مینې لنډۍ ١

د نصیبونو فیصلې دي
د زړۀ په خوښه ښځې چا موندلي دینه؟
?

او نصیبه وسؤځې اېره شې
تندیه مات شې پر تا یې څۀ لېکلي دینه
??

د پوهنتون سنَد دې راوړه
د دولسم تنبله نۀ مې درکوینه!
?

که زورور يې زور معلوم کړه
زما ډولۍ د کلي منځ کې تېروينه

ستا د وصال باران اونه شو
په خپلو اوښکو لمدوم د زړه باغونه

ناز مې کاوه پياز مې خوراک شو
خوله مې ترخه شوه بيا به نه کوم نازونه

زړګيه چا ـ چا له دې ورکړم
هر سړى دا چيغې وهي چې يار دې يمه

یوه خوله څۀ وه چې مې درکړه
په جوماتونو کې دې وکړل اعلانونه

” دا ته چې ځې اخېر به لاړ شې
ماته ګړۍ په ګړۍ مه وایه چې ځمه ”

‏زه بۀ ګېله له چانه نه کړم
غمجنې ورځې په ما خدای راوستې دینه!

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب