نباتي هورمونونه
نباتي هورمونونه
د یو نبات وده او رشد زیاتره د هورمونونو په واسطه تنظیمږي. په نباتاتو کې ځینې هورمونونه ترشح کیږي چې د نباتاتو د رشد سبب کېږي. همدارنګه ځينې هورمونونه شه چې د نبات د ودې د مخنیوي لامل کېږي، د بیګې په توګه: په زیاترو نباتاتو کې د یو شمیر هورمونونو د تحریک په اثر په ځینو ترکیبونو، نوکلیک اسید او د حجرې په ویش کې چټکتیا صورت نیسي، خو یو ډله نور هورمونونه د هغوی د سرعت مخه نیسي په دې ترتیب توازن پر خپل ځای ستي یا دا چې د ځینو هورمونونو غلظت د حجرو د اوږدیدو سبب کیږي، لکه د اکسین هورمون. له بلي خوا له حد څخه د حجرو زیاتو اوږدیدو مخه نیسي له همدې ډول تنظیم او توازن له لارې په نباتاتو کې د ودې عملیه منظمه کنترولیږي نو له دې کبله ځینې پوهان د هورمون د کلمي پر ځای دو ۍ د ودي د تنظیموونکو په نامه یادوي. نباتې هورمونونه زیاتره په دوو ډلو ویشل شوي دي.
- د ودې هڅوونکی هورمون: درې ګروپونه کیمیاوي مرکبات چې د اکسین، ګېبرلین او سایتوکنین په نامه یادیږي، شته چې د حجروي ویش په عملیه ، د حجرو په اوږدیدو، د نباتاتو د غړو په پیدا کېدو او ځانګړي کیدو کې فعالیت کوي. له دې ډلې څخه اکسین یې زیات دبحث وړ دی چې به لاندې ډول يې تر څیړنې لاندې نیسو.
- د نبات هغه برخې چې وده زیاته لري، زیاته اندازه اکسین تولیدوی. اکسین په نباتاتو کې په ځانګړي ډول دوه عملیې سرته رسوي. اکسین د نباتاتو د حجرو په اوږدیدو تاثیر لري او په نبات کې د اکسین جمع کیدل د ساقې د اوږدوالي لامل ګرځي.
- اکسین د نباتي هورمونونو له ډلې څخه یو هورمون دی چې د حجرو د تحریک سبب ګرځي. د ساقې هغه برخې چې د سیوري په طرف واقع وي زیات اکسین لري، نسبت نورو برخو ته زیاتې اوږدیږي او ددې لامل کیږي چې نبات د رڼا لوري ته کوږ شي. د نبات هغه برخې چې زیاته وده لري ډیر اکسین تولیدوي.
- اکسین د پاڼو او میوو په تویېدلو کې مهم رول لري، ځکه چې د اکسین د غلظت زیاتوالی د میوې وده او انکشاف زیاتوي او له نبات څخه د مېوې د تویېدلو مخنیوې کوي کله چې په مني کې د اکسین غلظت کم شي، پخې شوې مېوې رالویږي او پاڼې هم په تویېدلو پیل کوي. همدارنګه د ځوانو ښاخونو د خواګانو د غوټیو د ودې په مخنیوي کې رول لري. که د ساقې د سر تېغونه پري شي، د څنګ عويۍ او تېغونه راشنه کېږي. تراوسه پورې څیړنو دا معلومه کړې چې اکسین او ځینې نور نباتې هورمونونه څنګه کولی شي په نباتې حجرو کې دغه ټول توپیر لرونکې اغېزې سرته ورسوي.
- د ودې مخه نیوونکي هورمونونه: دغه هورمونونه برعکس د رشد د محرکونو عمل کوي یعنې د نبات د ودې مخنیوی کوي چې په دې کې اېتلین او ابسېزک اسید شامل دي. دا هورمونونه هغه عملونه کنترولوي چې د نبات، وده وروستي پړاو ته رسیدلي وي، لکه زړښت، د پاڼو توییدل، د ګلانو مړاوي کیدل او د میوو پخیدل او نور.همدارنګه په نامساعدو شرایطو کې د ودې چټکیتا، د پروتین جوړول او د معدنې مالګو لیږدونه کنترولوي.
ابسیزیک اسید: په ژمي کې د نباتاتو د تېغو په استراحت یا د ژمي په خوب کې مهم رول لري.
دغه هورمون په پاڼو کې جوړیږي، د پاڼو مېوو او د نبات د نورو برخو سقوط ته چټکیتا ورکوي. همدارنګه ابسیزیک اسید سربیره پردې د نبات وده هم ودروي. د اوبو د وچوالي په وخت کې، چې نبات بشپړ نموالی نه لري، په پاڼو کې د ستوماتا د سوریو د بندیدلو سبب کېږي او د اوبو د ضایع کیدو مخه نیسي.
ایتلین: ایتلین د کاربن او هایدروجن یو ساده مرکب دی. د هورمون دنده سرته رسوي، د مېوو پخیدو او رسیدلو ته چټکتیا ورکوي. ایتلین د نبات د القاح له عملیې څخه وروسته د ګل د برخوپه مړاوي کېدو کې رول لري او په مني کې د پاڼو تویېدلو ته چټکتیا ورکوي. اېتلین کولی شي د هوا د ککړتیا په مقابل کې د حجرو زخمونو، د نارغیو عواملو او د زیاتې مودې لپاره په اوبو کې د نبات پاتې کیدلو په مقابل کې عکس العمل څرګند کړي.
په کرنه کې له نباتي هورمونو څخه ګټه اخېستنه: په نباتي ودې او رشد کې د هورموني کنترول د اغېزې په باره کې د ساینسي سرته رسیدلو څیړنو له امله زیات معلومات لاسته راغلي چې د اقتصاد، باغوانۍ او کرنې له مخي د اهمیت وړ دي.
له ګېبرلین څخه ګټه اخېستنه: دغه هورمونونه د جاپاني څېړونکو په واسطه هغه وخت کشف شول چې د نبات د ځوانو او نوو ساقو د غیر طبیعي اوږدیدو لپاره یي څېړنې او مطالعې کولې. هغوی وموندله ګېبرلین د حجرو د اوږدوالي سبب کېږي، چې په نتیجه کې یې ساقه اوږدیږي. ګېبرلین د هغو هورمونو له ډلې څخه دی چې په ساقو او دانو کې د دوی د ودې په حال کې تولیدیږي او مرېستم په حجرو کې د تکثر چټکیتا هم زیاتوي. له ګېبرلین څخه د بې دانه انګورو د دانو د کلکیدو لپاره استفاده کیږي او هم ددې په واسطه بې دانه مڼې، خټکي، ناک او کېنو لاسته راوړل کېږي. همدارنګه ګېبرلین په ځینو دانو کې د انزایم تولید او په ځینو نباتاتو کې د ګل تولید لامل کیږي.
که پر نبات باندې له بهر څخه وشیندل شي، نباتات له پاڼو څخه ډکېږي په همدې ډول دغه هورمون د حجرو د زوړوالي او خرابوالي مخنیوی کوي د ویروسي ککړتیا، د یخې هوا او نورو زیانمنو اغزو په وړاندي، د حجرو مقاومت زیاتوي.
د سایتوکنین له هورمونونو څخه ګټه اخېستنه: سایتوکنین د رېښو په څوکو کې تولیدیږي چې د زایلم له لارې ځوانو ساقو ته لېږدول کېږي. سایتوکنین د اکسین او ګېبرلین په شان ځینې خاص جینونه فعالوي. هغه سایتوکنین چې د ريښې په سرکې تولیدیږي، د نبات د رېښي پاڼې او تنې د حجروي ویش د تنظیم لامل کیږي او وده یې چټکوي. همدارنګه له سایتوکنین څخه د ښاخونو او ګلانو د تازه پاتې کیدو او په انبارونو کې د زیاتې مودې او د میوو لپاره سبزیجاتو په ساتنه کې ورڅخه ګټه اخېستل کېږي.
د اکسین هورمونونو څخه ګټه اخېستنه
اکسینونه هم توپیر لرونکې تاثیرونه لري. څو ډوله مصنوعي اکسین جوړ شوي دي چې د نبات د رېښې وده ډیره چټکوي او همدارنګه د قلمو د ريښو زیاتوالي لپاره کارول کېږي.
د میوو په باغونو کې په ونو باندې مصنوعي اکسین شیندي چې په پسرلي کې له طبعي اکسین سره یو ځای شي، ترڅو د خرابو میوو د توییدو لامل شي او پاتې میوې له معمولي حد څخه ښه وده وکړي.
پر ونو باندې د اکسین شیندل د اوړي به پای کې د دې لامل کېږي چې میوې تر ډیره وخته په ونه کې پاتې شي او زیات اثر وکړي. د مني په وخت کې د نبات زوړوالی د پاڼو او میوو تولیدول کنترولوي او د شاخونو د جانبي زخو د ودي مخنیوي کوي.