
موږ له ځانه خبر نه یو
موږ له ځانه خبر نه یو
له جانانه خبر نه یو
افلاطون مو ښه زده کړی
خپل مولا نه خبر نه یو
انګلیسي باندې مړه کیږو
له قرآنه خبر نه یو
په ظاهر خلک تېر باسو
د تقوا نه خبر نه یو
چې څه وایي بس منو یې
له کاکانه خبر نه یو
بس مزل کوو روان یو
خپل ارمانه خبر نه یو
موږ اوس کټ پریوتل زده کړل
له جهانه خبر نه یو
مصطفی قدر یې څه دی
خپل بابا نه خبر نه یو
غزل: مصطفی شهاب