مو یان Mo Yan | ادبي نوبل جایزې ګټونکی
چينايي ليکوال ښاغلی مو یان Mo Yan په ادبياتو کې د ۲۰۱۲ زېږديز کال د نوبل جايزه وګټله چې د ١٣٩١ لمريز کال د تلې په ۲۰مه د پنجشنبې په ورځ په سويډن کې ورته د نوبل د کمېټې له خوا په رسمي ډول اعلان شوه، دغه جايزه د معنوي وياړ ترڅنګ د دولس سوه زور امريکايي ډالرو په ارزښت مادي امتياز هم لري.
دی چې د کيسو او افسانو د هېواد اوسېدونکی دی، د خپل ستر هېواد په تاريخ کې هغه لومړی ليکوال شو چې دغه معتبره جايزه ترګوتو کوي.
اوه پنځوس ۵۷ کلن مويان د خپل هېواد په خلکو کې له ښه او نېک شهرت نه برخمن دی، چې د شهرت ترڅنګ محبوبيت هم لري او دا دوه ټکي هغه څه دي، چې يوه ليکوال ته په ټولنه کې دشخصيت په لحاظ ټولمنلی پايښت ورکوي.
مويان د خپلو زړه وړونکو داستانونو په مټ په دې توانېدلی، چې د تخيل په بې ساري ښکلا سره د چين د خلکو ورځنی ژوند په ښه ډول انځور او راونغاړي او د هغوی بوختياوې په هنري ژبه وړاندې او انځور کړي.
د سويډن د علومو سلطنتي اکاډمۍ د ده د ټاکنې په اړه په خپله اعلاميه کې ليکلي دي :« د دغه ليکوال وېرونکي ريالېزم د تاريخ او نړۍ ډېرې لرغونې او بومي کيسې يو له بل سره را نغاړلې دي » د سي ان ان خبري شبکې د راپور له مخې کله، چې د مويان په اړه دغه خبر خپور شو؛ نو د چينايانو ملي غرور په انټرنټي جالونو کې سخت غبرګون وموند، د نوبل جايزو د اعلان په ويبپاڼه کې يوه چينايي دا جمله وليکله:« بلکل همداسې ښکاري. »
مويان په يوه داسې هېواد کې ليکوالي کوي، چې ليکنې يې په ويبپاڼو له خپرېدو سره سم د ګوند او حکومت له سياستونو سره مخ او سانسورېږي، ټايم مجلې هم د هغه په اړه په يوه مرکه کې ليکلي و چې مويان له پخوانيو وختونو د خپلو داستانونو اصلي بستر ته په راستنېدو د خپل جادويي ريالېزم سبک کې په نغښتلو سره په حقيقت کې د چين د سانسور دستګاه له خوځښت نه پرهېز او منعه کوي.
مويان له يادې شوې مجلې سره په خبرو کې ويلي چې د داستانونو د ټاکنې په مهال له دې هېڅ وېره نه لري چې ګني سانسور ته به وړاندې شي او دا چې دی ځينې موضوعاتو ته په مستقيم ډول ياپه بل عبارت مخامخ د ورتګ توان نه لري؛ اوس ورته همدغه خبره ياني په غيرمستقيم ډول ورتګ د ځواک په يوه ټکي بدل شوی.
چين د نړۍ د نورو هېوادونوغوندې د رسينو بشپړه ازادي نه لري او اکثره ليکوال او خبريالان له سانسور نه وېريږي او د زړه خبره نه شي کولای. دې ته په پام سره خپله مويان هم د هغه اصلي نوم نه دی او په چينې ژبه کې دا د « حاضر نه يم څه ووايم » مانا لري، د ده اصلي نوم مويه ګويان دی او د شاندونګ ايالت په ګائو ښار کې زېږېدلی دی.
چين د نړۍ له هغه زيات نفوسو هېوادونو څخه دی، چې نفوس يې ورځ تر ورځې زياتېږي او مساحت يا پراخوالى يې کم دی، په همدې سبب د چين حکومت يوازې د يوه اولاد اجازه ورکړې او د دې نه پرته د بل اولاد راوړل جرم دی.
د دې لپاره چې مور او پلار د زياتو اولادونو مينه تر سره کړي او زيات اولادونه ولري؛ نو اکثره وخت له داسې لارو چارو نه کار اخلي چې په يوه ځل يې دوه ګوني او دري ګوني اولادونه پيدا شي، چې د دې چارې مخنيوی بيا له دولت سره هم نشته. دا له شک پرته چې د خلکو يوه حقه او طبيعي هيله ده؛ خو د دغه ملت او حکومت لپاره يوه ستونزه هم ده چې خپل وګړي نه شي ځايولای.
مويان له خلکو د ژوند سره تړلې دغه ستونزې ته په خپلو اثارو او داستانونو کې کتنه کړې، د بېلګې په توګه د ده له مشهورو او نوماندو داستانونو څخه يو هم د « چونګښه » په نوم دی چې په چين کې يوازې د يوه اولاد لرلو او د نفوس د ډېروالي د کنترول مسئلې ته يې په کې پام کړی دی.
دی په خپل دغه داستان کې په ډېر ځانګړي ظرافت او مهارت سره د چين د ټولنې دغه لرغونی سنت تر کره کتنې او نيوکې لاندې نيسي، چې زوی ته په لور ترجيح ورکول کېږي. دی په «چونګښه» داستان کې دا څرګندوي چې چينايانو د دې په خاطر چې عقيده يې درلوده چې زوی دکورنيو د اړتياوو د پوره کولو لپاره تر لور ځواکمن او دکورنۍ د وينې او نوم لېږدونکی دی؛ نو دا غوره ګني چې بايد زوی ولري نه لور.
مويان تر دې وړاندې په وروستيو کلونو کې په ادبياتو کې دوې نورې مهمې جايزې په چين کې هم وګټلې، دا خپله څرګندوي او د دې څرکونه يې ګڼلای شو چې د چين ټولنه او سياسي نظام دې ته حاضر دي چې ددغه حساسې مسئلې سره لا ښکاره او څرګند چلند وکړي .
لکه څرنګه مو چې وړاندې وويل دا به دچين د خلکو لپاره په ادبياتو کې د لومړۍ داسې جايزې په توګه حساب شي چې يو ليکوال يې په ادبياتو کې ګټي، خو ددې ويل هم اړين دي، چې تردې وړاندې جائو سينګ جيان په نامه يوه چينايي ليکوال هم په ۲۰۰۰م کال کې په ادبياتو کې دنوبل جايزه ګټلې وه.
سره ددې چې ده په چين کې تحصيل او زده کړې کړې خو اوس دغه ليکوال دفرانسې تابعيت لري او د چين د اساسي قانون له مخې هر هغه چينايي وګړى چې د بل هېواد تابعيت اخلي ، خپل بايد له لاسه ورکړي، يا په بل عبارت چينايي وګړي د دويم تابعيت اجازه نه لري.
يوه بله مهمه خبره داده چې د چين دولتي رسنيو ښاغلي مويان ته ددغه جايزې داعلان سره سم په ډېره چټکۍ د دې بريا خبرونه خپاره کړل په داسې حال کې چې په ۲۰۱۰ کال کې کله چې د چين يوه سياسي ناراضي ليوژيائوبو ته د سولې نوبل نړيواله جايزه اعلان شوه؛ نو ټولې دولتي رسنۍ غلې وې او دې خبر ته يې اهميت ور نه کړ.