بښل، د یوه دوست تر بښلو ډېر اسانه کار دي.

۲: جاهل او ناپوه که چېرې په خپل جهل او ناپوهۍ کې هڅه او استقامت ولري، عاقل او هوښیار ورنه جوړېږي.

۳: هڅه وکړه، چې د نېکمرغۍ او خوشالۍ خبرې زیاتې په ژبه راوړې، نه د غم او بدمرغۍ.

۴: که چېرې غواړې د ګل له بوی او ښکلا څخه خوند واخلې، باید د هغو د اغزیو نېش هم وزغمې.

۵: په خپل دوست په قهر وم، کله چې مې هغه ته د خپل قهر وویل، قهر مې له منځه لاړ.

د بلیک د شعر یوه نمونه:

رنځور ګلاب

اې د ګلاب ګله ته رنځور یې

هغه په سترګو نه ښکاره کېدونکی چینجی

چې په شپه کې الوزي

د څپاند توپان په منځ کې

 

ستا بستر یې موندلی دی

ستا نازک بدن ته رسي

او د هغو پټه او ښکاره نامراده مینه

ستا ژوند تباه کوي.

The Sick Rose

O Rose thou art sick.

The invisible worm,

That flies in the night

In the howling storm:

Has found out thy bed

Of crimson joy:

And his dark secret love

Does thy life destroy.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب