
ولې مطالعه وکړو؟ د ګټو په اړه یې ولولئ
د فرانسې فیګارو ورځپاڼې یوه نوې څېړنه خپره کړې چې په کې د مطالعې ګټې ذکر شوي مونږ د کاروان عمومي مالوماتو په دې برخه کې دغه ګټې په ترتیب سره ذکر کړي دي.
۱- مطالعه تمرکز ډیروي.
۲- مطالعه پر ځان د باور لوړیدو لامل کېږي.
۳- مطالعه د ذهن فعالونکی عمل دی.
۴- مطالعه د یو کس په ژوند کې د نظم لامل کېږي.
۵- مطالعه پنځونه ډېروي.
۶- مطالعه تاسو ته دا وړتیا دربخښي چې د یوې موضوع په اړه بحث او خبرې وکړئ.
۷- د کتابونو مطالعه تر ټولو ارزانه سرګرمي ده.
۸- مطالعه تاسوته دا امکان درکوي چې په خپله خوښه مطالب زده کړئ.
۹- مطالعه مو د استدلال ځواک پیاوړی کوي.
۱۰- مطالعه د تېروتنو کمیدلو لامل کېږي.
۱۱- مطالعه ستړیا لمنځه وړي.
۱۲- مطالعه کولای شي ستاسو ژوند بدل کړي.
۱۳- مطالعه استرس کموي.
۱۴- مطالعه تاسو د اوسنۍ نړۍ له ډیجیټالي مضراتو لرې کوي.
۱۵- د کتابونو مطالعه تل د فلمونو له لیدلو غوره ده.