ولې مو ځوانان په زده کړه کې تر نورو پاته دي؟
په هېواد کې اکثره ځوانان چې ثانوي یا لوړې زده کړې تر سره کړي وروسته بیا فکر کوي چې ګواکې وخت مې هسې عبث تیر کړ پر درس باندې او وایي چې تر دې خو یو دوې پیسې لا ښه دي.
څو لاملونه چې ځوانان له زده کړو لرې او بې برخې کوي:
۱- د والدینو بې غوري د اولادو سره: کله چې ځوان ثانوي زده کړې پای ته ورسوي د کورنۍ له خوا څخه نور اجاره نه ورکول کېږي او ورته ویل کېږي چې نور به درسونو ته خاتمه ورکوې او مسؤلیت یې ور په غاړه کړي.
۲- د ځوان مایوسه کول: مخکې خو به په ځینو منطقو کې د زده کړې حاصل یو ډول عیب و خو خوشبختانه چې اوس دا رواج ورو ورو له منځه ځي او بل دا چې په کانکور کې ځوانان بې نتیجې شي یو ډول ما یوسه شي خو اصلآ د افغانستان پوهنتونو نه د دې توان نه لري چې دومره محصلین په پوهنتونو کې جذب کړي خو په کندهار کې د شخصي پوهنتونو فیصدي نظر نورو ولایتونو ته ډیره کښته ده خو دشخصي پوهنتونو درس هیڅ خوند نه ورکوي او نظر لری چې دا هیڅ فایده نه لري او دملګرو او کورنۍ له خوا د مایوسی پیغام ورکول کیږي خو دا نظر ډیر منفي دۍ.
۳- شتمنۍ ته تر علم ډیر قدر ور کول: د ټول افغانستان په سطحه اکثرآ ډیر خلک ملی ګټي یې تر پښو لاندي کړي وي او شخصي ګټو ته کوري او چې هر رقم وی په یو ډول نه په یو ډول غواړي چې په شتمنیو کې سیالي وکړي د خلکو سره خو د دې پر ځای باید په زده کړو کې سیالی وکړل شي چې دا هم د دې لامل کیدای شي چې زده کړو ته شا کړی او پیسو ته مخه کړي.
۴- ناکام فکرونه: هغه څوک چې شتمن وي د دې پر ځای چې درس ته ادامه ورکړي نو دا فکر کوي چې په دې هیواد کې هیڅوک درس نه شي ویلای او فکر کوي چې دلته د بمونو او وژنو باران دی خو داسې نه ده، که چېری ته داسې حالاتو ته په کتو سره درس ونه وایې نو بل رقم خو یې بیخي نه سي ویلای.
۵- د تشویق نه شتون: چې هر څنګه نا ځیرک ځوان وي خو که چېری تشویق شي دا ډیره مثبته نتیجه ورکوي زموږ په ټولنه کې د دې پر خای چې تشویق شي مایوسه کوي یې یوه ورځ مي د هندوستان د پوهنتون یو سایټ راخلاص کړي درخواست مي ترې وکړي چې څنګه کولای شم درس ته ادامه ورکړم ستا سو په پوهنتون کې چې سمدستي یې ایمیل راته وکړي او زنک یې راووه چې هرډول وي ته باید زموږ سره درس ووایې چې زه خپله یې ډیر تشویق کړم او ډیر ترې خوشاله شوم.