ميرمن نازوانا
د پښتنوپه لرغوني تاريخ کې ډيرې ښځينه شاعرانې اوليکولانې تيرې شوي دي چې خپل رسالت يې په ټولنه کې په رښتنې توګه سرته رسولي دي تل يې د ژوند په هر ډګرکې دښکلا اورنګينيو نه ډکه شاعري کړيدي چې ترډيره پورې به دپښتنو په زرين تاريخ کې به په زرينوکرښودهغوې دکارناموڅخه يادونه کيږي دهغونازکخيالو شاعرانو له جملې څخه چې نوم يې د افغانستان دمخکښې شاعرې په توګه ترې تل يادونه کيږي هغه نوموتې شاعره ميرمن نازو ده چې دپښتنو په تاريخ کې د انا لقب ورته ورکړه شويده نازوانا دسلطان ملخی توخی لور لور وه او په ١٠٦١هه کال په تازی نومې سيمه کې چې د قند هار اوقلات سيمه کې پروت ده وزيږدله دپټی خزانی ليکونکی محمودهوتک حکايت کوي چې نازوانا يوه ډيره پرهيز ګاره ښځه وه چې د خداې په عبادت کې ډير زيات مناجات ليکلې و ه چې يو ديوان يې هم درلود چې په هغه کې دوه زره بيتونه يې ليکلې وه چې نارينه يې هم نه شي ليکلی ميرمن نازو سره له دی چې د خپل وخت يوه ډيره ښه شاعره وه يوه ډيره ميړنې ښځه اود خپل وخت قهرمانه مور هم وه هغې پخپل پاکه غيږه کې يوه نوميالی پښتون وروزله هغه نامتو شخصيت دپښتنو ملي قائيد ميرويس نيکه ودغه پښتنه ميرمن ډيره ميړنۍ ،ميلمه پاله ،نازکخياله شاعره د خپل پښتون ټبر ته د غيرت نه ډک خاطرې له ځانه پريښې ده” دغه پښتنه ميرمن خپل ميړانه يې هغه وخت څرګنده کړه چې کله چې دده پلار په يوجنګ کې مړشواو حاجي عادل د خپل پلار په انتقام جنګ ته ولاړ شاهي کلا او کور يي نازو ته پريښودل دا هغه وخت و چې نازو انا د يو تکړه سپاهي په توګه يې توره را واخيستله د يو سپاهي په توږه د نورو ځوانانو سره يو ځاې يې کلا د دښمنانو د تاړا وساتله “نازو اناديني علوم يې د خپل عصردعلما و څخه زده کړيوه او خپل دزوی په روزنه کې يې ډير زيار ويست او تل به يې ورته نصيت کاوه چې د خلکو خدمت په صداقت سره وکړي نازو انا ډيره مونځ ګذاره ،بااخلاصه،ښځه وه د غريبانو سره يې ډير مادي کمکونه کاوه سره له دی چې ميرمن نازو د افغان په تاريخ کې نموتې ښځه وه دهغې د شعرونو ديوان تر اوسه پورې لاس ته نه ده راغلې خو يوه څلوريځه يې تر اوسه پورې دخکلو ژبو کې د مثال په توګه ګرځي
سحرګه وه د نرګيس ليمه لانده
څاڅکی څاڅکی يي له سترګو څڅيده
ما ويل څه دی ښکليه ګله ولې ژاړې
دی ويل ژوند مې دی يوه خوله خنديده
اغلې کبرا مظهري دافغانستا ښځينه شاعره ليکواله پخپل يوه ليکنه کې دشرق د يو مشهورشاعراقبال دقوله ليکي چې د ميرمن نازودڅلوريځې تاثير لاندی خپل دري شعر داسی ليکي
شبی زار بګريست ابر بهار
که اين زندګي ګريه پيهم است
درخشيد برق سبکسيرو ګفت
غلط کردئ خنده يک دم است
ندانم به ګلشن کې برد خبر
سخنها ميان ګل وشبنم است
نو دميرمن نازو نوم به تل ژوندې وي او پښتون ټبر به پرې وياړي
زرلښته حفيظ