وړتیا پیژندنه، کار اهل کار ته سپارل

د قرانکریم په محمد سورت کې د منافقینو په اړه راغلي دي: ايا دوى پر قُرآن غور نه دى کړی، يا که پر زړونو باندي یې قلفونه وهل شويدي؟، أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْءَانَ أَمْ عَلٰى قُلُوبٍ أَقْفَالُهَآ. [سُوۡرَةُ محَمَّد : 24]. د دې ایت په تفسیر کې مشهور مفسر ابن جریر الطبري رحمه الله دا لاندي روایت راخیستی ده:

رسول الله صلی الله علیه وسلم همدا ایت: ( أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ أَمْ عَلَى قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا ) یوه ورځ تلاوت کړ، نو یوه يمني ځوان وویل: همدا قلفونه به تر هغو د دوی زړونو ته پراته وي څو یې الله ور خلاص او ازاد کړي. دې ځوان د عمر بن الخطاب رضي الله عنه په زړه کې ډېر ځای ونیو، کله چې هغه خلیفه شو نو له دې ځوانه یې د حکومت په چارو کې کار واخیستی.
عَنْ هِشَامُ بْنُ عُرْوَةَ ، عَنْ أَبِيهِ قَالَ : تَلَا رَسُولُ اللَّهِ – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ – يَوْمًا : ( أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ أَمْ عَلَى قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا ) ، فَقَالَ شَابٌّ مِنْ أَهْلِ الْيَمَنِ : بَلْ عَلَيْهَا أَقْفَالُهَا حَتَّى يَكُونَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ يَفْتَحُهَا أَوْ يُفَرِّجُهَا . فَمَا زَالَ الشَّابُّ فِي نَفْسِ عُمَرَ – رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ – حَتَّى وَلِيَ ، فَاسْتَعَانَ بِهِ . تفسیر ابن کثیر.
د عمر بن الخطاب رضي الله دا کار د خلکو وړتیا او صلاحیت پيژندنه بللی شو، یو د خلکو وړتیا پیژندل دي او بل یې له وړتیا نه کار اخيستل دي، د ښې حکومت ولي له پاره دا دواړه لازمي او ضروري دي، د کار د پرمخبېولو له پاره د کار د خلکو پیژندل واجب دي او بیا له همدې خلکو کار اخیستل فرض دي. لکه ګوهري چې د ګوهرو په لټون کې په خاورو ايرو کې د ګوهرو پلټنه کوي باید په ټولنه کې د وړ او صلاحیت لرونکو خلکو همداسي پلټنه وشي.
او که د حکومت له پاره د کار د خلکو انتخاب په وړتیا او صلاحیت نه بلکي پر خپلوي او انډیوالي ولاړ وي، د خپل نظر او خپلي ډلي خلکو ته کار سپارل کیده، چاپلوسانو او غوړه مالانو موکې وهلې، واسطې، سپارښتونه او ملګرتیا پالل کیدله؛ نو دا حکومت او واکمن خلکو ته د کار اراده نه لري او د خلکو د خیر او پرمختګ هیله ورته لرل بې ګټي او بیځایه هیله ده، بلکي دا ډول واکمن ځان او خپلي ډلګۍ ته لګیا دي.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب