میر عبدالعزیز هوتک څوک و؟

میر عبدالعزیز هوتک

هوتکیان

واکمنيهوتکي واکمني:1715 -1716 ز
تاج گټنه١١٢٧هـ ق
بشپړ نوممیر عبدالعزیز هوتک
زېږونځایکندهار, افغانستان
مړينه ١١٢٩ سپوږميز (١٧١٦ز)
د مړينې ځایکندهار, افغانستان
هديرهکوکران، کندهار، افغانستان
مخکنی پاچامیرویس نیکه
وروستنی پاچاشاه محمود
کورنۍهوتک
پلارښالم خان
مورنازو توخۍ
مذهبي گروهېسني مسلمان

میر عبدالعزیز هوتک څوک و؟

له ميرويس نيکه وروسته يې ورور میر عبدالعزیز  هوتک ز او د ځينو مؤرخينو په اند عبدالله د څه مودې لپاره پاچا شو.

ميرعبدالعزيز د ښالم خان زوى، د ميرويس نيکه کشر ورور و.

کله چي ميرويس نيکه وفات شو ، نو د هغه دوه زامن پاته شول.شاه محمود اتلس کلن او شاه حسين څوارلس کلن و.[1] داچي دميرويس خان نيکه زامن کشران وو ، نو جرګې پرېکړه وکړه ترڅو د هغه ورور ميرعبدالعزيز خان د پاچا په توګه وټاکي.(١١٢٧هـ ق)

ميرعبدالعزيز هوتک يو ارامي غوښتونکى پاچا وو، هغه نه غوښتل له صفوي لښکرو سره وجنګېږي، نو ځکه يې ملي جرګه راوبلله او هغې ته يې په وينا کي وويل:

“زما عزيزانو!تر ډېرو مشکلاتو او جنګونو وروسته چي ډېر زلمي مو پکي له لاسه ورکړل ، دې ځاى ته راورسيدو، فکر کوم چې تاسو به هم نور جنګ ته نه هوسېږئ، فلهذا نو په کار دى چي د پارس له پاچا سره روغه وکړو، اوس چي مشر ورور مي مرحوم سو او افغانانو ته يي لويه سوبه ګټلي ده،نو که موږ دروغي او سولي غوښتنه وکړو د پارس پاچا به يې په ډېره خوښي راسره ومني”.

دجرګې په خلکو دده دا وړانديز ښه ونه لګېد، ځکه هغوى د ډېرو زلميانو په وينو ،د ډيرو مېندو په کونډيدلو او د ډېرو ماشومانو په يتيم کېدلو دا آزادي ترلاسه کړې وه، خو عبدالعزيز خان دا هرڅه له لاسه ورکول.

جرګې دا خبره رد کړه،عبدالعزيز خان په پټه د پارس پاچا ته په دې شرايطو يو سوله ليک واستاوو :

١- افغانان دي د هغه باج څخه چي د ګرګين په وخت کي اخيستل کېده، معاف وي.

٢- کندهار ته دي پارسي عسکر نه راځي.

٣- د افغانانو پادشاهې دي د همېشه د پاره ، د عبدالعزيز خان په کورنۍ او د هغه په زامنو او لمسيانو کې پاته وي.[2]

افغانان چي کله د عبدالعزيز خان په دې کړنه خبر شول، ډېر په قهر شول او د محمود په مشري يي عبدالعزيز خان په ١١٢٩ سپوږميز (١٧١٦ز) کال  وواژه.[3]

له هغه وروسته شاه محمود پاچا شو.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] – پښتانه د تاريخ په رڼاکې ٦٥٣ مخ ، سيدبهادر شاه ظفرکاکاخيل، يونيورسټي بک ايجنسي پېښور پښتونخوا ، ٢٠٠٩ ز کال چاپ .

[2] – دافغانستان لنډ تاريخ ٣٧٢ مخ ١ ټوک،عبدالحي حبيبي،ژباړن:عبدالروف بېنوا، ١٣٥٦ هـ ل کال دکابل چاپ.

[3] – په پټه خزانه (١١٠مخ) کې ليکلي دي چې ،هغه دنارنج له قصر څخه راولوېد.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب