میتابولیزم
مېتابولېزم څه شی دی؟
مېتابولېزم يوناني کلمه ده چې د تغير او بدلون معنا لري. په ژوندۍ حجره کې ټول کيمياوي تغيرونه او بدلونونه، چې د ودې، ترميم، تکثر، د انرژۍ د توليد اواضافي توکو د توليد لامل کېږي، د مېتابولېزم په نامه يادیږي. يا په بل عبارت مېتابولېزم د يوې لړۍ منظمو کيمياوي تعاملونو او د انرژۍ توليد څخه عبارت دی چې د ژونديو موجوداتو د ژوند او پايښت لامل کېږي. مېتابولېزم دوه مشخصې برخې لري چې د انرژۍ له توليد او مصرف څخه
عبارت دي. د مېتابولېزم تعاملونه په دوو بڼو سرته رسیږي: ١- انابولېزم (Anabolism): ترکيبي يا تعميري تعاملونه. ٢- کټابولېزم (Catabolism): تخريبي، يا تجزيوي تعاملونه.
انابولېزم:
انابولېزم ټول کيمايوي بدلونونه چې د عضوي موادو د ترکيب لامل ېږي )د ساده موادو بدلون پر پېچلو موادو باندې( د انابولېزم په نامه يادېږي. په هره حجره کې د انابولېزم د عمليې په واسطه د ساده موادو له ترکيب څخه پېچلي مواد؛ لکه: پروټينونه، کاربوهايدريتونه، شحمونه، نوکليک اسيد جوړيږي او د حجرې د برخو )اورګانيلونو( او نورو موادو د جوړولو لپاره په کارېږي. د موادو ترکيب، چې په حجره کې ټورت نيسي، د بيولوژيکي ترکيب )بيوسنتېز( په نامه يادېږي. لاندې معادله کې ليدل کيږي.
6CO2 +12H2O⎯→C6H12O6 +6O2 +6H2O
کټابولېزم
هغه کيمياوي بدلونونه، چې مغلق عضوي مواد په ساده موادو تجزيه کوي. د کټابولېزم په نامه يادېږي. په دې کيمياوي بدلونونو کې لوی ماليکولونه په کوچنيو ماليکولونو تجزيه کېږي، مث ًلا: پروټينونه په امينواسيدونو، نشايسته په ګلوکوز، او شحمونه په شحمي تېزابونو او ګليسرول تجزيه کېږي. دا مواد بيا هم په خپلو کوچنيو ماليکولونو د تجزيې وړ دي چې په پای کې ډېر ساده مواد لکه: H 2O ، او C O2 منځته راځي. ددې بدلونونو په جريان کې يوه اندازه انرژي ازادیږي چې د ژوند په فعاليتونو (حياتي فعاليتونو) کې، لکه: حرکت، ترشح، د موادو ترکيب )بيوسنتېز( او نورو کې کارول کیږي. لاندې معادله کې ليدل کيږي.
)کټابولېزم( ↑انرژي+C6H12 +6O2 ⎯⎯⎯⎯→6CO2+6H2O
اسمېلشن(Assimilation)
بيولوژيکي ترکيب (بيوسنتيز) ټول تعاملونه، چې د انرژي په شتون کې د تغذيې، ودې او انکشاف لپاره سرته رسیږي، د اسمېلشن(Assimilation) په نامه يادېږي. هغه خوراکي توکي چې له بهر څخه حجرې ته داخلیږي د حجرې د دنننيو موادو څخه ډېر توپير لري، خو د اسمېلشن د عمليې په واسطه د حجرې په موادو بدلیږي.
ډيسېملېشن (Dissimilation)
همدارنګه د حجرې ټول تخريبي تعاملونه د ډيسېملېشن (Dissmilation) په نامه يادیږي. ددې عمليې په واسطه د حجرې مواد بدلون مومي، يعنې تجزيه کیږي؛ د تجزيوي تعاملونو په نتيجه کې انرژي منځته راځي چې د حجرې د فعاليتونو لپاره کارول کیږي. د اسمليشن او ډيسېملېشن عمليې، چې د حجرې په دنننۍ موادو پورې اړه لري، د موادو او انرژۍ له تبادلې څخه عبارت دي چې دا حالت د حجرې د ژوندي پاتې کېدو، ودې او نورو فعاليتونو بنسټيز شرط ګڼل کیږي. په دې بايد پوه شو چې په ځوانو او فعالو حيواناتو او نباتاتو کې مېتابولېزم ډېر چټک دی. کله چې د انابولېزم او کټابولېزم اندازه يو برابر وي، که حيوان وي يا نبات نه وده کوي او نه يې په وزن کې کموالی راځي. که چېرې د انابولېزم اندازه نسبت کټابولېزم ته زياته وي، هغوی يا وده کوي يا مغلق کيمياوي توکي زېرمه کوي او کله چې د کټابولېزم اندازه نسبت انابولېزم ته زياته وي ژوندی موجود زېرمه شوي مواد مصرفوي، په وزن کې يې کموالی راځي او په پای کې مري. نو دې پايلې ته رسېږو، تر هغې چې نبات يا حيوان ژوندی وي، د مېتابولېزم (انابولېزم او کټابولېزم) عمليې يې جريان لري.
مننه شکلی اوفصیح ژبه کی معلومات