نوي واده شوي ځوانان او د اختریزو جوړو ستونزمن بار!

په داسې حال کې چې د کوچني اختر خوشحالیو او د خوښیو نه ډکو شېبو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، زمونږ د ټولنې ډېر ځوانان له ځېنې ناوړه رسم او رواجو څخه خوشحاله نه برېښي  اوترې شکایت لري، چې له هغې څخه  یو هم د  هغه ځوانانو له اړخه چې  نوی کوژدن  یې کړی وي، د خپل خسر کور ته د اختریزې  جوړې ور وړل دي.

متاسفانه  دې ناوړه رسم او رواج زمونږ افغانۍ ټولنه کې داسې ريښې ویستلې دي چې ګڼې کورنۍ ورنه په رنځ اخته دي، په اخترونو کې د کوژده شوي ځوان له خوا د خسر کورنۍ ته ډول ډول جوړې اخیستل، د هغوی کورنۍ ته بېلابېل خواړه برابرول، بې ځایه مصارف کول، هغه ستونزه  ده  چې ډېر ځله ور ته غاړه اېښودل ځوانان او دځوانانو کورنۍ له ذهني ناروغیو سره مخ کوي.

د کابل ښار یو اوسېدونکی شیرخان وایي، چې کوم شيان چې په اخترونو کې کوژده شوي هلکان خپلې کوژدنې یا دهغې کورنۍ ته  ور وړي هغه  اختریزه جوړه بلل کېږي، چې پکې له يوې جوړې کاليو څخه نيولې بيا تر نهو جوړو پورې کالي وي، د دې ترڅنګ دسرو زرو غاړه ګۍ، بنګړي، ګوتمۍ، د سينګار سامان،  وچه او تازه مېوه هم پدې اختریزه کې شاملي وي، د يادونې وړ ده، چي په هره سيمه کې د جوړې دود او دشيانو شمېر سره توپير لري.

د کابل ښار یو بل  اوسېدونکی غفور په داسې حال کې چې د خپل خسر کورنۍ او په خاصه توګه د خپلې کوژدنې  لپاره  په خریدارۍ بوخت ؤ اصلاح رسنیز ګروپ ته له یوه ساړه اسویلي سره وویل : ((راغلی یم چې د کوژدنې او دهغې کورنۍ ته جوړې او خوراکي توکې واخلم.))

نوموړی وایي: ((که څه هم دا یو ناسم عمل دی، خو زه مجبوره یم چې خپله خسرګنۍ د خپلو تربرونو ترمنځ کمه رانه ولم او سبا ورته خدای مه کړه څوک پیغور ورنکړي چې زوم مو یوه روپۍ نه ارزي او د اختر لپاره یې ګوژدنې ته هېڅ هم رانه وړل.))

غفور  وایي چې دغه مصارفو  د اختر خوښي او ورځې ورنه هېرې کړي دي او یوازې  په دې لټه کې  دی چې د کوژدنې او کورنۍ لپاره ېې  تر ټولو ښه او قیمتي توکي واخلي.
نوموړی زیاتوي: (( په خواریو پیسې ګټو او په دغسې ناوړه کارو یې مصرفوو.))

سهارګل چې د وردګو ولایت اوسېدونکی دی وایي  چې په اخترونو کې د زوم د کورنۍ له خوا د ناوې کورنۍ  ته د جوړې ور وړل ددې لپاره وي چې کوژدنې ته ددې احساس ورکړي چې  د خسرګنۍ یې په یاد ده.

سهارګل زیاتوي: ډېری وخت د کوژدنې کورنۍ د هلک کورنۍ ته د جوړو ډول ډول فرمایشونه ورکوي چې لور ته به مې پلانکی شی او کورنۍ ته به یې پلانکی شی اخلې، چې دده په خبره دا کار بیا د هر چا په وس نه وي پوره.

نوموړی پدې  باور دی چې ډېری وخت په دغه ناوړه عمل کې هم سیالي شروع وي په دې مانا چې د نجلۍ مور وايي موږ خپله درسره ځو او په خپله خوښه هر څه اخلو، وایي  زمونږ همسایه ته یې زوم ډېر شیان راوړي وو نو زمونږ زوم هم باید له هغو نه  قیمتي توکي واخلي ځکه د عزت خبره ده او پدې بیا خبر نه وي چې دومره پیسې په دغه بې کارۍ کې له کومه کېږي.

د قیمتي جوړو رانیول، زیات مصارف کول ډېری وخت ښي پایلې هم نه لري او ورسره په کورنیو کې زیات شمېر ستونزې را ولاړوېږي.

کریم چې د کابل ښار د کوټې سنګي سېمې اوسېدونکی دی وایي: هغه کوژده شوي ځوانان چې په وس کې ډېر کمزوري وي او بیا د کوژدنې د کورنۍ هر فرمایش  پرځان مني د واده څخه وروسته د یادې نجلۍ ژوند مخ په خرابېدو روان وي.

نوموړي زیاته کړه د کوژدنې کورنۍ دې ته پام نه کوي چې په دې درنو مصارفو به مې سبا د لور ژوند له ستونزو سره مخ وي.

کریم وایي: چې د هلک خوېندې، مور او نور خپلوان یادې انجلۍ ته هروخت پیغورونه او طعنې ورکوي چې ستا دلاسه مونږ پوروړي شوو او د کوژدنې( سره زر) بېرته په پور کې لاړ شي او ورسره د کوژدنې ژوند له زیاتو ستونزو سره مخامخ شي، چې په پایله کې  د خوشحاله او آرام ژوند څخه هم  بې برخې پاتې شي.

خو ټول کسان بيا داسې نه وي، منان چې یو پلار دی او د کابل په  ښار کې ژوند کوي، نوموړی وایي:

((زه هېڅ وخت نه غواړم چي د اختر د جوړو لپاره خپل خېښان خفه يا پوروړي کړم ځکه په دې سره زما د لور ژوند خرابېږي))

منان زیاتوي د لور د خسرګنۍ چې څه په وس وي نو زما لور ته يې په خپله راوړي او که هېڅ شی هم ورته را نه وړي نوبیا هم موږنه خفه کېږو او نه ګيله ترې کوو..

نوموړی وایي : تر خېښۍ  وروسته باید دواړه کورنۍ  دغه ټکي ته ډېره پاملرنه وکړي چې په خپلو خېښانو زیات ظلم او د اختر د جوړو په نامه  بې ځایه مصارف ونکړي، ځکه چې دغه کار د دوی د لور په آینده ژوند باندې بد اغېز لري او په دې بې ځایه عمل باید د خپل لور ژوند د ستونزو او کړاونو څخه ډک نه کړي.

رضوان هم د کابل ښار د مکروریانو  د سیمې اوسېدونکی دی وایي: ماچې کله ګوژده وکړه د کوژدنې د کورنۍ له خوا د جوړو د اخیستلو غوښتنې ډېرې وې که څه هم دومره وس مو نه درلودو چې هم د واده ولور پوره کړو او ورسره ورسره دغه بې ځایه مصارف په ځان ومنو خو بیا هم نن سبا دا خبره دود ګرځېدلې چې هلک باید په دې ورځو کې خپلې کوژدنې ته د اختر جوړې، سره زر، د سینګار سامان ،او داسې نور توکي واخلي .

نوموړی وایي: ما داخبره له خسر سره شریکه کړه چې دغه مصارف که وکړو نو فکر نه کوم چې څو کاله نوردې هم وکولای شم د لور ولور دې پوره  کړم.

رضوان زیاته کړه خسر ته مې دې خدای (جل جلاله) خیر ورکړي دا خبره یې راسره ومنله او له دغه بې ځایه مصارفو یې وژغورلم اوس خوشحاله ژوند لرم.

روح الله چې د کابل ښار د ارزان قیمت د سېمې اوسېدونکی دی ښار ته په دې  نیت راغلی چې د کوژدنې لپاره اختریزې جوړې واخلي  او وایي :(( که رښتیا راباندې وایې زمونږ په افغانۍ ټولنه کې ډېر داسې غلط رواجونه موجود دي چې نن سبا دود ګرځېدلي دي.))

نوموړی د بېلګې په توګه دغه د اختر جوړې ، نوروزي، او براتي رواجونه یادوي او زیاتوي چې که یې ونکړې څوک درته د پیغور ګوته نیسي او په ټولنه کې دې نه شمارې.

بل اړخ ته د دیني  او ټولنیزو چارو کارپوهان پدې باور دي چې  یو خوا د ښار قیمتي او بل خوا دغه ناسم عمل ددې سبب کېږي چې افغان ځوانان په کلونو کلونو همداسې مجرد پاتې شي، چې کېدای شي په ټولنه کې د ډېرو ټولنيزو ستونزو د زېږېدو لامل شي.

د ټولنیزو چارو کارپوه استاد غلام مصطفی خان (هیله من ) پدې اړه اصلاح رسنیز ګروپ ته وویل : زموږ په  افغانۍ ټولنه کې ډېر لوړ کلتوري او فرهنګي ارزښتونه شتون لري چې د افغاني ټولنې له لوري  باید ددغو ارزښتونو په پاللو او ساتلو کې لا هم هاند او هڅه وشي خو ددې تر څنګ زموږ په افغاني ټولنه کې داسې کلتوري او فرهنګي موضوعات هم شتون لري چې هغه د اسلام له اوامرو او احکامو سره پوره سمون نلري او هېڅ افغان یې په پاللو او ساتلو باندې  مکلفیت نه لري.

نوموړی زیاتوي : دا هغه ناوړه دودونه  او رواجونه دي چې د ټولنې لپاره یې پایلې له اسلامې او ټولنیز پلوه   ستونزې را منځته کوي،  د بېلګې په توګه د نوي کال په لومړۍ ورځ   ځینې داسې دودونه او رواجونه  شته  چې د زوم د کورنۍ له خوا د کال د نوې ورځې له امله د کوژدنې کورنۍ ته د نوروزي په نامه جامې او جوړه وړل کېږي ، چې یو عبث کار دی.

د ټولنیزو چارو دا کار پوه زیاتوي، چې  همدا رنګه د اخترونو په ورځو کې هم د زوم د کورنۍ له لورې د ناوې کورنۍ ته  زیات  مصارف  او لګښتونه  چې د اخترونو د جوړو  په نامه ترسره کېږٍي، بېځایه اسراف دی چې اسراف کول د اسلام د سپېڅلې دین له نظره بلکل منع بلل شوی دی.

نوموړی وایي په قرآن عظیم الشان کې صریح آیت شریف دی چې اسراف کونکي د شیطانانو وروڼه دي، ځکه نو د اسلام له نظره ددغسې ناوړه دودونو پالنه او بیا تر دغه نامه لاندې بېځایه لګښتونه کول په قطعي ډول منع ګرځول شوي دي.

همدارنګه دیني عالم او د شرعي چارو کار پوه مفتي نثار احمد شیرزاد په دې هکله وایي، چې په اخترونو کې مسلمان باید په ځان باندې  داسې حالات را نه ولي چې ځان ته مشکل او مصیبت جوړ کړي بلکې  په داسې یو ترتیب سره خپل اختر تېرول په کار دی چې په واقعیت کې دغه عمل پاتې شي د الله جل جلاله رحمت پاته شي او د الله جل جلاله له طرف نه یو احسان پاتې شي.

مفتي نثار احمد شیرزاد د اختر په شپو ورځو کې په کورنیو کې د ځینو غلطو رواجونو یادونه کوي چې پر اختریزو جوړو سربېره  د اخترپه ورځو شپو کې  د مړي کورنۍ ته  د دعا یا فاتحې په نامه ورتلل هم یادوي، حال داچې دده په خبره  اختر د خوشالیو ورځې دي او انسانانو ته الله پاک دغه ورځ د خوشحالیو لپاره رالېږلې ده نه د غم او خفګان لپاره.

نوموړی وایي : د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه  په یوه حدیث  کې روایت دی چې له دریو ورځو نه وروسته باید د مړي کور ته ددعا یا فاتحې په نیت ورنشئ  که څوک ډېر لرې وي او په هغه ورځ نه یا هغه وخت مړي ته نه وي را رسېدلی دهغه لپاره څه نا څه کنجایش شته چې دعا ورته وکړي. دې نه علاوه  د دریو ورځو نه ها خوا د مړي کورنۍ  ته د مړي دعا کول یا فاتحه اخیستل  ناروا دي او بیا په اختر کې خو دغه عمل بلکل ناجایز دی.

مفتي شیرزاد د واده شویو زلمیانو له خوا د خسر کورنۍ ته د اختریزو جوړو دوړلو  په هکله هم  پدې نظر دی چې  د اختر د جوړو رسم او رواج له اسلامي ټولنې سره په ټکر کې دی ځکه د جوړو په رانیولو کې زیات اسراف کېږي او اسراف کوونکي د شیطانانو وروڼه دي .

شیرزاد زیاته کړه : دا ټوله ستونزه لدې جوړېږي چې مسلمان دخپل دین مطابق ژوند  پرې اېښی او رواجي زندګي یې شروع کړې ده .

د شرعي مسایلو دغه کارپوه پدې نظر دی چې  چې ددیني  ژوند سرچینه  د الله تعالی حکمونه او د پیغمبر صلی الله علیه سلم  طرېقې دي چې متاسفانه  زمونږ له ژوند څخه بهر شوې دي او مونږ ته یوازې  رسمي او رواجي زندګي پاتې شوې ده.

نوموړی زیاتوي چې  د رسمي او رواجي ژوند مشکلات او ستونزې ډېرې زیاتې دي چې لدې ستونزو یوه ستونزه  په اخترونو کې د کوژدن شوي ځوان له لورې  دکوژدنې کورنۍ ته  بېلابېلې اختریزې جوړې ور وړل دي.

شیرزاد زیاته کړه: په یوه حدیث شریف کې راځي چې  نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د مسلمان مال نه حلالېږي مګر د هغه د زړه له خوښې سره.
یعنې  کومه اختریزه جوړه چې د زوم له لوري د ناوې کورنۍ ته وړل کېږي، که چېرې  د زوم په خوښه نه وي  یا کوژدن شوی ځوان او کورنۍ یې په دې نه وي راضي چې په سختۍ ګټلې پیسې دي په داسې بې ځایه مصارفو او بې ځایه رواجو مصرف کړي، نو دا وروړل شوې جوړه حرامېږي.

نوموړی زیاتوي چې  هغه اعمال چې د زړه په خوښه باندې ترسره شي یا خپل مال په خپله خوښه چاته ورکړي نو هغه حلال وي اودغه په نا خوښۍ کې چې د کوژدن یا خاوند له کور نه مال اخیستل کېږي، جوړې اخیستل کېږي او  وروړل کېږي دا ټول د شریعت له لحاظه ناجایز دي .

اصلاح رسنیزګروپ/ شریف الله غیرت

Atomic Habits

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب